د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

بدخشان کې د ښوونځیو ځینې زده کوونکي خپل راتلونکي ته اندېښمن دي


ارشیف، بدخشان کې یو ښوونځی
ارشیف، بدخشان کې یو ښوونځی

په بدخشان ولایت کې د بېلابېلو ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي وايي، دغه ولایت کې د طالبانو په واکمنېدو سره، سیمه ییز طالب چارواکو د ښوونځيو امرینو ته سپارښتنه کړې چې له اووم څخه نیولی تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکو ته اجازه ورنه کړي چې ښوونځيو ته ولاړ شي.

د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار د شهید سایف د لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی احمدالیاس وايي، سږ کال یې ښوونځي پای ته رساوه او هېله مند وو چې د کانکور ازموینه کې برخه واخلي، خو د طالبانو له لوري د زده کوونکو پرمخ ښوونځي وتړل شوی چې په دې کار نوموړی اندېښمن دی

الیاس وايي: "کله چې طالبان پر بدخشان واکمن شوي، موږ ته اجازه نه راکوي چې ښوونځي ته ولاړ شو. که څه هم موږ څلورنیم میاشتنې ازموینې هم بشپړ کړې وې. "

د دې ښار د قاري خانې د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې سحر بیا وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره، اوس یوازې د لومړي او شپږم ټولګي زده کوونکي ښوونځي ته د تګ اجازه لري.

نوموړې د خپل راتلونکي په اړه خواشینې ده: "زه غواړم په راتلونکي کې ډاکټره یا انجنیره شم. خو طالبان موږ ته اجازه نه راکوي چې درس ووایو. له دوی غواړو چې د ښوونې او روزنې مانع نه شي."

بدخشان کې یو ښوونځی
بدخشان کې یو ښوونځی

په ورته وخت کې ددې ولایت کې د طالبانو د رسنیو مسوول معاذالدین احمدي وايي، ډېر ژر به دغې ستونزې ته پای ټکې کېښودل شي: "موږ له شپږم ټولګي پورته درسونه معطل کړي، څو خپلو نورو خویندو ته له هلکانو جلا د درس او تحصیل زمېنه برابره کړو. دا ستونزه د هوارېدو په حال کې ده او انشاءالله ډېر ژر به درس او تعلیم پیل شي."

د بدخشان ولایت یو شمېر پوهان د طالبانو دغه پرېکړه ناسمه بولي او زیاتوي، که طالبان زده کوونکو ته د درس ویلو اجازه ورنه کړي، نو د ولس له غبرګونونو سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د بدخشان سیمه ییزو طالبانو ویلي وو چې ښځینه ښوونکې یوازې تر شپږم ټولګي پورې هلکانو ته تدریس کولی شي او له شپږم ټولګي پورت هلکانو ته تدریس نه شي کولی او دغه راز ښځېنه ښوونکو ته یې امر کړی چې ښوونځيو د تګ پر مهال باید اسلامي حجاب مراعت کړي.

په بدخشان ولایت کې د ښوونځيو زده کوونکي له نړیوالي ټولنې غواړي، چې پر طالبانو فشا وارد کړي، څو د دوی د ښوونې او روزنې مخه ونه نیسي.

XS
SM
MD
LG