د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

د افغانو ښځو د حقونو کمپاین؛ له زده‌کړو د نجونو منع کول د ښځو ضد تاوتریخوالی دی


ارشیف، یو شمېر معترضې افغانې مېرمنې
ارشیف، یو شمېر معترضې افغانې مېرمنې

یو په کابل کې یو شمېر ښځو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په وروستۍ ورځ په یو پرېکړه‌لیک کې له طالبانو غوښتي چې افغان نجونو او مېرمنو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي.

د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۲۲» په کابل کې نږدې ۳۵ دغو ښځو چې د ښځو د حقونو فعالانې او د سولې او ازادۍ مؤسسې غړې هم په‌کې وې، په یوې غونډه کې د پرېکړه‌لیک له لارې له طالبانو او نړیوالې ټولنې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

دغه ښخې وایي، په اوسنیو شرایطو کې د نجونو او مېرمنو د زده‌کړه مخنیوی د دوی پر وړاندې تر ټولو لوی تاوتریخوالی دی.

د ښځو له‌خوا په خپاره شوي دې پرېکړه‌لیک کې راغلي دي چې ژر تر ژره دې د نجونو او مېرمنو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې خلاصې شي.

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو مؤسسې رئیسې جمیله ساپۍ وايي: "زده‌کړې د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دي. نالوستي او له زده‌کړو محرمول د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو ډول دی. موږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره دې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې د زده‌کړو د مراکزو دروازې پرانیزي."

ارشیف، دا مېرمنې افغانو ښځو ته د زده‌کړو او کار حقوق غواړي
ارشیف، دا مېرمنې افغانو ښځو ته د زده‌کړو او کار حقوق غواړي

هغو ښخو چې په دې غونډه کې يې برخه اخیستې وه، ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک چې د ښځو، سولې او امنیت په تړاو دی او په هغه کې د دولتونو له لوري د ښځو د حقونو په خوندیتوب تمرکز شوی، باید د طالبانو له لوري هم عملي شي.

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو مؤسسې مرستیالې تورپېکۍ مومند وویل: "دا مېرمنو لپاره ډېر اساسي نړیوال پرېکړه‌لیک دی. اسلامي امارت هم باید په دې پرېکړه‌لیک کې موجود مواردو ته ژمن پاتې شي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د دې پرېکړه‌لیک له پلي کېدو نظارت وکړي او افغان مېرمنې دې د دې پرېکړه‌لیک مواردو څخه محرومې نه‌ساتل کېږي."

د دې افغان ښځو په باور، طالبان باید دوستانه مرستې هم سیاسي نه‌کړي او اړمنو کسانو ته دې ورسوي.

دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو بهیر په مدیریت کې دې افغان مېرمنو ته هم ونډه ورکړي.

د ښځو د حقونو فعاله ګل جان قریشي په دې اړه وايي: "بشرپاله مرستې دې نه‌سیاسي کوي او ټولې هڅې دې وکړي چې په هېواد کې دې د انساني ناورین او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي. دغه‌شان د ښځو حقونه دې یوازې دوی سره په مرسته نه خلاصه کوي، د مرستو رسولو بهیر په مدیریت او رهبرۍ کې دې هم ښځو ته ونډه ورکړل شي."

خو د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق وايي، د دیني علماوو ناسته چې ټاکل شوې ده دېر ژر جوړه شي، دیني علما به په‌کې د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په تړاو خپل نظریات وړاندې کړي.

وثیق زیاتوي: "کومه ناسته چې جوړېږي، د مېرمنو د حقونو او حکومتوالۍ په تړاو ده. موږ ورسره مواجه کېږو. له شرعي پلوه ارزیابي کېږي او یوه حل‌لاره ورته لټول کېږي."

احمدالله وثیق وايي، د دیني علماوو په ناسته کې به دیني علما د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په تړاو خپل نظریات وړاندې کړي.
احمدالله وثیق وايي، د دیني علماوو په ناسته کې به دیني علما د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په تړاو خپل نظریات وړاندې کړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له‌منځه وړلو کمپاین نړیوال دی چې هر کال د نومبر میاشتې په ۲۵مه نمانځل کېږي او ۱۶ ورځې دوام کوي.

د دې کمپاین هدف د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی او د دوی لپاره د حقونو غوښتل دي.

سږ کال د لومړي ځل لپاره دغه ورځ د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې ونمانځل شوه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پیل تر دې دمه، یو شمېر نجونې او ښځې د زده‌کړو او کار له حقونو بې‌برخې ګرځول شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG