د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

اندونیزیا او اسلامي همکاریو سازمان زده کړو ته د افغان ښځو په لاسرسي ټینګار کړی


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۸مه دغه نجونې پوهنتونونو ته له تلو راوګرځولې‌.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۸مه دغه نجونې پوهنتونونو ته له تلو راوګرځولې‌.

د اندونیزیا ولسمشر او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي په افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو او ښځو په لاسرسي ټینګار کړی دی‌.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو‌ ویدودو او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم‌طه‌ د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو خبرې کړي‌.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دواړو مشرانو په جاکارتا کې سره لیدلي او تعلیم ته یې د افغان نجونو او ښځو په‌لاسرسي ټینګار کړی دی‌.

هغې زیاته کړې، په دې لیدنه کې له افغانانو سره د اندونیزیا په ګډون د نورو هېوادونو د بشري مرستو په اهمیت هم خبرې اترې شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان هم په خپله ټویټرپاڼه د دې لیدنې او په کې زده‌کړو ته د افغان نجونو لاسرسي ته اشاره کړې ده‌.

طالبانو واک ته له بیا ځلي رسېدو لږ وخت وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې، تر خوا یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۸مه نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تلو راوګرځولې‌.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون مخه. طالبانو تېر کال دغه نجونو له زده کړو منع کړې. December 21, 2022
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون مخه. طالبانو تېر کال دغه نجونو له زده کړو منع کړې. December 21, 2022

د طالبانو دې پرېکړو په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپورته کړل او په نجونو او ښځو د نورو بندیزونو په ګډون یې دا پرېکړه هم سخته وغندل شوه.

د طالبانو حکومت چارواکو د نجونو د تعلیم د بندی په اړه بېلابېل دلایل وړاندې کړي چې اکثریت افغانانو ور سره مخالفت ښودلی، خو لا تر اوسه دوی له خپل دریځ په شا شوې نه‌دي‌.

په همدې حال کې یو شمېر نجونې چې طالبانو ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منع کړي، هر څه ژر ژر د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستو غوښتنه کوي.

مرینا چې د کابل پوهنتون محصله ده ازادي راډیو ته وویل، زده‌کړه یې شرعي او بشري حق دی.

هغه وايي: "انشاالله چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي، ځکه دا هرې افغانې نجلۍ شرعي حق دی چې باید ورکړل شي. هره افغانه نجلۍ باید وکولای شي چې د خپل راتلونکي په اړه تصمیم ونیسي او د افغانستان راتلونکی روښانه کړي."

د کابل په یوه لېسه کې د نهم ټولګي زده‌کوونکې چې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې ياد ازادي راډیو ته وویل، زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي په برخه کې پورته شوي غږونه باید خاموش نه‌شي‌.

په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.
په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

هغې وویل: "دوه کاله کېږي چې بې‌برخلیکه یوو، ځکه د ښوونځيو دروازې یې پر موږ تړلي. دا لوی ظلم دی چې له موږ سره کېږي. موږ له ټولو هغو کسانو چې د بشري حقونو او د تعلیم ملاتړي دي غواړو چې موږ یوازې پرې‌ نه ږدي او ملاتړ مو وکړي."

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د دې افغان نجونو د غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

یوازې زده‌کړې نه‌دي چې د طالبانو اوسني رژیم ترې نجونې راګرځولي، بلکې دوی ښځې له کار هم منع کړي او د دوی په سیاسي، فرهنګي او ټولنیز مشارکت یې هم بندیز لګولی‌.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG