د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

یوناما: طالبانو د جمهوري نظام ۲۱۸ منسوبین وژلي او له ۸۰۰ زیاتې بشري سرغړونې کړي؛ مجاهد: واقعیت نه لري


یو شمېر طالب ځواکونه او د دوی معترضان - ارشیف
یو شمېر طالب ځواکونه او د دوی معترضان - ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته یې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې د مخکیني جمهوري نظام د کارکوونکو په اړه د بشري حقونو د نقض له ۸۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي.

یوناما " په افغانستان کې د پخواني افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد د بشري حقونو سرغړونې" تر عنوان لاندې خپل راپور کې چې نن یې خپور کړ لیکلي، په دې قضیو کې وژنې، خپل‌سرې نیونې، شکنجه، نا سم چلند او ګواښل شامل دي.

د یوناما په راپور کې زیاته شوې، په دې موده کې د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او حکومتي چارواکو د وژنو ۲۱۸ پېښې ثبت شوي، چې د یوناما له قوله، یو شمېر لومړی نیول شوي او بند خونو او یا هم نا معلومو ځایونو ته له لېږلو وروسته، وژل شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله X شبکه دا راپور له حقیقته لېرې بللی او زیاتوي" د اسلامي امارت له لوري عمومي عفوه په ټولیزه توګه عملي ده. "

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

خو مجاهد دا مني، چې د انتقام اخیستلو ځینې شخصي موارد شته، چې په خبره یې دوی په جدي ډول څېړي.

مګر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د بشري حقونو مسووله فیونا فریزر وايي، له عمومي بښنې وروسته د بشري حقونو نقض د هغو کسانو له باور سره چې ملاتړ یې تضمین شوی و، خیانت دی او دا ښيي چې دا بښنه په سم ډول عملي شوې نه‌ده.

هغه وایي:

"په ټول افغانستان کې سرغړونې شوي. دوی ټول هوکړه لیکونه او د بشري حقونو نړیوال کنوانسیونونه، چې افغانستان یې غړیتوب او اوسني چارواکي یې باید ملاتړ وکړي، نقضوي. "

د یوناما په راپور کې دا هم لیکل شوي، چې د عمومي بښنې په اړه هیڅ ډول لیکل شوی سند نه‌دی خپور شوی او یوازې د طالبانو د مشر په توصیې بسنه شوې او له همدې امله شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې په اړه هیڅ تګ‌لاره نه‌شته.

یوناما د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د حکومتي کارکوونکو د بشري حقونو نقض یو له جدي اندېښنو بولي او له طالب چارواکو غواړي چې د دې راپور موندنې په دقیق ډول وڅېړي، د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي او هغوی چې دا ډول کړنې یې کړي، محاکمه او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د بشري حقونو خوندیتوب تضمین کړي.

په ورته وخت کې د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری د یوناما راپور په افغانستان د روانو واقعیتونو هنداره بولي.

د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند، اجمل عمر شینواری
د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند، اجمل عمر شینواری

هغه نن ازادي راډیو ته وویل، نړیواله ټولنه او افغانان باید په یوه سیاسي محور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي.

ښاغلي شینواري وویل:

"کومې شمېرې چې یوناما ته په لاس ورغلي، ډېرې کمې دي. په ټول افغانستان کې د بشري حقونو نقض روان دی. له نړیوالې ټولنې هیله کېږي چې یوازې د دې ډول راپورونو خپرول بسنه نه‌کوي او عملي اقدامات وکړي، ځکه طالبانو وښودله چې تر اوسه یې هیڅ ډول تفاهم او مذاکرې ته غاړه نه‌ده اېښې. "

له دې وړاندې هم یو شمېر بنسټونو د طالبانو د رژیم له‌خوا د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنو او شکنجه کولو پېښې مستندې کړي، خو طالبانو لکه د نن رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG