د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

ايا د افغانو رسنیو لپاره د طالبانو نوي اصول بیان ازادي او رسنۍ محدودوي؟


کابل کې يوه خصوصي رسنۍ
کابل کې يوه خصوصي رسنۍ

طالبان ادعا کوي چې د رسنیو د محدودولو په لټه کې نه‌دي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وروسته له هغه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه چې د رسنیو په اړه د طالبانو یوې کړنلارې ګڼ غبرګونونه پارولي.

طالبانو پرون یوه اته ماده‌ییزه کړنلاره خپره کړې چې په‌کې ټلوېزیونو ته امر شوی د شریعت او افغاني ارزښتونو خلاف فلمونه، مزاحیه او تفریحي پروګرامونه او داسې ډارمې خپرې نه‌کړي چې چاته سپکاوی شوی وي یا یې ممثلینې ښځې وي.

دوی همدارنګه ویلي چې ښځینه خبریالانې حجاب رعایت کړي او ټلوېزیونونه دې د پيغمبرانو او اصحابو په اړه فلمونه قطعاً نه‌خپروي.

له عاکف مهاجر سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه کړې چې ایا د دوی دا اصول د بیان او رسنیو ازادي نه‌محدودوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG