د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د افغان خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
دغې ټولنې د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۰» په خپله لومړنۍ ملي ناسته کې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې په هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځینه خبریالانو ته جدي زیانونه واوښتل او په دې موده کې ۹۵ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د دغې ټولنې اجرائیوي مشر حجتالله مجددی په دې ناسته کې وویل: "نن د خبریالانو ملي ناسته د ۳۴ ولایتونو نه د خبریالانو د استازو په ګډون جوړه شوه او دوی خپلې ستونزې مطرح کړې او له اسلامي امارتهیې وغوښتل چې د ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي او د ازادې خبریالۍ زمینه دې ورته برابره کړي."
د دغه بنسټ د راپور له مخې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان ډېرو ازادو رسنیو خپل فعالیت ودراوه چې له املهیې په ټوله کې له ۷۰ سلنه زیات خبریالان بېدندو شول.
ښاغلی مجددي وایي له همدې امله د خبریالانو نړیوال فدراسیون له افغان خبریالانو سره ۱۰ زره یورو مرسته کړې چې په اړمنو خبریالانو به ووېشل شي.
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د دغې غونډې په پای کې د یو پرېکړهلیک په ترڅ کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د اوسنيو حساسیتونو په درک کولو سره دې د خبریالانو له مشورو پرته دوی ته داسې کړنلارې نهجوړوي چې د خبریالۍ او رسنیو د فعالیتونو د بندېدو لامل شي.
په دې پرېکړهلیک کې راغلي چې د طالبانو حکومت باید ژر تر ژره اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او د خپلو ویاندویانو او نورو ادارو رسنیز دفترونه دې فعاله کړي.
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دغو غوښتنو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د رسنیو او بیان ازادۍ ملاتړ کوي، د ټولو رسنیو نشرات روان دي، تر اوسه په هېڅ رسنۍ محدودیت نهدی لګېدلی او له رسنۍ څوک نهدي ویستل شوي، بلکې برعکس ملاتړ یې کېږي."
ښاغلی کریمي وایي یو شمېر هغه خبریالان چې بېکاره شوي دي لاملیې د رسنیو د مالي ملاتړو او سرچینو له لاسه ورکول دي.
له دې مخکې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې د هغوی پر خپرونو ځیني محدودیتونه لګولي چې غبرګونونهیې هم راوپارول.
خو وروسته د طالیانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د امر باالمعروف وړاندیزونه یوازې د سپارښتنو تر حده دي او عملي کولیې جبري نهدي.