د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د افغانستان د بشري حقونو ناوړه وضعیت؛ د دې هېواد استازولیو پرې سخته اندېښنه وښوده


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د سختې اندېښنې وړ بللی دی.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنېدو په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو دوه کلونو کې په افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري سخت او ځورېدونکي محدویتونه لګول شوي دي.

دغې شورا د سه شنبې په ورځ د یو ټویټ له لارې په خپلې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په تیرو دو کلنو کې ښځې او نجونې په قصدي ډول له کار، زده‌کړو او نور ازاديو څخه محرومې کړي، هغه څه چې طالبانو بیا تل رد کړي دی.

په دغې اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان د بشري حقونو په اړه په ځلونو خپلې اخیستنې د بېلابېلو راپورونو له لارې شریک کړي، خو لا هم په افغانستان کې بشري حقونه په ښکاره ډول نقضېږي.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سرپرست استازی او د دغې شورا غړی نصیراحمد اندېشه بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو په ځانګړي راپور ورکوونکي نیوکه کوي.

نصیراحمد اندېشه
نصیراحمد اندېشه

اندېشه وايي، سره له دې چې د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی شته او فعالیت کوي، خو بیا هم په افغانستان کې د بشري حقونو نقض له بده بدتره شوی دی.

نوموړی وايي: "د بشري حقونو په برخه کې د څار یو منظم میکانېزم جوړول یو له مهم غوښتنو څخه دي، سره له دې چې ځانګړی راپور ورکوونکی شته، خو د څار یو منظمه میکانېزم، د راپور ورکونې یو منظم میکانېزم چې هر اړخیزه ځواب ویوونکی ووسي تر اوسه نه‌شته."

د افغانستان د تیر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا دغه شان په خپلې اعلامیه کې له نړېوالې ټولنې غوښتې چې طالبان په رسیمت ونه پېژني.

خو طالبانو بیا د روانو ستونزو یوازېنی حل له نړۍ سره تعامل او ددوی په رسمیت پېژندل په ګوته کړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د دغې اعلامیې او څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر واخلي، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ددې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب ونه وایه.

په ورته وخت کې ښځینه فعاله صوفیا اوریا په افغانستان کې دبشري حقونو د نقض په برخه کې د ملګرو متلونو کمزوری عمل د اندېښنې وړ ښي.

نوموړې وايي، د ملګرو ملتونو یوازې اعلامیې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولای.

هغې زیاته کړه: "له کله نه چې طالبان افغانستان ته ر اغلي سختدریځي ډېره شوې ده، د بشري حقونو نقض ډېر شوی دی. زه په دې فکر یم چې دا خبرې او راپورونه هېڅ نتیجه نه لري او که درلودلای یې نو اوس به مو وخته نتیجه اخیستې وه."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان څو ځلي د افغانستان په اړه غونډې کړي او دوه ځلي يې خپل لوړ پوړي پلاوي هم طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته لېږلي، خو طالبانو په خپل دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی.

د افغانستان د تیر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ټینګېدو لپاره د یو ملي ډیالوګ وړاندیز کوي، خو طالبانو له دې وړاندې په ځلونو ادعا کړې چې دوی د افغان مېرمنو حقونو د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې ټینګ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG