د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

بریتانیا د افغان ښځو په تړاو د طالبانو محدودونکو فرمانونو ته اندېښنه ښودلې


د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر رایرټ ډیکسن کابل کې د لیدنې پر مهال. 06.07.2023
د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر رایرټ ډیکسن کابل کې د لیدنې پر مهال. 06.07.2023

د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر وايي، کابل ته د سفر پر مهال یې د هغو فرمانونو په اړه د طالبانو چارواکو ته خپله اندېښنه په ډاګه کړه چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر وايي، کابل ته یې سفر د بریتانیا د هغې ژمنې ښکارندویي کوي چې د افغانستان د مثبتې راتلونکې لپاره یې لري.

رایرټ ډیکسن کابل ته له سفر وروسته پر خپل ټویټر په یو بیان کې لیکلي، چې هلته یې له طالب چارواکو سره په لیدنو کې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار پر موضوعاتو ټینګار کړی.

نوموړي ویلي، طالب چارواکو ورته ویلي چې د مخدره موادو د مخنیوي، امنیت ټینګښت او دغه شان د فساد د مخنیوي په برخه کې یې پرمختګ کړی دی، خو په خبره یې، په زغرده یې هغوی ته دا هم ویلي ،د هغه اقداماتو په اړه چې په تدریجي ډول له نجونو او ښځو د هغوی حقونه اخلي سخت اندېښمن دي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې.

هغه لیکلي: "موږ به د افغان ښځو او نجونو لپاره خپل فشار ته دوام ورکړو ترڅو خپل بشپړ پوټانسیل ته ورسېږي او د طالبانو په شمول له ټولو سره د یوه امن او هوسا افغانستان لپاره همکاري کوو.''

په بیان کې راغلي، افغانستان اوسمهال په نړۍ کې له سختو بشري کړکېچونو سره مخ دي، ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، اقتصادي وضعیت خواشینونکی ښکاري، لامل یې د تېرې نږدې نیمې پېړۍ کړکېچ او وچکالي ده، چې اقلیمي بدلون لا پسې سخته کړې.

په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

مخکې له دې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي وو چې بریتانیا له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو هیله څرګنده کړې او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له ده غوښتي چې له افغانستان سره ډاډمن تعامل وکړي.

په خبرپاڼه کې دغه شان راغلي وو چې متقي په بریتانیا کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د هواري په پار هیله څرګنده کړه، چې په لندن کې قونسلي خدمتونه پیل شي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د جاپان سفارت په خپل ټویټر د جاپان د سفیر او د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر د لیدنې جزییات خپاره کړي دي.

په بیان کې راغلي چې په دې لیدنه کې د نجونو د زده کړو او کار تر څنګ د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ د دوه اړخیز باور رامنځته کېدو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه هغه ستونزه ده چې د نړۍ هېوادونه یې د طالبانو له حکومت سره په مخالفت کې درولي دي.

طالبانو پر افغانستان د بیا ځلي واکمنېدو له پیل وروسته پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په تازه فرمان کې په ټول افغانستان کې سینګارتونونو مسوولانو ته یو میاشت وخت ورکړی چې خپل سینګارتونونه وتړي.
طالبانو په تازه فرمان کې په ټول افغانستان کې سینګارتونونو مسوولانو ته یو میاشت وخت ورکړی چې خپل سینګارتونونه وتړي.

له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د دوی پر وړاندې په هر ډول زده کړو بندیز لګېدلی دی، دغه شان د طالبانو حکومت په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو ادارو کې ښځې له کاره منع کړي او عمومي پارکونو، حمامونو او ورزشي کلبونو ته له تللو هم راګرځول شوي دي.

د طالبانو حکومت د دې ترڅنګ په تازه اقدام کې د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ښځو د سینګارتونونو د بندیز پرېکړه هم کړې.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت اقدامات تبیعضي چلند او جنسیتي ځورورنه بللې او له دوی یې غوښتي چې دغه محدودیتونه لرې کړي، خو دوی تر دې دمه په دې برخه کې له خپلو پرېکړو نه دی په شاه شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG