د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

ریچارډ بېنیټ: افغان نجونې او ښځې باید زده‌کړو او کار ته پرېښودل شي


په کابل کې د معرضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور. May 16 2023
په کابل کې د معرضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یو انځور. May 16 2023

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، افغان نجونې او ښځې باید زده‌کړو او کار ته پرېښودل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې یو شمېر کارکوونکو د افغانستان په اړه د دې شورا په جوړې شوې غونډه کې زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو په بېرته ستنېدو ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د طالبانو له‌خوا د پلان شوي تبعیض له امله په افغانستان کې د جنستي اپارتاید په اړه اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

هغه دې غونډې ته په خبرو کې وویل: "د طالبانو په ایډیالوژۍ کې د نجونو او ښځو پر وړاندې ژور، سیستماتیک او پلان شوی تبعیض شته او دې وضعیت د جنستي اپارتاید په اړه اندېښنې را پورته کړي دي. دې ټکو د بشري حقونو د جدي نقض په اړه زموږ اندېښنې هم را ولاړې کړې دي. دا سرغړونې تر اوسه د یوه جنایت په توګه نه‌دي پېژندل شوي او زیاتې مطالعې او څېړنې ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا یو بل کمېشنر ولکر ترک هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

هغه دا هم وویل چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو بشري حقونو له پامه غورځولي دي.

نوموړي زیاته کړه: "زما په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خرابېدو ته ډېر اندېښمن یم، ځکه په افغانستان واکمنو طالبانو د بشري حقونو بنسټیز اصول په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق له پامه غورځولي دي. اوسمهال زموږ د ځانګړي راپور ورکوونکي او یو شمېر نورو متخصصانو له‌خوا د واقعیتونو ځینې برخې روښانه شوي دي، په ځانګړي ډول هلته زموږ د شتون او له زندانونو زموږ د کارکوونکو لیدونو دا زمینه برابره کړې ده."

د افغانستان په اړه د بشري حقونو شورا غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو شمېر نورو غړو بیا وویل، په دې هېواد کې د بشري حقونو اړوند بنسټونو څخه باید ملاتړ وشي.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو شورا په غونډه کې په دوی د بشري حقونو د نقض په اړه شویو نیوکو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو وړاندې یې ویلي چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

هاخوا له دې غونډې وړاندې څو ساعته مخکې په کابل کې یو شمېر معترضو ښځو په یوه سرپټي ځای کې اعتراض وکړ.

دوی ازادي راډیو ته رالېږلو ویډیوګانو او خپلو شعارونو کې له ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ښځې له طالبانو سره د خپل تعامل قرباني نه‌کړي.

یوه معترضه مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله‌ نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او د دوشنبې په ورځ یې په یوه سرپټي ځای کې د ښځو په اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته یې وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې یې یوې دولتي ادارې کې کار کاوه او له ۳۰ زرو افغانیو زیات معاش یې اخیسته. دا چې مېړه یې مړ شوی، د کورنۍ سرپرسته او د دوو ماشومانو مور ده، اوس بې‌دندې ده.

په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. August 15 2022
په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. August 15 2022

دا معترضه مېرمن طالبان د خپل اوسني وضعیت او د دې په څېر له ورته برخلیک سره د مخ مېرمنو د حالت عاملان بولي.

نوموړې وايي: "زه دوه کوچنیان لرم، خپله د کورنۍ سرپرسته یم. د دولت له سقوط وروسته په کور کېنول شوم او له بده مرغه بله هېڅ دنده مې هم پیدا نه‌کړه. بل هېڅ عاید نه‌لرم، کرایي کور کې اوسېږم. دا چې څه دول ستونزې مې ولیدې او اوس ورسره مخ یم، خپله یې شاهده یم. د ټولو ستونزو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د را پورته شویو ستونزو لامل طالبان دي."

یوه بلې معترضې مېرمن زینب چې دې هم په دغه اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له دندې محرومه شوه.

زینب ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له افغانانو سره په دوه ګوني چلند او له طالبانو سره په تعامل تورنوي.

اغلې زينت وويل: "موږ نن یو پروګرام درلود او هغه دا چې د ښځو ستونزې او د طالبانو له‌خوا د ښځو ځپونکې کړنې مو نړیوالو او ملګرو ملتونو سازمان ته مخ‌ ته کړې. دوی تل طالبانو سور فرش هواروي او غونډو کې بلنه ورکوي. طالبانو خپلو مېلمستونونو ته غواړي، په داسې حال کې چې د افغانانو ستونزو ته هیڅ وخت پام نه‌کوي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل د دې نیوکو او اعتراض په اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد او مرستیال ویاند بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، په ځانګړي ډول په نجونو او ښځو پراخ محدودیتونه او بندیزونه لګولي چې د معترضو ښځو له قوله، د دوی ورځنی ژوند یې ګډ وډ کړی دی.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې په کار بندیز، د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو مخنیوي، له محرم پرته یې له سفره راګرځول، تفرېحي پارکونو او ښځینه حمامونو ته له تلو منع کول، هغه محدودیتونه او بندیزونه دي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، په افغان نجونو او ښځو لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG