د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

کابل ښار کې لاريون: د طالبانو له حکومته د عدالت او برابرۍ غوښتنه کوو


کابل ښار کې د يو شمېر پوهنتون استادانو، محصلانو او مدني فعالانو لاريون
کابل ښار کې د يو شمېر پوهنتون استادانو، محصلانو او مدني فعالانو لاريون

کابل ښار نن یو ځل بیا د لسګونه کسانو د لاریون شاهد وو.

يو شمېر د پوهنتون استادانو، محصلانو او مدني فعالانو د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د ليندۍ ۱۵» په کابل ښار کې د یو لاریون پر مهال د شعارونو په ورکولو سره د طالبانو له حکومته د عدالت او برابرۍ غوښتنه وکړه.

د دغو کسانو شمېر له ۳۰ تر ۴۰ کسانو وو.

دوی د زده‌کړو په ځانګړي ډول د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو د مرکزونو د تړلي پاتې کېدو په وړاندې اعتراض وکړ.

د طالبانو د حکومت له پیله چې څلور میاشتې کېږي یو شمېر تعلیمي ادارې، په ځانګړي ډول دولتي پوهنتونونه لاهم تړلي دي.

دغه مسئلې زیات شمېر ښوونکي، محصلان او مدني فعالان اندېښمن کړي دي.

د دغه اعتراض یو جوړوونکي محمد صابر انسان‌دوست ازادي راډیو ته وویل، هم‌پالنه، د عدالت ټینګښت، د ښځو او اقلیتونو د حقونو ساتل، د ټولو انساني ارزښتونو ساتل او د ټاکنو له لارې د یوه حقوقي نظام ټینګښت د دوی غوښتنې دي.

کابل ښار کې يو شمېر معترضان
کابل ښار کې يو شمېر معترضان

ښاغلی انسان‌دوست زياتوي: "د افغان په وړاندې د افغان جګړه د شرم وړ ده او یوازنۍ لار چې دې هېواد ته ټیکاو راوستی شي، د یو بل منل دي. طالبان اوس د افغانستان حاکمان دي او باید له ټولو اړخونو سره روغه جوړه وکړي، له دې پرته به جګړه نور هم زور واخلي او ستونزې به ډېرې شي."

شمیلا په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې او د همدې لاریون یوه ګډونواله ده، هغه له طالبانو غواړي چې ښځو ته دې د تعلیم حق ورکړي.

شميلا وايي: "ښځه هم انسانه او ټولنیز موجود دی. الله جل جلاله ښځې ته د انسان خطاب کړی او طالبان هم باید دا ومني. که ښځه تعلیم ونه‌کړي، نو ټولنه به بې‌تعلیمه پاته شي، نو طالبان اړ دي چې دا حقیقت ومني."

د دې ترڅنګ، نظر محمد د پوهنتون محصل هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

کابل ښار کې يو شمېر معترضان
کابل ښار کې يو شمېر معترضان

دی وايي: "د طالبانو حکومت باید نجونو او هلکانو ته د تحصیل او کار زمینه برابره کړي، ترڅو موږ خپل هېواد ته کار وکړو او خپل وطن اباد کړو."

بل لور ته د طالبانو حکومت وایي، د حکومت په جوړښت کار روان دی او په دغه حکومت کې به ټول افغانان یو شان حق ولري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، هر هغه څوک چې شکایت لري، دوی حاضر دي ورسره خبرې وکړي او ستونزه‌یې حل کړي.

ښاغلي مجاهد وويل: "افغانان به خپل حقونه ولري او خپل هېواد ته به کار وکړي. اوس هم زموږ په حکومت کې څوک محرومه نه‌دي پاتې. که څوک داسې فکر لري، نو موږ غواړو تشویش‌یې لیرې شي او کولای شي له موږ سره خبرې وکړي، که چا ګېله درلوده، نو موږ به‌یې د حل لپاره هڅه وکړو."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

پر افغانستان د طالبانو د حکومت له پیله څلور میاشتې تېرېږيي، خو لاهم د ځینو تحصیلي او کاري ادارو چارې له نا معلوم برخلیک سره مخ دي.

داسې یو وضعیت چې ځیني تحصیلي بنسټونه تړلي دي، د دولتي ادارو ډېری ښځینه کارکوونکې خپلو دندو ته د تلو حق نه‌لري او د دولتي ادارو ځیني نارینه کارکوونکي هم د معاش له نه‌ترلاسه کولو شکایت لري.

طالبان هم دا ستونز مني او څو ځلې یې د حل کېدو ژمنه کړې، خو د حل لپاره‌يې جدي اقدام نه‌دی شوی.

XS
SM
MD
LG