د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ بار: د بشري حقونو له پلوه افغانستان سختې ورځې ګالي


ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې
ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې

سږ کال د بشري حقونو نړیواله ورځ داسې مهال را رسېږي چې په افغانستان کې دا حقونه او په تېره بیا د ښځو د حقونو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ بلل کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار وایي، افغانستان د بشري حقونو له پلوه بد وضعیت او سختې ورځې ګالي.

هغې له ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کې وویل: "دا د بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو د حقونو لپاره یو ورانونکی او سخت وخت دی، په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي او په دې فکر کې دي چې څنګه له دې شرایطو سره ځان برابر او مخته ولاړې شي."

له کله چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه نېټه کابل ونیوه، نجونې په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو بې برخې شوې او د اکثرو ادارو ښځینه کار کوونکې هم پر کورونو کیناستې.

هیدر بار وایي، افغانستان د بشري حقونو له پلوه بد وضعیت او سختې ورځې ګالي.
هیدر بار وایي، افغانستان د بشري حقونو له پلوه بد وضعیت او سختې ورځې ګالي.

طالبان وایي، پر داسې تګلارې کار کوي چې له مخې یې ټولو نجونو ته په اسلامي چوکاټ کې د زده کړو زمینه برابره شي.

هیدربار بیا د ښځو د یو شمېر نورو فعالانو په څېر د طالبانو دغې ژمنې ته د شک په سترګه ګوري.

په افغانستان کې پر ښځو د تعلیم او کار د کړۍ تنګولو خپله مېرمنې او نجونې هم اندېښمنې کړي دي.

په خوست کې یوې نجلۍ چې د طب په برخه کې له نیمه لوړو زده کړو فارغه شوې ازادي راډیو ته ویلي چې خپلې راتلونکې ته اندېښمنه ده: "اندېښنه مې دغه ده چې زموږ سرنوشت نه دی معلوم، زه پوهنتون نه فارغه شوم خو سرنوشت نه لرم، اوس پوهنتون نه فارغه شوم زه به سېده کور ته ځم، معلومه نه ده چې وظیفه به لرم او که نه؟ کومې هیلې مې چې لرلې هغه نورې هم ماتې شوې."

طالبانو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار حقونه خوندي کوي، خو ځینې بیا نیوکه کوي چې د طالبانو دا دریځ ډېر واضح نه دی.

له کله چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه نېټه کابل ونیوه، نجونې په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو بې برخې شوې
له کله چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه نېټه کابل ونیوه، نجونې په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو بې برخې شوې

تازه طالبانو د ښځو د کورنیو حقونو په اړه یو شپږ ماده ییز فرمان صادر کړ چې په نکاح کې د دوی د خوښې، په بدو کې د نه ورکړې او ورته نورو مسایلو ور ټول دی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان بیا وایي، طالبان تر ډېره په خپلو ژمنو نه دي ولاړ.

د دغه سازمان په باور، طالبانو د عمومي عفوې سره-سره یوازې په ۴ ولایتونو کې د پخواني حکومت سل پوځیان وژلي یا تري تم کړي دي.

په همدې اوونۍ کې امریکا، اروپایي ټولنې او ۲۲ نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دا ادعاوې له بشري حقونو جدي سرغړونې په ګوته کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت بیا دا ادعاوې رد کړې او وېې ویل، که شواهد او اسناد پیدا کړي وبه یې څېړي.

XS
SM
MD
LG