د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

سرچینې: طالبانو په ټول افغانستان کې د دارالمعلمینونو د تړلو امر کړی


په کابل کې د سید جمال الدین د ښوونکو د روزنې ریاست
په کابل کې د سید جمال الدین د ښوونکو د روزنې ریاست

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ۴۹ دارالمعلمینونو یا د ښوونکو د روزنې عالي موسسو او د د دې موسسو اړوند د ۱۹۸ ملاتړو مرکزونو د تړلو امر کړی.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت هغه مکتوب چې ازادي راډيو ترلاسه کړی په‌کې ویل شوي، د دارالمعلمینونو یا د ښوونکو د روزنې عالي موسسو تشکیلاتي واحدونه د پوهنې وزارت له چوکاټه حذف شوي.

د دارالمعلمینونو ځينې استادانو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې موسسو د تړلو موضوع تايید کړه.

د پوهنې وزارت د یوې سرچینې او دارالمعلمینونو د استادانو د معلوماتو پر بنسټ د پلازمېنې کابل او د ولایتونو په مرکزونو کې ۴۹ دارالمعلمینونه او په ولسوالیو کې د دې مؤسسو اړوند ۱۹۸ حمایوي یا ملاتړي مرکزونه وو چې د ۳۶۰۰ کادري استادانو ترڅنګ یې ۲۰۰۰ اداري او خدماتي پرسونل درلود.

که څه هم د پوهنې وزارت په مکتوب کې ویل شوي چې د دې موسسو استادان او نور خدماتي پرسونل به په نورو ښوونیزو مرکزونو لکه ښوونځیو او مدرسو کې جذب شي، خو د دارالمعلمینونو استادان بیا وايي، په ښوونځیو کې دومره خالي بستونه نه‌شته چې دا ټول استادان په‌کې وګومارل شي.

د دارالمعلمین یو استاد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، دا پرېکړه به د دارالمعلمینونو سلګونه استادان او د اداري برخې کارکوونکي د بې دندې کېدو له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړي.

هغه وايي: "دا د ښوونکو د روزنې موسسو د استادانو لپاره ډېره سخته ده. تاسې ته خپله د بې‌کارۍ کچه معلومېږي چې حتی ساختماني او د ورځې مزدوري هم نه پیدا کېږي، نو د دې کسانو معاش اخیستل او بې‌کاره کول، د ټولنې او د استادانو د کورنیو لپاره یوه لویه ستونزه ده."

دا استاد همدا شان وايي، د دارالمعلمینونو دنده د ښوونکو علمي ظرفیت لوړول او هغوی ته د نويو درسي میتودونو ور زده کول وو چې که دا موسسې تړل کېږي، ورسره د ښوونځيو تدریسي کیفیت هم زیانمېدلای شي.

د افغانستان په شمال کې د یوه دارالمعلمین استاد چې دی هم نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، د طالبانو حکومت په دې پرېکړې سره د دارالمعلمینونو استادان هم خپلې کادري رتبې او هم مادي امتیازات له لاسه ورکوي چې په اوسنیو شرایطو کې به دا د استادانو لپاره ډېره سخته وي.

دا استاد وايي: "ډاډمن نه یم چې داسې ځای پیدا شي چې دوی په‌کې وګومارل شي، خو که بل ځای مقرر هم شي، دا استادان به هم معنوي او هم مادي امتیازات له لاسه ورکړي. معنوي امتیاز یې کادري رتبه ده چې نور دوی په علمي کادر کې نه شاملېږي او همدا ډول مادي امتیازات چې دوی خپل ژوند پرې مخکې وړي، لغوه کېږي او یوه عادي معاش به ورکړل شي."

د دارالمعلمین دا استاد د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دارالمعلمینونو د تړلو پرېکړه بېرته واخلي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت

دا چې دارالمعلمینونه ولې تړل کېږي او بدیل به یې څه وي؟ په دې اړه مو د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر د دفتر له رئیس عزیز احمد ریان څخه وپوښتل، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت داسې مهال د دارالمعلمینونو د تړلو پرېکړه کوي چې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم نن په خوست پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل چې د پوهنتونونو استادان دې بهر ته د تګ پر ځای په هېواد کې پاتې شي او خدمت دې وکړي.

طالبانو تر واکمنېدو وروسته تر ټولو لانجمنې پرېکړې د زده‌کړو او د ښځو د حقونو په برخو کې کړي چې ګڼ نړيوال او کورني غبرګونه یې له ځان سره درلودل، خو له ټولو غوښتنو سره هم طالبانو په دې برخو کې خپل محدوديتونه نه‌دي کم کړي او په دې برخه کې شوې پرېکړې یې د افغانستان کورنۍ مسئلې بللې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG