د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د پخوانیو پوځيانو وژنو په تړاو د یوناما راپور د طالبانو د جنایتونو یوه وړه برخه وبلل شوه


د کابل پر یوه سړک وسله وال طالبان
د کابل پر یوه سړک وسله وال طالبان

د 'شنبه‌های ارغواني غورځنګ'، د پخوانیو افغان پوځیانو د وژلو، ربړونې او تري تم کولو په اړه د یوناما راپور ته په اشارې سره وايي چې دا د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې د جنایتونو یوه وړه برخه ده.

یاد غورځنګ، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا کړې چې د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر پخواني سرتېري نيولي او پرته له دې چې جرم يې ثابت شي، وژلي يې دي.

دغه غورځنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما د سه شنبې ورځې راپور ته په اشاره ویلي چې د وژل شویو یا تري تم شویو پخوانیو پوځیانو شمېر تر هغه څه زیات دی چې په دې راپور کې یې یادونه شوې ده.

دغه غورځنګ په یوې اعلامیې کې چې د سه شنبې په ورځ یې خپره کړې، ادعا کړې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بیا واکمنېدو وروسته په کابل، پنجشېر، پروان، کاپیسا، بغلان، بدخشان، تخار، بلخ، جوزجان، فاریاب، کندهار او هرات ولایتونو کې زیات شمېر پخواني پوځيان، نیولي او د جرم له ثابتېدو پرته یې وژلي دي.

ارشیف: د تېر جمهوري نظام امنیتي ځواکونه د تمریناتو پر مهال.
ارشیف: د تېر جمهوري نظام امنیتي ځواکونه د تمریناتو پر مهال.

د دغه غورځنګ په اعلامیه کې ادعا شوې چې طالبانو په ډېرو مواردو کې د پخوانیو پوځيانو جسدونه د هغوی د کورنیو غړو ته نه دي سپارلي او د نیول شویو پوځيانو په اړه یې له جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده.

د دغه غورځنګ مسووله مریم معروف اروین ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو په دوه کلنۍ واکمنۍ کې موږ د پخوانيو پوځیانو وضعیت په تېره بیا د ښځينه سرتېرو وضعیت د 'شنبه های ارغواني' د غورځنګ د پخواني سرتېرو د ملاتړ کمېټې له ادرسه په جدي ډول تعقیب کړی دی. د دې کمېټې د څېړنو او راپورونو پر بنسټ، هغه څه چې یوناما په افغانستان کې د پخوانيو پوځیانو په اړه د یوه راپور په ترڅ کې خپور کړي، بشپړ نه دي. د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې د طالبانو جرمونه تر هغه څه چې په دې راپور کې خپاره شوي زیات دي."

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ، په دې اعلامیه کې د 'لاهه' نړیوالې محکمې په ګډون، له معتبرو نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې د طالبانو د بشریت ضد جنایتونو په اړه په ځانګړې توګه په افغانستان کې د پخوانیو پوځیانو پر ضد د ترسره شويو جنایتونو په اړه پراخې څېړنې وکړي، څو قربانیانو لپاره عدالت تامین شي.

د ړنګ شوي جمهوري نظام یو شمېر ښځینه پوځیان، چې اوس هم په افغانستان کې دي او نه غواړي د امنیتي ننګونو له امله یې نومونه په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو سره خبرې کړي دي.

د تېر نظام یوې سرتېرې وویل: "په دې دوو وروستیو کلنو کې مونږ پخواني پوځیانو د ٢٠ کلونو په اندازه درد، لوږه او بې‌وزلي تېره کړه. پخواني پوځیان د طالبانو په حکومت کې له اقتصادي ننګونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي او څوک يې غږ نه اوري. د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې څوک حساب ورکوونکي هم نه دي."

دغه راز د تېر نظام یوه بله سرتېرې وايي: "له اقتصادي پلوه مونږ له ستونزو سره مخ یوو، رواني ارامتیا نه لرو. په رواني ستونزو اخته شوي یوو. نه ازادي لرو نه هم ارامي. تر اوسه هېڅ یوې ادارې هم زمونږ غوښتنو ته رسېدنه نه ده کړې او د نړیوالې ټولنې لخوا هم تر اوسه هېڅ همکاري نه ده شوې."

یوه پخوانۍ پوځي افسره، چې په یوه ګاونډي هېواد کې اوسېږي وویل: "په واقعیت سره چې مونږ ټولو پوځیانو په عمومي بخښنې باور وکړ چې عمومي بخښنه ده، خو برعکس، هر یو یې په یوې بهانې ونیوه، وهل او ټکول يې یې ورکړل، شکنجه يې کړل او ان ویې وژل. مونږ د دې شاهدان یوو او نن پوځیان واقعاً هیر شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، د روان کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې د بشري حقونو د سرغړونو له ۸۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوي چې د پخواني حکومت د کارکوونکو او امنیتي ځواکونو غیر قانوني وژنې، په خپل سر نیول، ربړونه، ناوړه چلند او ګواښونه په کې شامل دي.

په دغه راپور کې چې د 'پخواني حکومت د وسله‌والو ځواکونو د کارکوونکو او غړو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې' په نوم خپور شوی، ویل شوي چې د پخواني حکومت د امنیتي چارواکو او ځواکونو د غیر قانوني وژنو ۲۱۸ پېښې ثبت شوې دي چې د یوناما په وینا، یو شمېر یې لومړی نیول شوي او بیا توقیف ځای ته له لېږدولو وروسته وژل شوي او یو شمېر نور یې نامعلومو ځایونو کې وژل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد بيا د يوناما د دغه راپور موندنې له حقيقته لرې بولي او وايي چې د غچ اخيستنې ځينې شخصي او نامعلومې قضيې د حکومت د اړوندو ارګانونو له خوا په جدي توګه څېړل شوي، چې شمېر يې محدود دى.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

نوموړي د یوه ټویټ په خپرولو سره ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو ځینې ادارې د افغانستان د مثبتو واقعیتونو د درکولو پر ځای، د منفي ټکو په لټه کې دي چې د مجاهد په وینا دا د ملګرو ملتونو اعتبار ته زیان رسوي.

له بلې خوا، د افغانستان د پخوانیو وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری، ادعا کوي چې ۲۰ سلنه پخواني ښځینه پوځیان وژل شوي دي.

د افغانستان د پخوانیو وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری
د افغانستان د پخوانیو وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری

هغه وايي: "عمومي ارقام دا دي، چې ٧٠٠٠ مېرمنې په امنیتي ارګانونو کې د افسر، جنرال، بریدمل او سرتېرې په توګه يې وظیفه درلوده. د اناثو مړینه د دې ارقامو ٢٠ سلنه جوړوي، ٣٠ سلنه يې په دې وتوانېدې چې د امنیتي ګواښونو له امله له هېواده بهر او ګاونډیو هېوادونو ته کډوالې شي. ٥٠ سلنه يې په هېواد کې دننه دي چې له امنیتي، اقتصادي او اجتماعي ګواښونو سره مخ دي."

په افغانستان کې د بشري حقونو یو بنسټ، چې چارواکي یې نه غواړي په راپور کې د دې بنسټ نوم واخیستل شي، ادعا کړې چې دا مهال د افغانستان په ۶ ولایتونو کې ۳۰۰ پخواني پوځيان د طالبانو د حکومت په بند کې دي چې ۶۳ یې ښځې دي.

'شنبه‌های ارغواني غورځنګ' له یو شمېر افغان معترضو ښځو جوړ دی چې پر افغان نجونو د طالبانو د حکومت له خوا د زده کړو د بندیزو په تړاو د بېلابېلو فرمانونو تر صادرېدو وروسته یې په فعالیت پیل کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG