د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د بشري حقونو د څار سازمان '۲۰۲۱م' د افغان مېرمنو د حقونو لپاره بد کال بولي


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوه چارواکې وايي، ۲۰۲۱میلادي کال چې لا یې لس ورځې پاتې دي، د افغان ښځو د حقونو لپاره بد کال و.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوه چارواکې وايي، ۲۰۲۱میلادي کال چې لا یې لس ورځې پاتې دي، د افغان ښځو د حقونو لپاره بد کال و.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ یوه چارواکې ۲۰۲۱میلادي کال چې لا یې لس ورځې پاتې دي، د افغان ښځو د حقونو لپاره بد کال بولي.

د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو د نړۍ په زیاتو برخو کې د ښځو لپاره ځینې نتایج لرل.

اغلې بار زیاته کړه: "۲۰۲۱میلادي کال د ښځو د حقونو لپاره بد کال و. په دې کال کې ځینې مهمې بریاوې وې، خو افغانستان ته د طالبانو د راستنېدو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې کمزوري عکس العمل، په ټولو ځایونو کې د ښځو لپاره ځینې نتایج درلودل. دا موږ ته وايي چې موږ او زموږ حقونو ته څومره لږ درناوی کېږي."

په افغانستان کې د بشري حقونو له پلوه "ورانوونکې" ورځې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:00 0:00

ګڼ څارونکي په دې باور دي چې د اګسټ په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د تېرو شلو کلونو پر مهال په اوبو د ښځو د لاسته راوړنو د لاهو کېدو د خطر لړۍ پیل شوه.

په افغانستان کې د خبریالانو د دفاع کمېټې او د خپلواکو خبریالانو ټولنې ویلي، تېرو څلورو میاشتو کې شااوخوا ۲۰۰۰ ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له افغانستانه وتلو ته مجبوره شوي.

په تېرو څه باندې شلو کلونو کې د لومړي وار لپاره د افغانستان په زیاتو ادارو کې ښځې له کاره منع شوې او په دولتي پوهنتونونو کې هم د نجونو تحصیل ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

د دې ترڅنګ نن پنځه نویمه ورځ ده چې په اکثرو ولایتونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې نه شي کولی.

طالبانو مخکې ویلي وو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکړل شي او دغې ډلې د نجونو د تعلیم په اړه د یوې لایحې د جوړولو خبره هم کړې وه چې تر اوسه له خلکو سره نه ده شریکه شوې.

تېرو څلورو میاشتو کې شااوخوا ۲۰۰۰ ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي
تېرو څلورو میاشتو کې شااوخوا ۲۰۰۰ ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي

مضلفه کاکړ چې د فعالې او خبریالې په توګه کار کوي وايي، طالبان لا هم نه دي توانېدلي د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په اړه کومه مشخصه تګلاره وړاندې کړي: "د طالبانو د نظام څلور میاشتې یا تر هغې زیاته موده کېږي، خو تر اوسه داسې چوکاټ رامنځته نه کړ چې ووايي، اوس ښځې کولی شي خپل کار ته دوام ورکړي. اوس ښځې کولی شي په ټول ګډونه حکومت کې ونډه ولري. یا اوس ښځې کولی شي په ارام زړه خپلې دندې ته دوام ورکړي. اوس پوښتنه ولاړېږي کله چې دوی ونه توانېږي په څلورو میاشتو کې د ښځو لپاره یو چوکاټ رامنځته کړي، نو وروسته به د ښځو په وړاندې څه دریځ لري؟"

تر اوسه ټولو ادارو ته د طالبانو له خوا د ګمارل شوېو کسانو په لېستونو کې د یوې ښځې نوم هم نه دی تر سترګو شوی، طالبانو مخکې ژمنې کړې وې چې ښځې به پر مهمو څوکیو هم د کار اجازه ولري.

طالبانو په وروستیو کې د ښځو د کورنیو حقونو په اړه یو شپږ ماده ییز فرمان صادر کړ چې په نکاح کې د دوی د خوښې، په بدو کې د نه ورکړې او ورته نورو مسایلو ور ټول دی.

په دغه فرمان کې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم د حق په اړه وضاحت نه و ورکړل شوی، په همدې حال کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان بیا وایي، طالبان تر ډېره په خپلو ژمنو نه دي ولاړ.

XS
SM
MD
LG