د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

افغانستان کې د زده‌کړو له بندېدو وروسته ځینې محصلینې 'جبري ودونو' ته اړې شوي


ارشیف، د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین
ارشیف، د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین

یو شمېر افغان ښځینه محصلینې وایي د طالبانو له لوري د زده‌کړو له بندېدو وروسته، د خپلو کورنیو له‌خوا ودونو ته مجبوره شوي، خو دوی په‌کې رضایت نه‌لري.

‎دوی چې د طب او د حقوقو پوهنځیو محصلینې دي وايي، کورنۍ يې له يوې مياشتې راهيسې ورته وايي چې د زده‌کړو دروازې تړلې دي او بايد خپلو ولايتونو ته بېرته ستنې شي.

‎دغه محصلینې وايي، له واده کولو نه‌یې لوړ ارمانونه وو چې د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې به زده‌کړې کوي، خو د رژيم بدلون او د پوهنتونونو او ښوونځيو د دروازو تړل کېدو د دوی ټول ارمانونه له‌منځه يوړل.

يو له دغو نجونو منيلا ده چې د خپلو زده‌کړو د دوام او یوه ورځ د رهبر کېدو خوبونه‌یې درلودل، خو اوس چمتووالی نیسي چې بدخشان ولایت ته بېرته ستنه شي او واده کول قبول کړي.

‎منيلا ملک‌زاده قومي او کليوالي دودونه پرېښي وو او څلور کاله وړاندې کابل ته د زده‌کړو لپاره راغلې وه او د حقوقو او سياسي علومو د شپې پوهنځي کې يې زده‌کړه کوله.

هغې د خپل ډيپلوم څخه دفاع هم کړې وه او ټاکل شوې وه چې د ماسترۍ لپاره چمتووالی ونيسي، خو اوس مجبوره ده چې بېرته کليوالي ژوند ته مخه کړي او د کورنۍ په خوښه واده وکړي.

ارشیف، یوه افغانه محصله چې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته هڅه کوي په کور کې خپلې زده‌کړې او مطالعې ته دوام ورکړي.
ارشیف، یوه افغانه محصله چې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته هڅه کوي په کور کې خپلې زده‌کړې او مطالعې ته دوام ورکړي.

‎دا وايي: "موږ د بدخشان د یوه ليرې پراته کلي اوسېدونکي یو، زه له یوې غریبې کورنۍ څخه راغلې یم. له ټولو ستونزو سره سره چې ما په خپل ژوند کې لیدلي، له خپلې بې‌وزلۍ سره کابل ته د زده‌کړې لپاره راغلم تر څو د هغو ښځو غږ اوسم چې ځورول کېږي او ودونو ته په جبر اړ ایستل کېږي، خو نن زما کیسه هم همداسې شوه. ما له واده نه لوړ خوبونه درلودل، ماستري او دوکتورا کول. که په رښتیا طالبان ځانونه مسلمانان بولي، نو په قران کې یې چېرته ویلي چې ښځې باید زده‌کړې ونه‌کړي؟"

‎منيلا وايي، خوب‌يې دا و چې يوه ورځ به رهبره شي، د ښځو د تاوتريخوالي غږ به پورته کړي او د خلکو خدمت به وکړي، خو اوس‌يې کورنۍ ورته ويلي چې نور د زده‌کړو دروازې تړل شوې دي او بايد ولايت ته راستنه شي او له خپل یو کليوال سره واده وکړي.

‎شبنم د باميانو ولايت اوسېدونکې ده او په طب کې یې زده‌کړې کولې. هغه وايي چې پنځه کاله وړاندې کابل ته راغله، په دې هيله چې يوه ورځ به سپينه چپنه واغوندي، د غاښونو د څانګې د درېيم ټولګي محصله وه چې طالبان کابل ته ننوتل.

شبنم وايي چې څو ځلې يې د خپلې کورنۍ غوښتنو ته غاړه نه‌ده ایښې او نه‌يې غوښتل چې ژر واده وکړي، شپه او ورځ‌يې له خپلو ټولګیوالو سره سيالي کوله، تر څو په ټولګي کې لومړی مقام وګټي.

شبنم زياتوي: "زه پنځه کاله وړاندې له بامیان څخه کابل ته راغلم. دا چې نورو نجونو نه‌شو کولای په لیلیه کې واوسېږي، نو د خپلو ډېرو ارمانونو پوره کولو ته ونه‌رسېدم، زه مأیوسه شوې یم، ما په ډېرې سختۍ سره زده‌کړې وکړې، اوس په کابل کې یوازې نه‌شم کولای واوسېږم، د درسونو برخلیک مو معلوم نه‌دی او درسونه مې په نیمه لار پاتې شول، زه ډېره ماته شوې یم."

ارشیف، د افغانستان دایکنډي ولایت کې یوه مور چې له ماشوم‌یې په غېږ کې دی او پوهنتون ته داخلېدو ازموینه کې یې د نورو نجونو او هلکانو سره ګډون کړی دی.
ارشیف، د افغانستان دایکنډي ولایت کې یوه مور چې له ماشوم‌یې په غېږ کې دی او پوهنتون ته داخلېدو ازموینه کې یې د نورو نجونو او هلکانو سره ګډون کړی دی.

فتانه له بلخ ولایت څخه کابل ته راغلې وه، هغه لا ۱۳ کلنه وه چې کورنۍ یې غوښتل هغه د خپلو خپلوانو له یوه کس سره په نکاح کړي.

‎فتانه د جزايي حقوقو او څارنوالۍ محصله وه. هغه وايي چې د زده‌کړې خوب‌يې درلود، څو ځلې يې واده ته نه وويل او په دې هدف چې په راتلونکي کې به هېواد ته خدمت کوي، کابل ته راغلې وه، خو اوس بلخ ته له بېرته ستنېدو وېره لري.

‎هغه وايي، هیله‌یې وه چې له خپل تحصيلي سند سره خپل ولايت ته لاړه شي او د خپل ولايت د کليو خلکو ته خدمت وکړي.

فتانه وايي: "شپږ اووه کاله کېږي چې د کم عمره ودونو په اړه مې د کورنۍ او خلکو خبره ونه‌منله او کابل ته راغلم او زده‌کړه مې وکړه، اوس چې بلخ ته بېرته ځم، نه‌پوهېږم چې مور او پلار به زموږ په اړه څه پرېکړه کوي؟ ټولې هیلې مې له لاسه ورکړلې، زه له سلو هیلو سره راغلې وم."

‎د افغانستان د جمهوري ریاست د بشري حقونو خپلواک کمېسیون جبري ودونه، په بدو کې د ښځو ورکول او د ښځو مړینه د کورني تاوتریخوالي له لاملونو څخه بللي وو.

کابل کې د افغانستان د بشري حقونو مخکېني خپلواک کمېسیون دفتر
کابل کې د افغانستان د بشري حقونو مخکېني خپلواک کمېسیون دفتر

‎ازادي راډيو وغوښتل په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلي، د دوی ویاندویانو اړیکو او پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه، خو مخکې له دې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و چې ښځې د ملي ګټو او اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده‌کړو حق لري او د دوی حکومت به‌یې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د دې حقونو زمینه ورته تنظیم کړي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د رهبر ملا هبت‌الله له لوري د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان خپور شو.

په دې فرمان کې په زور د ښځو ودول، په بدو کې ورکړه او د دوی له خوښې پرته‌یې نکاح ته مجبورول منع کړل شوي، خو د دوی د دوو بنسټیزو غوښتنو زده‌کړې او کار په اړه هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

هغه څه چې وروسته‌یې د ګڼو نړیوالو سازمانو ترڅنګ پر خواله رسنیو هم د ښځو غبرګونه راپارولي وو.

‎له دې وړاندې د بشري حقونو څار نړیوال سازمان بار بار ویلي چې طالبان باید د نجونو د زده‌کړو مخه ونه‌نیسي ځکه دا کړنه به‌یې په دغه هېواد کې د کم عمره نجونو د ودولو د زیاتوالي او د ښځو او نجونو د پرمختګ د مخنیوي لامل وګرځي.

‎بل‌خوا یو شمېر دیني عالمان له تعلیمه د نجونو محرومول د اسلامي اصولو خلاف چاره بولي.

‎له دې ډلې مولوي عبدالقادر قانت ازادي راډیو ته وویل چې تعلیم د ښځینه‌وو او نارینه‌وو حق دی، د قرانکریم لومړنی ایت په «اقرا» یعنې ووایه پیل شوی او دا هغه حق دی چې الله پاک بنده‌ګانو ته‌یې ورکړی، نو باید هېڅ‌څوک له نجونو او ښځو دا حق وانه‌خلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG