د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

اوتونبایوا: د محدودونکو فرمانونو په شتون کې د طالبانو رسمیت پېژندنه امکان نه لري


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، که طالبان پر ښځو د محدودیتونو فرمانونه لغوه نه‌کړي، هېڅ امکان نه‌‌شته چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډه تر ډېره د طالبانو د حکومت پر هغو تګلارو متمرکزه وه چې له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه محدود شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا غونډې ته په خپله وینا کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو د محدودیت فرمانونه لغوه کړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

نوموړې وایي، له طالبانو سره د خبرو له لارې يې هغوی ته په ډاګه کړې چې که د نجونو او ښځو د کار او تعلیم په ګډون یو شمېر محدودونکي فرمانونه لغوه نه‌کړي، د رسمیت پېژندنې امکان یې نه‌شته.

نوموړې وايي: "د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره په منظمو بحثونو کې زه د هغو خنډونو په اړه په ډاګه غږېږم چې دوی خپل ځان ته د فرمانونو او لګول شویو محدودیتونو له کبله رامنځته کړي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په ضد. مونږ دوی ته څرګنده کړې، تر هغو چې دا فرمانونه په خپل ځای وي، دا تقریباً له امکانه وتلې خبره ده چې حکومت یې د نړیوالې ټولنې د غړو هېوادونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي."

مېرمن اوتونبایوا وویل، طالبان له ملګرو ملتونو د رسمیت پېژندنې غوښتنه لري، خو برعکس د همدې سازمان د منشور خلاف ځینې کړنې ترسره کوي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښونځي بند کړل او تېر کال دسمبر میاشت کې یې د نجونو پوهنتونه هم بند اعلان کړل او کورنیو او نړیوالو موسسو کې یې د هغوی پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې هم له دندو منعه کړې چې دې کار د ملګرو ملتونو سخت غبرګونونه وپارول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د ښځو او نجونو پر حقونو سربېره د سیاسي واک په برخه کې هم د طالبانو پر تګلارو نیوکې وشوې.

روزا اوتونبایوا غونډې ته وویل، د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې ټولشموله نه‌دی، بلکې جوړښت یې بشپړ نارینه محوره او واک هم په‌کې نږدې ټول پښتانه دي.

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د ازادي راډیو خبریاال وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو هغوی په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې.

پخوا تر دې بیا طالبانو د نجونو او ښځو د کار د بندیز په برخه کې د خپلو تګلارو ننګه کړې او حکومت یې هم له قومي پلوه ټولشموله بللی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د ښځو او بشري حقونو فعالې شبانې بسیج راسخ هم خبرې وکړې.

هغه چې په وینا یې د سولې په نوم بنسټ یې افغانستان کې نجونو ته په پټه زده‌کړې ورکوي، تعلیم د ټولو نیکمرغیو ریښه بولي.

نوموړې وايي: "څه چې مونږ غواړو په یوه کلمه کې خلاصه کېدلی شي، هغه کلمه ثبات دی. هغه څه چې د ثبات لامل کېږي، هغه تعلیم دی. هر څه د ښوونځي له ټولګي نه سرچینه اخلي، لکه اقتصاد، نیکمرغي او پیاوړی روغتیایي سیستم. په هغې خاوره کې چې سخت دریځي وده کوي، د کرکې د تخم ځای باید په هیلې بدل شي، دا هغه وخت امکان لري چې نجونو ته د زده‌کړو فرصت ورکړل شي."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو په بیاواکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړلي دي. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو په بیاواکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړلي دي. December 21, 2022

د امنیت شورا په غونډه کې د سرمنشي استازې د طالبانو د حکومت ځینې کارونه وستایل.

روزا اوتونبایوا وویل، طالبانو د داعش د له منځه وړلو همغږې هڅې کړي، د لوړ اداري فساد کچه یې راکمه کړې او د کوکنارو په کښت کې یې هم د پام وړ کموالی راوستی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG