د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

مایکل مککال: طالبانو له درېیم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال په یوه تازه ټویټ کې ویلي چې طالبانو له درېیم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي دي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د طالبانو له لوري له درېیم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله اندېښنه ښودلې.

مایکل مککال د سه‌شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د ځانګړې استازي رینا امیري تر منځ له لیدنې یوازې پنځه ورځې وروسته، طالبانو له درېیم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دي.

د مککال په وینا، طالبانو په خپلو کړنو سره وښودله چې له دوی سره د اړیکو عادي کول او تعامل په کار نه‌دي.

په همدې حال کې په فراه ولایت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله يې نوم او غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته تایید کړه چې طالبانو د هغه دوه خویندې چې عمرونه یې له لسو کلونو کم دي، دغه ولايت کې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي دي.

په ورته وخت کې په بغلان ولایت کې یو شمېر نورو سرچینو چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې طالبانو دا موضوع له دوی سره په شفاهي ډول مطرح کړې ده.

د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې د مشر مايکل مککال او په يادو ولايتونو کې د خلکو د ادعاو په اړه مو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وپوښت، خو ځواب مو ترلاسه نه‌کړ.

خو طالبانو تل له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه ویلي چې دوی په دې برخه کې د خپل مشر د فرمان په تمه دي.

اخوا د ښځو د حقونو یوې فعالې ذکیې صدیقي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو نوې پرېکړه غیر شرعي او غیر منطقي ده.

صدیقي وویل: "زما په اند له لسو کالو څخه پورته نجونې له زده‌کړو منع کول غیر منطقي، غيرشرعي او غیر اسلامي دي. طالبان په دې لټه کې دي چې ښځې له خپلو ټولنیزو، بنسټیزو او اسلامي حقونو بې برخې کړي. دلته د نجونو د عمر کوم حد نه‌دی ټاکل شوی او ښځې باید تعلیم ته ولاړې شي."

په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پرمخ تړل شوی دی.
په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پرمخ تړل شوی دی.

جولیا پارسي چې یوه اعتراض کوونکې او د ښځو د حقونو فعاله ده، پر نړیواله ټولنه تور پورې کوي چې په دې مسئله کې بې‌غوري کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "طالبان هره ورځ پر افغان نجونو زیات محدودیتونه لګوي. دا، دا په ډاګه کوي، چې طالبان او د هغوی ذهنيتونه نه‌دي بدل شوي. او دا همغه طالبان دي چې شل کاله وړاندې وو. دا په دې مانا ده، چې دوی افغانستان او افغانان تياره راتلونکي ته بيايي او د افغان نجونو راتلونکی تباه کوي. په دې برخه کې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه پام نه کوي او د دوی پام ورځ تر بلې کمېږي."

د راپورونو له مخې طالبانو د نجونو او ښځو پر زده‌کړو، کار، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو د نورو محدودیتونو ترڅنګ، له درېیم ټولګي او تر لس کلنۍ پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي، خو طالبانو په رسمي ډول دا خبره نه رد او نه تایید کړې ده.

که څه هم په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او فعالانو له‌خوا تل غبرګونونه ښودل شوي، خو طالبان دا د افغانستان داخلي مسئله بولي او ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG