د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

افغانستان

یوناما: په دوو کلونو کې د جمهوريت څه باندې ۲۰۰ چارواکي او امنیتي ځواکونه وژل شوي

ارشیف: په هرات کې د تېر جمهوري نظام یو سرتېری د پیرې پر مهال
ارشیف: په هرات کې د تېر جمهوري نظام یو سرتېری د پیرې پر مهال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندیه ماموریت یا یوناما وايي، په تېرو دوو کلونو کې د تېر جمهوري نظام څه باندې دوه سوه چارواکي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

یوناما ویلي، داسې معتبر راپورنه يې ثبت کړي چې ښيي طالب چارواکو د تېر جمهوري نظام د سلګونو پخوانیو چارواکو او وسله‌والو ځواکونو پر وړاندې له بشري حقونو جدي سرغړونې کړي دي.

دا راپور چې نن یوناما خپور کړی، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنې لاندې يې د تېر جمهوري نظام د چارواکو او وسله‌والو ځواکونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو تر اته سوه ډېرې پېښې ثبت کړي چې په دې کې د غیر قضايي وژنو، په خپل سر نیول، توقیف، شکنجې، ناوړه چلند او د جبري ورکېدو پېښې مستند شوي دي.

په راپور کې راغلي، دا سرغړونې په داسې حال کې دي چې طالبانو د تېر حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو چارواکو ته د عمومي بخښنې اعلان کړی دی.

طالبانو تر اوسه د یوناما د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

فایق: هڅه کوو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې ځنډول شوی حق بیا تر لاسه کړو

نصیراحمد فایق
نصیراحمد فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي د حق العضویت په خاطر د رایې د حق ځنډول کومه نوې مسله نه ده او دی هڅه کوي دا حق بېرته ترلاسه کړي.

فایق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له افغانستانه په تخنیکي دلایلو دا حق اخیستل شوی.

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو، په دې خاطر افغانستان په عمومي اسمبلۍ کې له رایې ورکولو محروم کړی چې د کال دوه لکه ډالره حق العضویت یې نه دی ورکړی.

اخوا د افغانستان د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د رایې د حق تعلیق د حق العضویت له نه ورکولو سره کوم تړاو نه لري.

هغه ویلي که داسې څه وي دی حاضر دی چې تېر پور او د درېیو راتلونکو کلونو حق العضویت ورکړي.

برېتانیا کې د یو شمېر افغان کډوالو اعتراض؛ روانډا ته مو مه لېږئ

برېتانیا کې یو شمېر افغان کدوال - ارشیف
برېتانیا کې یو شمېر افغان کدوال - ارشیف

شاوخوا ۱۰۰ تنو افغان کډوالو د پنجشنبې په ورځ په لندن کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت مخته مظاهره وکړه او روانډا ته د افغان کډوالو د استولو پر پرېکړه یې اعتراض وکړ.

د برېتانیايي رسنیو د راپور له مخې، په مظاهره چیانو کې هغه افغانان هم شامل وو چې په افغانستان کې یې له برېتانیايي پوځیانو سره کار کړی وو.

د مظاهرې یوه ویناوال قمر جبارخېل وویل، روانډا ته د افغان کډوالو، په تېره بیا د هغوی چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۲۱ ترمنځ یې له ناټو ځواکونو سره همکاري کړې ده، لېږل منفي پایلې لري.

د برېتانیا حکومت په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې هغه کډوال چې د مهاجرت قضیې یې سپړل شوې نه دي، روانډا ته ولیږي او تر څو چې دوسیې یې څېړل کېږي په دغه افریقايي هیواد کې انتظار وباسي.

د چین او پاکستان ګډه اعلامیه؛ افغانستان کې دې ټول ګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته شي

د پاکستان او چین بیرغونه
د پاکستان او چین بیرغونه

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په خپل منځ کې له کتنې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولګډونه سیاسي چوکاټ د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

په دې اعلامیه کې چې په پیکینګ کې د (وانګ يي) او اسحاق ډار د چهارشنبې د کتنې په پای کې خپره شوه، د طالبانو له رژیمه غوښتل شوي چې منځلارې پالیسي غوره کړي، ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي او له ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړي.

دواړو خواوو په افغانستان کې د بشری وضعیت او اقتصادي پراختیا په برخو کې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې نن او سبا د ورښت اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې اداره وايي چې نن او سبا د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه کوي.

د دې ادارې پر اساس، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، کابل، پروان، میدان وردک، بامیان، دایکنډي، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، زابل، غزني، هلمند، کندهار او اروزګان هغه ولایتونه دي چې د باران، تالندې، برېښنا او سیلونو اټکل پکې شوی دی.

د هواپېژندنې د ادارې له اټکل سره سم د افغانستان په شمالي، شمال لوېدیځو، لوېدیځو، جنوبي، جنوب لوېدیځو، ختیځو، جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو او همداراز سالنګونو کې د تیزو بادونو اټکل هم کوي.

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډلې نړیوال جام ته خپل سفر پیل کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوریز نړیوال کې د ګډون په موخه د ویسټ اینډیز پر لور خپل سفر پیل کړ.

د پنجشنبې په ورځ د می په ۱۶مه نېټه افغان کرکټ بورډ رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، ملي لوبډله یې د شل اوریز نړیوال جام لپاره ویسټ اینډیز ته روانه شوه.

کرکټ بورډ زیاتوي: "افغان لوبډله به لومړی متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي او له هغه ځایه به سبا جمعه د لندن له لارې انټېګا ته ورسېږي چېرې به چې د یادو سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه په یوه لس ورځني تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي."

ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، په آی‌‌پي‌ایل لیګ کې مصروف لوبغاړي به هم ډېر ژر ویسټ اینډیز ته خپل سفر پیل کړي.

ټاکل شوې چې شل اوریز نړیوال جام د جون میاشتې په ۲یمه نېټه پیل شي او افغانستان به د جون په ۴مه نېټه له پاپا نیوګیني سره ترسره کړي.

ضمیر کابلوف: طالبان له دې وروسته د روسیې دښمنان نه دي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبان له دې وروسته د روسیې دښمنان نه دي.

کابلوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي، د دې خبرې معنی دا نه ده چې طالبان د روسیې لومړۍ درجه دوستان دي، خو دا خبره روښانه ده چې "دوی زموږ دښمنان نه دي."

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف زیاته کړې چې د مسکو او طالبانو ترمنځ لا هم مشخص سیاسي محدودیتونه شته.

روسیه که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.

طالبان چې لا هم په روسیه کې یوه ممنوعه ډله ګڼل کېږي، له روسیې سره په تجارتي او نورو برخو کې تعاملات لري.

وردګ: د اوسلو غونډه کې د افغان کډوالو، مرستو، د ښځو تعلیم او کار په اړه خبرې وشوې

د اوسلو ښار یوه څنډه
د اوسلو ښار یوه څنډه

پخوانۍ ډیپلوماته او له اسیا څخه د اسلامی همکاریو سازمان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون غړې اصیلا وردګ وايي چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې په دوه ورځنۍ غونډه کې د کډوالو، بشري مرستو، د ښځو د تعلیم او کار او د هغوی د اقتصادي ستونزو په اړه خبرې وشوې.

مېرمن وردګ په ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې کنفرانس کې د ټولو اقشارو استازیو او هم د طالبانو استازو برخه اخیستې وه.

خو یو شمېر ښځینه فعالانو په اوسلو کې پر وروستۍ غونډې سختې نیوکې کړې دي.

د "افغانستان د ښځو د ملي اتحاديې چتر" په نوم ډلې د ناورې چارواکو ته په يوه پرانيستي‌ليک کې د داسې غونډو د جوړولو او له طالبانو سره د اړيکو د احتمالي پلان په اړه خبرداری ورکړی ځکه د دوی په ټکو طالبان، بشري ارزښتونه په تېره د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

د بشري حقونو د څېړنې ليګ په نوم يوې ټولنې د مې په ١۴مه او ١۵مه په اوسلو کې يوه غونډه وکړه چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ريچارډ بينېټ هم ګډون کړى و.

په کابل کې د طالبانو، ملګرو ملتونو او نړیوالو موسسو تر منځ غونډه وشوه

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت. نننۍ غونډه په دې وزارت کې شوې ده.
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت. نننۍ غونډه په دې وزارت کې شوې ده.

نن په کابل کې د طالبانو د حکومت او د ملګرو ملتونو او نړیوالو موسسو تر منځ یوه ناسته جوړه شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چې د دې ناستې کوربه دی، ویلي چې هدف د دواړو لوریو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول دي.

په بیان کې زیاته شوې چې په دې ناسته کې د افغانانو په اړتیاوو، د حکومت په لومړیتوبونو او په تېر یوه کال کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د شویو مرستو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې له مرستو د اعظمي استفادې لپاره په کار ده چې د مرستو د ډول او ویش بڼه د افغانستان د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبو سره سمه عیاره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي برخې د مسوول او د یوناما د مرستیال اندریکا رتواتي په حواله ویل شوي ملګري ملتونه هڅه کوي د مرستو نوعیت د بشري هغو تر څنګ پرمختیايي مرستو ته واړوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست: اخر به ولس زموږ څخه مخ واړوي

د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر سیدحبیب الله اغا
د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر سیدحبیب الله اغا

د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر سیدحبیب الله اغا خبرداری ورکړ چې د ځینو طالب چارواکو کړنې به له دوی څخه د خلکو د لېري والي سبب شي.

سید حبیب اغا پرون چهارشنبې په کابل کې یوې غونډې ته وویل، په‌کار ده چې حکومتي چارواکي ساده ژوند غوره کړي.

ده ادعا وکړه چې طالبان د خلکو په ملاتړ واک ته رسېدلي، خو اوس یې وزیران خلکو ته د لیدو وخت نه ورکوي.

سید حبیب اغا د طالبانو د حکومت پر اقداماتو هم نیوکه وکړه، ویې ویل:"موږ ځانونه د صاحبه کرامو جانشین بولو، صحابه کرامو داسې حکومت کاوه لکه اوس چې یې موږ کوو؟ اخر به ولس زموږ څخه مخ واړوي."

د کابل او بلخ سوداګرو د بغلان سېلاب ځپلیو ته مرسته ولېږله

رضاکاران د بغلان پر سېلاب ځپلو وچه ډوډۍ وېشي. سېلاب ځپلي وايي چې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
رضاکاران د بغلان پر سېلاب ځپلو وچه ډوډۍ وېشي. سېلاب ځپلي وايي چې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د کابل او بلخ ولایتونو سوداګرو پرون چهارشنبې د بغلان سېلاب ځپلیو ته د خوراکي موادو، جامو او نغدو پیسو مرسته ولېږله.

د بغلان د سېلاب ځپلیو لپاره د مرستو راټولولو د کمېټې غړي مولوي اسدالله مصطفي هاشمي د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ته ویلي چې په دغو مرستو کې، چې په ۱۶ موټرو کې بغلان ته ورسول شوه، څه باندې ۳۰ زره امریکايي ډالر، ۸۰۰ بوجۍ اوړه او ۱۰۱۷ کارتنه درمل شامل دي.

هاشمي وویل چې دا مرستې به د بغلان په ۱۰ ولسوالیو کې مستحقو کسانو ته وسپارل شي.

د تېرې جمعې په ورځ د سیلونوله کبله په بغلان ولایت کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا د سیلونو له امله په بغلان کې ۲ زره کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي او تر زر ډېر څاروي تلف شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG