د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د بشري حقونه ۱۰ نړیوال سازمانونه: د افغانستان بوږونونکي بشري وضعیت ته باید نړیوال اغېزناک ځواب ووایي


طالبان او یو شمېر ښځینه معترضانې - ارشیف
طالبان او یو شمېر ښځینه معترضانې - ارشیف

د اګسټ ۱۵ مه چې طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ دوه کاله پوره کیږي، د بشري حقونو یو شمېر نړېوال سازمانونه ددغې ورځې په مناسبت د طالبانو دغه دوه کلن مزل د بشري حقونو د نقض په برخه کې خوار بوږنونکی او دوام یې د اندېښنې وړ بولي.

د بښنې نړېوال سازمان د همدې ورځې په مناسبت د بشري حقونو د ۱۰ نورو نړېوالو سازمانونو سره په ګډه یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د طالبانو له لوري سخت دریځه فرمانونه د اندېښنې وړ بللي او په دې برخه کې د یو اغېزناک ځواب غوښتنه کړې.

خو طالب چارواکو بیا تل ویلي، چې دوی په افغانستان کې میرمنو ته ټول حقونو د اسلامي اصولو په رڼا کې ټینګ کړي.

د بښنې نړیوال سازمان لوګو
د بښنې نړیوال سازمان لوګو

دغه سازمان په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په زیاتېدونکي ډول د ښځو او نجونو او مذهبي او قومي اقلیتونو پر وړاندې ناوړه سیاستونه وضع کړي چې د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د افغانستان له مکلفیتونو څخه په ښکاره سرغړونه کوي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي هغه تګلارې چې ښځې او نجونې له زده کړو، کار او د ژوند له نورو فرصتونو، ازاد تګ راتګ او عامه ځایونو او خدماتو ته د لاسرسي څخه منع کوي د طالبانو له لوري په سیستماټیک ډول پلي شوي دي.

هغه څه چې بیا طالبان یې ردوي او دا ډول راپورنه یې تل د نړېوالو سازمانونو پروپاګنده یاده کړې ده.

په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي هغه راپور ته هم اشاره شوې، چې د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ.

د افغانستان د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ - ارشیف
د افغانستان د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ - ارشیف

په هغې راپورکې په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو په تړاو ویل شوي وو، چې طالبان له ښځو سره ناوړه چلند کوي او نجونې کیدای شي د جنسیتي ځورونې سره مخ شي.

د لسو سازمانونو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، طالبان هغه ښځې چې د افغانستان له دننه د دوی د تګلارو پر ضد مظاهرې کوي، د خپلو دغه ګړنو له امله له سترو خطرونو سره مخامخ دي خو دوی (افغانې میرمنې) بیا هم غلې نه کیني.

په دغه اعلامیه یادو سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو له خوا فزیکي تاوتریخوالی، خپلسري نیونې، توقیف، شکنج، غیر انساني سپکاوی، جبري ورکېدل او د کورنۍ غړو ته ګواښ هغه موارد دي چې اوس هم دوام لري.

خو طالبانو بیا دغه ډول ادعاوې تل رد کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو ۹ نورو سازمانو اندېښنې په داسې حال کې دي، چې یو شمېر افغانې ښځینه فعالانې بیا د طالبانو دوه کلنه واکمني د ښځو په وړاندې له جبر او ستم نه ډکه بولي.

افغان ښځو له بندیزونو سره بیا هم په پوښلي ډول کورونو کې د طالبانو د قیوداتو خلاف اعتراضونه کړي - ارشیف
افغان ښځو له بندیزونو سره بیا هم په پوښلي ډول کورونو کې د طالبانو د قیوداتو خلاف اعتراضونه کړي - ارشیف

ښځینه فعاله مریم احمدزۍ وايي، د طالبانو په راتک افغان ښځو خپلې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې.

نوموړې وایي: " زما په نظر په ټوله نړۍ کې چې بدترین وضیعت لري هغه د افغانستان میرمنې دي، د افغانستان ښځې چې اوس وخت کې کوم ژوند لري زما په نظر د نړۍ هیڅ هېواد به هم داسې ژوند ونه لري."

بله ښځینه فعاله سهیلا یوسفي بیا دغه وضیعت بوږنونکی بولي او له نړۍ غواړي چې د افغانستان روان وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي.

یوسفي وایي: " نړېواله ټولنه باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي، دا چې نړۍ په دې دو کلونو کې چپتیا غوره کړې و او هیڅ ډول عملي ګام یې پورته نه کړ زموږ غوښتنه دا ده چې دوی باید د افغانستان روان حالت ته یو ځل بیا جدي او هر اړخیزه کتنه وکړي."

طالبانو د دې راپور تر خپریدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې په افغانستان کې د بشري حقوونو په ځانګړي ډول د میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د اسلامي اصولو له مخې د ټینګیدو خبره کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG