د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

افغانه زده کوونکې ستوده فروتن، د نړۍ د ۲۵ اغېزلرونکو مېرمنو په نوملړ کې راغله


ستوده فروتن
ستوده فروتن

افغانه زده کوونکې ستوده فروتن چې نوم يې د نړۍ په ۲۵ اغیز لرونکو مېرمنو کې راغلی دی، یو ځل بیا له طالباانو غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

هغه چې د نجونو د زده کړو د حقونو په مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال مشهوره شوه وايي چې د وینا لپاره یې هېڅ مخکېنی چمتووالی نه درلود او یوازې یې د افغانستان د ټولو دردېدلو مېرمنو د زړونو خبرې مطرح کړي دي.

ستوده فروتن د لسم ټولګي زده کوونکې ده او ۱۵ کاله عمر لري.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د هغې نوم د نړۍ د ۲۵ اغېز لرونکو مېرمنو په نوملړ کې راوستی دی.

ستوده وروسته له هغې شهرت ته ورسېده چې هرات کې يې د طالبانو پر وړاندې په یو محفل کې د افغانو مېرمنو د حقونو لپاره غږ پورته کړ.

هغې په خپله وینا کې له طالبانو غوښتي و چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي، دا ښایي هغه څه وو چې د طالبانو پر وړاندې د یوې ماشومې نجلۍ له لوري یې ویل بې سارې وو.

ستوده فروتن ازادي راډیو ته وویل، مخکې له دې چې چمتووالی ونیسي، د افغانستان د ټولو مېرمنو د زړونو خبره يې مطرح کړي: "وروسته له هغه چې ما وینا وکړه، د طالبانو یو مشر پورته شو او زما خبرې يې په کلکو ټکو رد کړې او وې ویل چې ستا خبرې هغه خبرې دي چې امریکایانو ستا په ذهن کې ځای پرځای کړي دي او له اسلام وتلې خبرې دي. ستا دغه خبرې اشتباه دي او زموږ په اړه ناسم تبلیغات کوي، خو داسې نه و، زما خبرې نه له اسلامه وتلې وې او نه هغه و چې ماته دې امریکایانو ویلې وي. دا هغه خبرې وې چې د افغان نجونې په زړه کې وې."

په هرات کې د نجونو یو ښوونځی
په هرات کې د نجونو یو ښوونځی

که څه هم د ستوده له وینا څه موده وروسته طالبانو په هرات ولایت کې نجونو ته اجازه ورکړه چې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو وروسته یې بېرته له شپږم ټولګیو څخه پورته زده کوونکو باندې ښوونځي ته پر تګ بندیز ولګاوه.

ستوده یوځل بیا له طالبانو غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او مېرمنو پر مخ خلاصې کړي: "زه د طالبانو له حکومته غواړم چې لطفآ زده کوونکو او محصلینو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي."

ستوده د حق غوښتنې او وینا مخینه لري او د بې وزله ماشومانو لپاره د خپلې په جوړو شوېو مراسمو کې د خپلې بې ساري وینا له امله یې د یوې مرستندویه موسسې له لوري د مهربانۍ مډال هم ترلاسه کړی دی.

د ستوده پلار محمد احسان فروتن وايي، لور یې له اووه کلنۍ وروسته هغه استعداد چې درلود، په ښوونځي او محافلو کې وینا والي پر غاړه اخېستله.

د فروتن په خبره، د ستوده د لس کلنۍ په ویاړ جوړ شویو مراسمو کې چې هغه کې د ولسي جرګې دغړو په شمول دوه زره کسانو برخه اخیستې وه، د هغې وینا له زیات هر کلي سره مخ شوه.

هغه ازادي راډیو ته وویل:"غوښتل مې د افغانستان ماشومانو ته کتابچې او قلمونه راټول کړم، کله چې ستوده خپله وینا وکړه، د ټولو سترګې له اوښکو ډکې شوې او د درناوي لپاره په پښو ودرېدل. "

زده کړه د ستوده په کورنۍ کې مخینه لري.مور يې ښوونکې او نیا یې ډاکټره ده.

ستوده فروتن وايي، هېڅکله یې فکر نه و کړی چې د ستوده وینا په نړیواله کچه وستایل شي او نوم يې د نړۍ د تاثیر لرونکو مېرمنو په ډله کې راشي: "ډېره خوشحاله یم. دغه خوښي په کلېمو کې نه راخیستل کېږي چې ویې ستایم، خو تاسو ته باید ووایم چې دغه خوشحالي یوازې زما نه ده، دا د ټولو هغو مېرمنو لپاره ده چې د ښځو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي."

هغه وايي، غواړي خپلې لارې ته ادامه ورکړي او د افغانستان له نورو مېرمنو غواړي چې نوموړې یوازې پرېنه ږدي.

د افغانستان په شمال کې د نجونو یو ټولګی
د افغانستان په شمال کې د نجونو یو ټولګی

وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، ستوده هرات ولایت کې د میلاد النبي په مناسبت جوړ شوي یو محفل ته وینا وکړه.

هغې په خپلې وینا کې د اسلام له نظره زده کړو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې مېرمنې د زده کړو حق لري، څو ټولنې ته ښه اولادونه وړاندې کړي.

د هغې وینا څو ورځې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېده، هغه وینا چې تر نړیوالو هم ورسېده.

پاکستان کې د نجونو د زده کړو د حق غوښتنې فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم له ستوده سره په آنلاین ډول خبرې وکړې.

هغه اوس د یوې مبارزې مېرمنې په نوم پېژندل کېږي او احتمالآ چې پر وړاندې به یې زیات خنډونه هم راپورته شي، خو کورنۍ يې له افغان نجونو پر ملاتړ ټینګار کوي.

طالبانو هم د نړۍ د ۲۵ اغیز لرونکو نجونو په ډله کې د ستوده له راتللو وروسته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG