د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت وروستیو غوښتنو غبرګونونه راپارولي


د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت چې طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ته بدل کړی
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت چې طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ته بدل کړی

داسې مهال چې وروستیو کې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ځینو توصیه‌لیکونو کې له خلکو ځینې غوښتنې مطرح کړي، خو ځیني وايي دا یوه شخصي مسئله ده او په دې اړه واک هم باید له خلکو سره وي.

په یوه تازه خپره شوې وېډیو کې په کابل کې د طالبانو حکومت یو عسکر د یوه روغتون پورې اړوند موټر درولی او موټر چلوونکي ته‌یې وايي، په موټر کې د ناستو ښځو مخونه باید لوڅ نه‌وي، دا هغه خبره ده چې وروستیو کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د یوه توصیې په ډول موټر چلوونکو ته کړې.

دا وېډیو په همدې موټر کې ناستې یوې ډاکترې ثبت کړې. دا ډاکتره چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي وايي، نن ورځ هغه مهال چې له روغتون کور ته له خپلو نورو همکارانو سره یوځای ستنېده، د طالبانو له دې ډول چلند سره مخ شوه.

د ښځینه جامو یو مارکېټ چې په‌کې د ښځو عکسونه رنګ او له‌منځه وړل شوي دي.
د ښځینه جامو یو مارکېټ چې په‌کې د ښځو عکسونه رنګ او له‌منځه وړل شوي دي.

هغه د دې پېښې کیسه کوي: "نن کله چې له روغتون کور ته تلو، زموږ لېږدوونکی موټر یې ودراوه. ځانونه‌یې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې کارکوونکي معرفي کړل او ویې‌ویل، ښځې باید اسلامي حجاب مراعت کړي، یوازې باید سترګې معلومې شي او همدا ډول باید بې له محرمه نه‌وي."

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت همدا ډول یو بله توصیه خلکو ته کړې.

د ږیرې نه‌خرېیل، هغه توصیه چې اوس د خلکو د ژبو په څوکو ده او هر ځای یادېږي.

طالبانو په خپل توصیه‌لیک کې لیکلي: "ږیره یو سنت عمل دی او د دې سنت مراعت وکړئ."

هغه څه چې د خلکو غبرګون‌یې راپورته کړی.

د ارزګان اوسېدونکی حکمت‌الله وايي، دا یوه شخصي مسئله ده او باید طالبان د چا په خصوصي مسایلو پورې کار ونه‌لري.

کابل کې د ښځینه‌وو سنګارتون چې ورباندې د ښځو د لګول شویو عکسونه مخونه رنګ او له‌منځه وړل شوي دي.
کابل کې د ښځینه‌وو سنګارتون چې ورباندې د ښځو د لګول شویو عکسونه مخونه رنګ او له‌منځه وړل شوي دي.

دی زیاتوي: "په سلماني کې به ډاډه کېناستو، ږیره او ویښتان به مو سره سم کړل. سټایل به مو ډېر خوند کاوه. اوس په دې نوي انقلاب کې د هېڅ په خوند نه‌پوهېږو چې راګیر مو کړي، وهي مو چې ولې دې ږیره داسې کړې. زموږ په خواهش دوی څه کار لري. د دوی په شخصیاتو مو کار نه‌لرو، پر موږ دې دوی کار نه‌لري. که ګناه ده، که هر څه ده زموږ پر غاړه ده، دوی زموږ په کار کې دې کار نه‌لري."

خو طالبان اوس وايي، دا امر یوازې د توصیې تر حده دی او په عملي کولو کې به‌یې له زور کار وانه‌خیستل شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي‌المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د مرغومې ۱۰» ازادي راډیو ته وویل: "مجاهدین د دې حق نه‌لري چې په خلکو په اجباري توګه دا حکم عملي کړي. دا یوه توصیه ده، موږ به وړاندې د توصیې له مخې ځو او خلکو ته به توصیه کوو."

په ورته وخت کې یو شمېر سلماني لرونکي وايي، په دې اړه‌یې د طالبانو له حکومت کوم رسمي مکتوب نه‌دی ترلاسه کړی، خو دې امر یې پر کار روزګار بد اغېز کړی دی.

هرات کې یو د ښځینه جامو یو دکان چې ورڅخه غوښتل شوي د هغو نانځکو سرونه لیرې کړي چې دوی جامې پرې ځړولې دي.
هرات کې یو د ښځینه جامو یو دکان چې ورڅخه غوښتل شوي د هغو نانځکو سرونه لیرې کړي چې دوی جامې پرې ځړولې دي.

ګل رحمان چې سلماني لري ازادي راډیو ته وویل: "کارونه صفر شوي دي. درې څلور سوه هم نه‌ګټو. نه کار شته او نه‌یې خوند شته."

له دې وړاندې په هرات کې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ریاست له هغو هټۍ‌‌والو چې جامې پلوري غوښتي و چې له هغو نانځکو سرونه لیرې کړي چې لباسونه‌یې پرې راځړولي او که دا کار ونه‌کړي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به ورسره چلند وکړي.

د کابل په ۲۲مه ناحیه کې هم د دې ادارې کارکوونکو له ټولو هغو لوحو د ښځو تصویرونه پاک کړي چې د سوداګرۍ د اعلاناتو په توګه راځړول شوي یا هم انځور شوي وو.

XS
SM
MD
LG