د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د نجونو د ښوونځيو تړل کېدو ۶۵۱مه ورځ؛ د پرانيستو لپاره یې ملي کمپاين پيلېږي


په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړل شوي دي.
په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړل شوي دي.

تمه ده، چې نن د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره ملي کمپاین پیل شي.

داسې مهال چې د طالبانو له‌‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ۶۵۱ ورځې پوره شوې او ترڅنګ یې ۱۹۱ ورځې وشوې، چې دوی د نجونو پوهنتونونه هم تړلي، هاخوا په یوه تازه ګام کې نن د افغان نجونو د زده‌کړو د بیا پیل لپاره ملي کمپاین پیلېږي.

په دې کمپاین کې سلګونه سیاستوال، ټولنیز، مدني فعالان او نور برخه لري او نن د افغانستان په وخت د ماښام ۷نیمې بجې رسما پیلېږي.

د دې کمپاین د رسنیزې کمېټې غړي عنایت ناصر ازادي راډیو ته وویل، د دې کمپاین هدف دا دی چې نجونو ته بېرته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

نوموړي وويل: "د کمپاین غړي د نجونو د تعلیم په اړه اندېښنې لري، هغه که تعلیم ته لاسرسی دی او یا هم کیفیت. لومړۍ غوښتنه همدا ده چې حاکم رژیم باید بې له مصلحت، بې له وخت ضایع کولو د نجونو دې اساسي حق ته احترام وکړي او په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانېزي."

په ورته وخت کې د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له افغانستان بهر فعالیت لري وايي، دوی له دې کمپاین ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ګډون د بشري حقونو ټول ملاتړي بنسټونه یې حمایت ته رابولي.

د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون، چې اوس له بهره فعالیتونه کوي.
د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون، چې اوس له بهره فعالیتونه کوي.

د دغه کمېسیون وباند شکرالله مشکور ازادي راډیو ته وویل: "موجوده حاکمیت د بشري حقونو، دیني ارزښتونو او ټولو نړیوالو اصولو خلاف د نجونو او ښځو د زده‌کړو خلاف محدودیت وضع کړی دی. د دې محدودیت د لېرې کولو لپاره په لوړ شمېر سره مدني فعالانو او د بشري حقونو فعالانو یو منظم کمپاین په لاره اچولی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې ملاتړ کوي او ټول نړیوال بنسټونه او میکانېزمونه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو اړوند د بشري حقونو نهادونه د دې کمپاین ملاتړ ته را بولي. همدا ډول د افغانستان دننه او د باندې له ټولو مدني فعالانو او بنسټونو غواړي چې له دې کمپاین سره همغږي شي."

د افغانستان د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون هم پر طالب چارواکو غږ کوي چې نور د نجونو او ښځو د بشري حقونو له نقض لاس واخلي او ښوونځي او پوهنتونونه یې پرانېزي.

په ورته وخت کې له شپږم ټولګي پورته یو شمېر زده‌کوونکې او هغه محصلانې، چې طالبانو یې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو مخه نیولې، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.

په غزني کې د یوه ښوونځي د دولسم ټولګې زده‌کوونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي: "د ښځو زده‌کړې ډېرې مهمې دي، که ډاکټره شي ټولو ته خدمت کولای شي. زما غوښتنه دا ده چې ښوونځی ووایم او په ډاډه زړه سره زده‌کړه وکړم."

د پوهنتون یوه محصله مرینا د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو لپاره د ملي کمپاین له پیل هرکلی کوي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو پر دغو نجونو او ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو پر دغو نجونو او ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

نوموړې وايي: "د دې لپاره چې دا کمپاین مثبته پایله ولري موږ ورته هیله‌مندې یوو، که څه هم هر ځلي ناهیلي شوي یوو. هیله ده چې نجونې چې د ښوونځي او پوهنتون له دروازو را ګرځول شوي، بېرته خپلو هیلو ته ورسېږي."

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، له دې وړاندې بیا طالب چارواکو د نجونو د تعلیم په اړه بېلابېلې څرګندونې کړي، خو لا هم منځني ښوونځی او پوهنتونونو د دوی پر وړاندې تړلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG