د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

ایران کې بې برخلیکه پخواني پوځیان، د طالبانو پر عمومي عفوې بې باوره دي 


د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر ځواکونه - ارشیف
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر ځواکونه - ارشیف

" هغه وخت مو مالي وضعیت ښه و، د میاشتې مې له ۱۷ زرو تر ۱۸زرو افغانیو معاش اخیست چې د ژوند ښه ګوزاره مې کېدله."

عبدالشکور زوري ۳۲ کلن دی، چې وايي شپږکاله یې د ملي اردو په چوکاټ کې په نیمروز ولایت کې د افسر په توګه دنده ترسره کړې ده.

کله چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان طالبانو ولکه ټینګه کړه او د افغانستان د تېر جمهوري نظام امنیتي او دفاعي ځواکونه سره دړي وړي شول، د ټولو لپاره د ژوند لوری بدل شو.

زوري هم تر هغه تحول وروسته د طالبانو له خوا د وژل کېدو له ډاره د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره په قاچاقي ډول ایران ته لاړ.

هغه په ایران کې د خپل ژوند د وضعیت په باب ازادي راډیو ته وویل: "همدا اوس مې وضعیت او حال خراب دی. هېڅ نه پوهېږم څه وکړم او پر کومه لاړ شم. له یوه او بل کس پیسې پور کوم. نه پوهېږم د کوم یوه پور پرې کړم؟ د پور د ورکولو پیسې او د کور لګښتونه برابر کړم، که د کور کرایه ورکړم؟ د کور خاوند هم وايي چې ووځئ، ځکه عاید نه لرئ او لاړ شئ ځانونو ته کور پیدا کړئ، هېڅ نه پوهېږم کوم کار وکړم."

پخوانی افسر عبدالشکور زوري په خپلو خبرو کې زیاتوي: "مېرمن او ماشومان مې دا مهال زما سره په ایران کې دي، خو کار نه شته، حتی په پنځو یا شپږو ملیون تومانو هم چې له څلورو تر پنځو زرو افغانیو کېږي او هېڅ ارزښت نه لري، د ساتندویۍ کار نه پیدا کېږي."

په دوو کلونو کې مې، د شلو کلونو کړاو ګاللی’

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، د تېر جمهوري نظام د ملي اردو او پولیسو جوړښتونه له منځه لاړل او زیات پخواني پوځیان اړ شول، چې ایران، پاکستان، ترکیې یا هم نورو هېوادونو ته پناه یوسي.

په ایران کې د دېره پخوانیو پوځیانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو په ایران کې د تېر حکومت یوه دېره جنرال، د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه هېواد کې د دېره پخوانیو پوځیانو شمېر شا و خوا ۳۰زرو ته رسېږي.

د تېر حکومت پر مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شمېر په باب هم ډول- ډول شمېرې ورکول کېدې، د ساري په ډول د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱م کال د اګست د ۲۱مې نېټې په وینا کې د دغو ځواکونو شمېر تر ۳۰۰زرو زیات یاد کړ.

ویل کیږي، چې یوه لویه برخه پخواني ځانګړي افغان ځواکونه له هېواده وتو ته اړ شوي
ویل کیږي، چې یوه لویه برخه پخواني ځانګړي افغان ځواکونه له هېواده وتو ته اړ شوي

۳۷ کلن خالد حضرتي بل پخوانی پوځي دی، چې نن سبا په ایران کې ژوند کوي.

هغه د فراه په امنیه قوماندانۍ لس کاله د پولیسو په لیکو کې کار کړی دی.

حضرتي، د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته ایران مخه کړه او اوس هلته د خپل ژوند د کړاوونو کیسې داسې بیانوي: "د هجرت هره شېبه داسې په سختۍ تېرېږي چې فکر کوم د ساعت عقربې راسره ضد اخیستی او نه تېرېږي."

خالد حضرتي وړاندې په خپلو خبرو کې زیاتوي: "شا و خوا ۲ کاله کېږي د کډوالۍ شپې سبا کوم. باور وکړئ په دغو دوو کلونو کې مې د شلو کلونو کړاو ګاللی دی. د کډوالو ستونزې خورا زیاتې دي. که د دغو ستونزو په باب هرڅومره ووایم بیا هم کم دي. له جلاوطنۍ، د کورنۍ لپاره د نفقې برابرولو او نورو ستونزو سره مخامخ یوو."

'په کور کې هېڅ هم نه شته'

ایران ته د ځینو تللیو پخوانیو پوځیانو کورنۍ لا هم په افغانستان کې ژوند کوي. ۲۵ کلنه فهیمه د یوه پخواني پوځي مېرمنه ده، چې په نیمروز کې اوسېږي.

هغې ازادۍ راډیو ته وویل، چې مېړه یې په نیمروز کې د پولیسو په لیکو کې کار کاوه او ژوند یې نسبتاً ښه و. خو د هغې په وینا اوس وضعیت بدل شوی دی.

فهیمه وایي: "کله چې مو هېواد سقوط شو، مېړه مې د کار لپاره ایران ته لاړ، ځکه وزګار شوی و او نه یې شول کولای چې د پخوا په څېر ژوند پرمخ بوځي. دوه کاله کېږي په ایران کې دی او د برخلیک په باب یې هېڅ معلومات نه شته. وضعیت مو ډېر خراب شوی دی، په کور کې هېڅ هم نه لرو، آن د ځان او اولادونو لګښتونو ته حیرانه یم."

‘په اوکراین کې د روسیې جګړې ته ګمارنه’

اسوشېټېډ پریس اژانس د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر میاشتې پر ۳۱مه د افغانستان د درېیو پخوانیو پوځي جنرالانو په وینا راپور ورکړی و، هغه افغان ځانګړي ځواکونه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر څنګ جنګېدلي وو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ایران ته تللي، اوس د روسیې له خوا په اوکراین کې روانې جګړې ته ګمارل کېږي.

د اوکراین جګړه کې د پخوانیو افغان ځواکونو د موجودیت ادعاوې او اندېښنې بیا- بیا تکرار شوي
د اوکراین جګړه کې د پخوانیو افغان ځواکونو د موجودیت ادعاوې او اندېښنې بیا- بیا تکرار شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس هغه وخت ویلي وو، په دغو راپورونو خبر دی خو نه یې شي تاییدولی.

محمد نعیم غیور د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د پولیسو د استخباراتو پخوانی رئیس او پوځي شنونکی دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل، د بېوزلۍ او ناچارۍ له لاسه به په ایران کې دېره پخواني پوځیان د جګړه غوښتونکو ډلو د لاس اله شي.

ښاغلی غیور وایي: "زه به تاسو ته ووایم چې د دوی اکثریت به اړ شي چې هر پېشنهاد ته غاړه کښېږدي. په ایران کې د دغو پخوانیو پوځیانو موجودیت به خپله دوی، افغانستان او سیمې ته ښه عواقب ونه لري."

‘ایا طالبان عمومي عفوې ته ژمن دي؟’

خو پخواني پوځیان ظاهراً په افغانستان کې دننه هم خوندي نه دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو دوې ورځې وروسته په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې له خپلې څېرې سره رسنیو ته راڅرګند شو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی له لوري غچ اخېستونکي ګامونه تل رد کړي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی له لوري غچ اخېستونکي ګامونه تل رد کړي

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې دوی به له هېچا غچ وانخلي او طالبانو په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړې ده.

خو د طالبانو له دې ډاډ ورکولو څه موده وروسته د بشري حقونو د څار سازمان په څېر ځینو بنسټونو وویل، چې طالبان خپلې عمومي عفوې ته ژمن نه دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۱م کال په نوامبر میاشت کې یو مفصل راپور خپور کړ، چې عنوان یې و، "ستاسو په څېر کسانو ته عمومي عفوه نه شته، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې اعدامونه او اجباري ورک کېدل."

په دغه راپور کې راغلي، چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو څو میاشتې وروسته د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر سلو زیات کسان یا وژل شوي، یا هم تري تم شوي دي. طالبان زیات وخت له دغو راپورونو سره موافق نه دي.

ځینې نور کسان هم د طالبانو اعلان شوې عمومي عفوې ته د شک په سترګه ګوري.

د ساري په توګه پخوانی پوځي عبدالشکور زوري چې دا مهال په ایران کې په بې برخلیک حالت کې شپې سبا کوي.

هغه وایي: "د طالبانو له حکومته غواړو چې د پخوانیو پوځیانو عمومي عفوې ته ژمن پاتې شي. د دغو پوځیانو ځینې یې ستاسو د همدې عمومي عفوې په خاطر په افغانستان کې پاتې شول، زیات یې نېست و نابود شول، یا هم ووژل شول، ایا دا عفوه د یوې یا دوو میاشتو لپاره وه، که د تل لپاره؟"

په ایران، پاکستان، ترکیه او نورو هېوادونو کې دېره پخوانیو پوځیانو ویلي که چېرې یې سر او مال ته خطر نه وي، کولی شي افغانستان ته ستانه شي، خو په دې شرط چې څوک ورباندې کار ونه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG