د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

طالبانو د مدافع وکیلانو د ټولنې غړو ته د رسنیزې غونډې اجازه ورنه کړه


ارشیف، کابل کې وسله وال طالبان
ارشیف، کابل کې وسله وال طالبان

د طالبانو حکومت د مدافع وکیلانو د ټولنې غړو ته د مطبوعاتي کنفرانس اجازه ورنه کړه.

ټاکل شوې وه دا کنفرانس نن یکشنبه سهار په کابل کې ترسره شي.

هغه انځورونه چې ازادي راډیو ته رسیدلي ښیي چې، طالبان د کنفرانس سیمي ته د مدافع وکیلانو د تلو مخه نیسي.

ټاکل شوې وه دغه مطبوعاتي کنفرانس د طالبانو حکومت له عدلیي وزارت سره د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې د یوځای کېدو پر وړاندې د اعتراض لپاره نن یکشنبه په کابل کې ترسره شي.

مدافع وکیلان وایي، کوم هوټل چې ټاکل شوې وه یاد مطبوعاتي کنفرانس په کې جوړ شي، د طالبانو له لوري کلابند شو او مدافع وکیلانو او خبریالانو ته د ورتلو اجازه ورنه کړل شوه.

د هغوی په خبره طالبانو ان د ځینو مدافع وکیلانو شخصي ټیلیفونونه هم وکتل او ځینې نور ان د سیمي له پرېښودو وروسته هم د طالبانو تر تعقیب لاندې وو.

د دغه ټولنې ویاند معروف هاشمي ازادي راډیو ته وویل: "ټول وکیل صاحبان یې له سیمي وشړل، موږ ته یې د هېڅ راز عکاسۍ، فلم اخېستو او لاریون او شعار ورکولو اجازه رانه کړه."

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي د دغه کنفرانس د مخنیوي لامل له اړوندو امنیتي ادارو سره د کنفرانس د جوړونکو نه همغږي بولي: "هر هغه کنفرانس چې له امنیتي مسوولینو سره له همغږۍ پرته جوړ شي، غیرقانوني دی او باید مخه یې ونیول شي."

طالبانو پر افغانستان له بشپړ حاکمیت او له څو لاریونونو او اعتراضونو وروسته، پر اعتراضي خوځښتونو محدودیتونه لګولي او اعلان یې کړی چې له اړوندو ادارو سره له وړاندینې هغمږې پرته دغه راز حرکتونه غیرقانوني دي.

د طالبانو حکومت څو ځلي د اعتراضي حرکتونو او راټولېدنو، په ځانګړي ډول د ښځو د اعتراضونو مخه نیولې.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له عدلیي وزارت سره د د مدافع وکیلانو د ټولنې له یوځای کولو د وکیلانو اندېښنه دا ده چې وروسته له دې به ونه شي کولی چې د پخوا په څېر د خپلو موکلینو له حقونو په ازاده توګه دفاع وکړي.

د دې وکیلانو له ډلې یوې مدافعې وکیلي چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي ازادي راډیو ته وویل: "ټولې رسنۍ دغه کنفرانس ته رابلل شوې وې چې دوی هغه موارد راپور کړي چې له عدلیې وزارت سره به د مدافع وکیلانو ټولنې یوځای کول د عدالت په بهیر څه ناوړه اغیز پرېباسي."

خو د عدلیي وزارت وایي، د مدافع وکیلانو په خپلواکۍ کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلې او دوی به په خپلو کړنو کې خپلواک وي.

د دې وزارت ویاند محمد بشار ازادي راډیو ته وویل: "دوی مستقل دی، په خپل کاري اډانه کې خپلواکي لري او دا چې څه ډول دفاع او څه ډول خدمت وکړي. البته هغه څه چې دا ټولنه ورته اړتیا لري، هغه دا دي چې باید رسمي شي او له عدلیي وزارته د خپل کار جواز لیک واخلي."

د مدافع وکیلانو د ټولنې د غړو په وینا، د دې ټولنې په تړل کېدو سره ۶۰۰۰ مدافع وکیلانو بې کاره شوي چې له دې ډلې ۱۶۰۰ یې مېرمنې دي.

د مدافعې وکیلانو د ټولنې غړو څه موده مخکې هم د طالبانو له لوري دغې ټولنې ته د سرپرست ګمارلو او دغه راز د دولتي ادارې په توګه د دغې ټولنې په څرنګوالي اعتراض کړی وو.

د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنه د مدافع وکیلانو د نړیوالې شورا د قانون پر بنسټ جوړه شوې او په افغانستان کې د دغې ټولنې له جوړېدو بیا د طالبانو تر حکومته، په خپلواکه توګه یې فعالیت کاوه او مالي لګښتونه یې هم د وکیلانو له لوري ورکول کېدل.

XS
SM
MD
LG