د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

یونېسف: افغانو ښوونکو ته د ۲ میاشتو لپاره نغدې مرسته ورکوو


افغان ښوونکې او زده کوونکي
افغان ښوونکې او زده کوونکي

په هغه خبرپاڼه کې چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف د یکشنبې په ورځ خپره کړه، راغلي دي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې ۱۹۴۰۰۰ ښوونکو ته د دوو میاشتو لپاره نغدې مرسته ورکوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یونېسف او نور همکاران یې د دولتي ښوونځیو له ټولو ښوونکو ملاتړ کوي، په همدې خاطر په جنوري او فبروري میاشتو کې له دوی سره مرسته کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ټولو دولتي ښوونځیو، تخنیکي او مسلکی مرکزونو او د ښوونکو د روزنې مرکزونو (دارالمعلمینونو) ښوونکي په دې پروګرام کې شامل دي.

په پنجشیر کې یو ښوونځی
په پنجشیر کې یو ښوونځی

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یونېسف ادارې د استازي محمد ایویا له قوله ویل شوي دي: "د ښوونکو د معاشونو په برخه کې له څو میاشتو بې ثباتۍ وروسته خوشاله یو چې د افغانستان د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د بیړني ملاتړ زمینه برابروو. "

محمد ایویا ویلي، يونېسف اداره ۲۵۰ ملیونه اضافي ډالرو ته اړتیا لري چې د افغانستان له ښوونکو اوږد مهاله ملاتړ وکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، د دې وزارت او يونېسف ادارې د تفاهم پر بنسټ ښوونکو ته د يونېسف ادارې له خوا د ۲ میاشتو لپاره مرسته کېږي.

د دې وزارت د نشراتو رئیس عزیز احمد ریحان د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:" دا مرسته د ټولو ښوونکو لپاره چې د افغانستان په هره سیمه کې وي، ورکول کېږي. اوس به د مرغومي (جدي) او د سلواغې (دلوې) میاشتې لپاره دا مرستې ورکړل شي، که توافق وشي شاید په راتلونکو میاشتو کې تر یوه کاله پورې دا مرستې دوام وکړي."

ریحان وايي، د یونېسف ادارې مرسته شوې پیسې به ښوونکو ته د بانکي حسابونو له لارې حواله شي او دوی کولای شي له بانکونو یې ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې تر دې دمه دوی د یونېسف ادارې شوې مرسته ۴۰ زره ښوونکو ته د بانکي حسابونو له لارې ور لېږلې ده.

په افغانستان کې د یونېسف ادارې مرسته د ښوونکو له هرکلي سره مخ شوې ده.

۴۳ کلنه ښوونکې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته موچي ګري کوي
۴۳ کلنه ښوونکې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته موچي ګري کوي

ښوونکې شهناز ازادي راډيو ته وویل:" دا ډېر ښه اقدام دی، موږ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ یو، هیله لرو چې دا مرستې ډېرې شي او ښوونکي له پامه و نه غورځول شي. "

بله ښوونکې سهیلا وایي:" موږ ډېر خوښ یو چې يونېسف ادارې له موږ سره دا مرسته وکړه، تر اوسه پورې موږ ته د لیندۍ او مرغومي میاشتې معاشونه نه دي راکړل شوي. "

له ښوونکو سره داسې مهال د یونېسف ادارې د مرستو لړۍ پيلېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او بشري او اقتصادي بحران له رامنځ ته کېدو سره طالبان تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې په منظم ډول د دولتي کارکوونکو معاش ورکړي.

له دې مخکې د طالبانو د مالیې وزارت ویلي و چې د وري یا حمل میاشتې له پیله به دا بهیر منظم کړي.

XS
SM
MD
LG