د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

کابل کې د ښځو په لاس د جوړو شوېو تولیداتو لپاره بازارونه پرانیستل کېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

داسې مهال چې په افغانستان کې د ښځو په زده‌کړو او کار د طالبانو د حکومت له خوا محدويت لګول شوی، د ښځو د سوداګرۍ د پراختيا شبکه وايي، ډېر ژر به په کابل او ولایتونو کې د ښځو په لاس د جوړو شوېو تولیداتو لپاره بازارونه پرانیستل شي.

د دې شبکې مشرې ممتاز یوسفزۍ ازادي راډيو ته وويل، دا بازارونه ډېر ژر طالبانو سره یوې هوکړې ته له رسېدو وروسته پرانیستل کېږي: "ډېرې متشبثې ښځې چې له نږدې څلور میاشتو راپه دېخوا یې کارونه په ټپه ولاړ دي، اوس ورته د اسلامي امارت له‌څوا ژمنه ورکړل شوې چې تمه ده ډېر ژر يې د تولید شوېو توکو لپاره بازارونه او نندارتونه پرانیستل شي، څو خپل تولیدات وپلوري."

مېرمن یوسفزۍ دا ونه ویل چې دا بازارونه به په کومه نېټه پرانیستل شي، خو زیاته یې کړه چې متشبثې مېرمنې د کال په څلورو فصلونو کې تولید شوي توکي لري.

د دې په خبره، یوازنۍ ستونزه دې توکو ته د لازمو بازارونو نه شتون دی.

نوموړې هیله منه ده چې ښځې په دې سیمه ییزو بازارونو کې خپل تولیدات وپلوري.

د سوداګرۍ د پراختيا لپاره د افغان ښځو شبکې د معلوماتو پر بنسټ، ښځې اوس‌مهال د جامو کنډلو، مربا جوړونې، چپسو، رُب، د چرګو د فارمونو او په نورو ډېرو برخو کې فعاليت کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي، دوی د ښځو د تولید شوېو توکو او د پلور لپاره یې د بازارونو له پرانیستل کېدو ملاتړ کوي.

دی وايي: "موږ له سوداګرو ښځو ملاتړ کوو او هڅه کوو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې داسې زمینه ورته برابره کړو چې خپلې چارې مخ‌ته یوسي. د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ یې د تولیداتو لپاره نندارتونونه جوړ شي. ورو-ورو به یې سوداګري بېرته ښه شي."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد

طالبان داسې مهال دا ژمنه کوي چې د حکومت له پیل راهیسې یې د ښځو په زده‌کړو او کار محدويتونه لګولي دي.

تېرو شلو کلونو کې افغان ښځو له نورو برخو سربېره، د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی و او په ډېرو برخو کې پر ځان بساینې ته نږدې شوې وې او ډېرو نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې وه.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ازادي راډيو سره خبرو کې یو شمېر ښځینه سوداګرو ویلي و، هیله نه لري چې بیا به یې کار روزګار ښه شي، خو دا یې هم ویلي و، که طالبان ورته اجازه ورکړي او امنیت یې خوندي کړي، حاضرې دي چې د افغانستان په اقتصادي پرمختک کې بیا برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG