د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ارزګان کې طالب چارواکي: دولتي کارکوونکي مکلف دي چې لنګوټې وتړي او ږيرې پرېږدي


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

په ارزګان کې د ولایت مقام استازی مولوي طیب وایي، دولتي کارکوونکي باید لونګۍ وتړي او ږيري پرېږدي.

هغه دا خبرې د ارزګان د ولايت د مستؤفيت په تالار کې د مالياتي اوونۍ د جوړې شوې غونډې پر مهال وکړې.

نوموړی زیاتوي، دغه سپارښتنې یې د ارزګان ولایت د والي له خوا یاد مجلس ته کړي.

دی وايي: "ټول دولتي کارکوونکي باید خپل ځانونه د شرعيت په چوکاټ کې برابر کړي مخکي چې په دغه نظام کې کومو کسانو دندې ترسره کولې هغه د تېر نظام اصول و، خو اوس اسلامي نظام دی، دوی باید اوس په شرعيت ځانونه برابر کړي. کوم کارمندان چې په هر بست کې دي هغه باید نور په دې پوه شي چې د اسلامي امارت چوکاټ شرعيت برابر دی او کارکوونکي باید نور خپل انجام پر برابر کړي باید ږیري پريږدي لنګوټې وتړي او ترڅنګ يې خپل تقرر له سره وکړي منابع بشري ته ورشئ په اسلامي امارت کې هر چاته ځای شته."

مولوي طیب وایي شرعیت په ځان تطبیق کړئ
مولوي طیب وایي شرعیت په ځان تطبیق کړئ

دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې طالب چارواکو عامو خلکو ته امر کړی وو چې ږیري دې نه لنډوي، موسیقۍ دې نه اوري.

په جوړه شوې غونډه کې يو شمېر نورو د طالبانو ولايتي چارواکو د ماليې پر ارزښت خبرې وکړې او خلک يې د ماليې ورکولو ته وهڅول.

په ارزګان کې د حج او اوقاف رئیس مولوي خادم په خپلو خبرو کې وويل چې خلک باید د نظام د پايښت لپاره دولت ته ماليه ورکړي ترڅو اوسنی نظام پر خپلو پښو ودريږي.

نوموړي وويل که خلک دولت ته ماليه ور نه کړي د طالبانو حکومت به د اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

دی وايي:" د دغه نظام د پايښت لپاره دې عام خلک خپلې مالیې پر وخت ورکړي ترڅو زموږ نظام د اقتصادي ستونزو سره مخامخ نه شي ديني عالمان قومي مشران دې په دې برخه کې مرسته وکړي او خلکو ته دې د مالیې د ورکولو په برخه کې عامه پوهاوی ورکړي خلک بايد په راکړه ورکړه کې له افغانيو کار واخلي ځکه اوس زموږ افغانۍ په نورو هېوادونو کې د يوه عادي کاغذ ارزښت هم نه لري."

هغه د دولت غصب شوو ځمکو ته هم اشاره وکړه او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د دولت غصب شوې ځمکې دې خلاصې کړي.

XS
SM
MD
LG