د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

افغان ښځو سره د طالبانو د چلند په اړه د امریکا جمهور رئیس د مرستیالې اندېښنه


په کابل کې د ښځو يو سنګارتون چې د طالبانو د بنديزونو له امله‌يې پر دکان لګېدلي تصويرونه رنګ کړي
په کابل کې د ښځو يو سنګارتون چې د طالبانو د بنديزونو له امله‌يې پر دکان لګېدلي تصويرونه رنګ کړي

په افغانستان کې ورځ تر بلې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په پراخېدو دي.

تازه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کمالا هارېس په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو سره د روان چلند په اړه اندېښنه ښودلې.

هارېس د سي‌بي‌اېس ټلوېزیون د «فېس د نېشن» (FACE THE NATION) خپرونې سره مرکه کې وویل، طالبانو له افغان نجونو او ښځو سره مناسب چلند نه‌دی رعایت کړی.

خو د مېرمن هارېس په خبره، له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی او دوی طالبان څاري څو ډاډه شي چې هلته له نجونو او ښځو ملاتړ کېږي.

هارېس وایي: "له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو په برخه کې زموږ یو له لویو مسایلو په حقیقت کې همدا ټکي دي چې د ښځو او نجونو وضعیت، له دوی سره چلند، زده‌کړو ته د دوی لاسرسی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه زموږ د اندېښنو یادونه چې موږ باید د دې په اړه څه وکړو. له همدې امله دا واقعي مسایل دي او په دې برخه کې د پوښتنې څه نه‌شته."

هارېس وایي له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی
هارېس وایي له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی

د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې وویل، له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ دوام احساسوي او له همدې امله، طالبانو سره کار کوي، څو په دې برخه کې خپلې اندېښنې او ملاحظات له هغوی سره شریک کړي.

خو طالبان بیا وايي، هغه مسؤلیتونه درک کوي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې یې لري.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د خپل هېواد د ټولو وګړو حقوقو ته ژمن دی، هغه که ښځې دي او که نارینه. د هغوی د کار حق، د زده‌کړې حق او په نورو برخو کې حقونه، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او دوی ته به رسېږي."

بلال کریمي وایي "اسلامي امارت" د خپل هېواد د ټولو وګړو حقوقو ته ژمن دی، هغه که ښځې دي او که نارینه
بلال کریمي وایي "اسلامي امارت" د خپل هېواد د ټولو وګړو حقوقو ته ژمن دی، هغه که ښځې دي او که نارینه

د طالبانو د اوسني حکومت چارواکو چې لویه برخه‌یې په دوحه کې د سولې د مرکچي پلاوي غړي هم دي، په ځلونو ژمنه کړې چې د ښځو د حقونو پر وړاندې به ستونزې نه‌جوړوي، خو د حکومت له پیل راهیسې یې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده‌‌کړې او کار بندیزونه لګول شوي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله داسې مهال د طالبانو له‌خوا له افغان ښځو او نجونو سره د کېدونکي چلند په اړه ناخوښه ده چې تازه د طالبانو حکومت امر بالمعروف وزارت د ښځو د سفر په برخه کې هم محدویت وضع کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ښځې له محرم پرته له ۴۵ میله ډېر سفر نه‌شي کولای.

د طالبانو د حکومت دې پرېکړې هم پراخ غبرګونه راپورته کړي.

په دې تړاو په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه پاڼه لاس په لاس کې کېږي، خو رسمي مهر او لاسلیک نه‌لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار دا پرېکړه د افغان ښځو د زنداني کېدو په معنی بللې.

مېرمن بار د فرانسې له ۲۴ ټلوېزیون سره خبرو کې ویلي: "دا د ښځو پر وړاندې د هغو فرصتونو مخه نیسي چې ازاد حرکت وکړي، له یوه ښار بل ته ولاړې شي، سوداګري وکړي او یا هم که چېرې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، فرار وکړي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار

خو د طالبانو حکومت بیا د بشري حقونو د څار سازمان دا ادعا پاروونکي تبلیغات بولي.

د یادونې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت څه موده مخکې، رسنیو ته هم ویلي و چې ښځې باید په ټلوېزیون کې په اسلامي حجاب کې راڅرګندې او دغه‌شان په ډرامو او تمثیلي ټوټو کې راڅرګندې نه‌شي.

اندېښنه دا ده چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو دریځ ورو ورو د دوی د ۹۰مې لسیزې حکومت‌ ته ورګرځي.

هغه مهال ښځو ته د کار او زده‌کړې اجازه نه‌وه، بې له محرمه له کوره نه‌شوی وتلی او تر خوا یې د بورقو په نوم یو ځانګړی حجاب په ښځو واغوسته.

خو له دې ټولو سره سره، طالبان وايي د روانې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د دوی مشر له‌خوا خپور شوی فرمان د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د دوی ژمنتیا ښيي.

هغه فرمان چې په‌کې اصلاً د ښځو د زده‌کړې او کار په اړه هېڅ یادونه نه‌وه شوې او یوازې په نکاح او میراث محدود و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG