افغانستان
امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د بندو دروازو ترشا له سلا مشورو وروسته په پرانیستې غونډه کې بحث وکړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یاد سازمان د مرستندوی دفتر یوناما مشره روزا اوتونبایووا او د افغانستان د مدني ټولنې یوه استازې د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
همدا راز په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا استازي به هم غونډې ته ویناوې وکړي.
تمه ده چې د امنیت شورا په غونډه کې له افغانستانه د تروریزم پر ګواښ هم خبرې وشي.
په افغانستان کې بشري حقونه، په تېره د نجونو او ښځو تعلیم او کار بله هغه مسئله ده چې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به خبرې پرې وشي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه ورځې وروسته له هغې د افغانستان په اړه خبرې کوي چې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سختو محدودیتونو ته په اشاره له دولتونو وغوښتل چې جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي اپارټاید دې یو نړیوال جرم وګڼي چې د ده په وینا دا به له دې سره مرسته وکړي چې طالبان د افغان ښځو پر وړاندې د جدي او سیستماتیک ناوړه چلند حساب ورکوونکي وبلل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ازبکستان له افغانستان او اروپا سره سوداګریز دهلیزونه پراخوي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي، په افغانستان کې ثبات د منځنۍ اسیا او اروپا په ګټه دی.
میرضیایف دغه څرګندونې له یورو نیوز سره په مرکه کې چې پرون سه شنبه ( د حمل په ۱۲مه) خپره شوې، کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان په وړاندې یې د هېواد سیاست تل پر عمل او اوږدمهاله ستراتیژۍ ولاړ دی.
د ازبکستان ولسمشر زیاته کړې چې منځنۍ اسیا د نړیوال سوداګریز لېږد رالېږد په مهمې کړۍ بدلېدونکې ده او هېواد یې هڅه کوي چې له افغانستان سره ترانس افغان او اروپا سره ترانس کسپین دهلیزونه پراخ کړي.
هغه زیاته کړې چې دغه اقدام کولای شي د نړۍ کلیدي بازارونو ته د منځنۍ اسیا لاسرسی اسانه کړي.
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ازبکستان د سیمې له هغو هېوادونو دی چې طالبانو سره تعامل لري او د طالبانو ډيپلوماتان یې منلي دي.
د بدخشان مرکز فیض اباد د ریښتر په کچه ۴اعشاریه ۶ درجې زلزلې لړزولی دی

د بدخشان مرکز فیض اباد د ریښتر په کچه ۴اعشاریه ۶ درجې زلزلې لړزولی دی.
د ولکینو دیسکوري په نوم ویب پاڼې ویلي، دا زلزله نن سهار ۳ او ۵۳ دقیقې د فیض اباد په ۶۵کیلو مټرۍ کې شوې ده.
تراوسه د زلزلې له کبله د احتمالي مالي زیانونو په اړه څه ویل شوي نه دي.
طالب سیمه ییزو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سویس د پراختیا او همکارۍ اداره په کابل کې پرانیستل شوه

د سویس د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د پراختیا او همکارۍ ادارې دفتر په کابل کې بیا پرانیستل شو.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې دوشنبې( مارچ ۳۱) یې خپره کړه ویلي دي چې په دې دفتر کې د مارچ په لومړۍ نیمایي کې کار پيل شوی دی.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اوسمهال د دغه هیواد د مرستو د څانګې څلور سویسي متخصصین او لس سیمه ییز کارمندان په دې دفتر کې په کار بوخت دي.
د سویس د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلې دي چې په افغانستان کې بشري بحران د نړۍ په کچه یو له بدو بحرانونو څخه دی او د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته په نژدې څلورو کلونو کې د افغانستان له نیمایي نفوس څخه ډیر بشري مرستو ته متحاجه دي.
په لیتوانیا کې د ۳ امریکايي پوځیانو مړي وموندل شول

د امریکا پوځ وایي چې د درېیو امریکایي سرتېرو مړي، چې څو ورځې مخکې په لیتوانیا کې د یوه پوځي تمرین په ترڅ کې ورک شوي وو، په د ولاړو اوبو په یوه دڼد کې وموندل شول.
د هغه راپور له مخې، چې پرون خپور شو، د امریکا د پوځ د اروپا او افریقا قوماندانۍ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې دا درې سرتېري د وري د ۵مې په لومړیو ساعتونو کې هغه مهال ورک شول، چې د یوه تاکتیکي نظامي موټر د ترمیم او لېږد مأموریت یې ترسره کاوه.
د دې بیان له مخې، د دغو درېیو سرتېرو هویت به تر هغه وخته افشا نه شي، چې د هغوی کورنیو ته خبر نه وي ورکړل شوی.
د ازادې اروپاږ ازادي راډیو د راپور له مخې، د دې درېیو سرتېرو زغرګاډی د یکشنبې په غرمه په ډنډ کې وموندل شو. په تېرو شپږو ورځو کې د دغو سرتېرو د موندلو لپاره د لیتوانیا او بیلاروس پولې ته نژدې د ژغورنې عملیات پیل شوي وو.
څلور امریکایي سرتېري له شپږو ورځو راهیسې ورک دي، او لا هم د څلورم سرتېري برخلیک نامعلوم دی. د لیتوانیا ولسمشر وایي چې د څلورم سرتېري د موندلو لپاره لټون لا هم روان دی.
افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري ۶۶ سلنه کمه شوې

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې افغانستان ته د پاکستان ترانزیتي سوداګري د روان مالي کال په لومړیو اته میاشتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله ۶۶ سلنه کمه شوې ده.
یوې رسمي سرچینې وویل، د افغانستان د ترانزیتي سوداګري د تېر مالي کال د ورته مودې پرتله ۱.۴۸۹ میلیارده ډالره کمه شوې.
سرچینې د دې کموالي اصلي دلیل د پاکستان له لوري د قاچاق ضد اقدامات او د وارداتو محدودیتونه ګڼلي دي خو دا په داسي حال کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د بندري لارو بیا بیا بندېدا او د پاکستان له لوري د ترانزیت او ګمرکي تعرفو لوړېدا هم اغېز لرلی دی.
د یادونې وړ ده چې د تېرو مالي کلونو په لړ کې هم د افغانستان د ترانزیتي سوداګرۍ کچه د پام وړ کمه شوې وه.
په ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال کې د افغانستان د ترانزیتي سوداګرۍ ټول ارزښت ۷.۰۹۵ میلیارد ډالره و، خو په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې دا رقم ۵۹ سلنه کم شو، چې یوازې ۲.۸۸۷ میلیارد ډالرو ته راښکته شو.
همداراز له پاکستان څخه د افغانستان واردات ډېر کم شوي او اوس افغانستان تر ټولو ډېر واردات له ایران څخه کوي.
د روسیې له سترې محکمې وغوښتل شول: د طالبانو نوم له تروریستي لیسته وباسي

د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د دوشنبې په ورځ له سترې محکمې وغوښتل چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر فعالیتونو لګول شوی بندیز پای ته ورسوي.
د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو تېره اوونۍ له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې طالبان باید د روسیې د تروریستي ډلو له لیست څخه وایستل شي.
روسیې په ۲۰۰۳ م کال طالبان د خپل هیواد د تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړل.
سره له دې چې په وروستیو کلونو کې، په تېره بیا د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې او راشه درشه نسبتاً زیاته وه خو روسیې له خپل تور لیسته د طالبانو نوم نه و ایستلی.
په همدې حال کې روسیه د نورو هیوادونو په شان لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې د نري رنځ ۲۵ سلنه ناروغان افغان کډوال دي

د ایران د روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د مدیریت د مرکز مشر قباد مرادي وویل چې په دغه هیواد کې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو ډیری برخه افغانان دي.
هغه وويل چې دا خلک ايران ته تر ننوتلو مخکې په دې ناروغۍ اخته وي او وروسته هلته هم ناروغي خپروي.
ایراني چارواکي وايي چې د افغان اتباعو ننوتل د دوی تر کنټرول لاندې نه دي، خو دوی هڅه کوي چې د هغوی لپاره ځانګړي طبي خدمات چمتو کړي.
تر اوسه پورې، ملګرو ملتونو یا نورو خپلواکو ادارو د ایراني چارواکي دا ادعا نه ده تایید کړې. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د کډوالو ضد احساساتو او کرکې په وروستیو کې زیاتې شوي.
په ایران کې دوه افغان څاه کیندونکي مړه شوي

د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب د څانګې ویاند سید جلال مالکي د دغو دوو کارګرانو مړینه تایید کړه.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا افغان څاه کیندونکي ښايي د څاه دننه د ګازو د خپرېدو یا د اکسیجن د نشتوالي یا کمښت له امله مړه شوي وي.
هر کال زرګونه افغانان ایران ته د کار لپاره ځي، او په ایران کې د شاقه کارونو په ترڅ کې مرګژوبلې ورته اوړي.
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې افغان کډوال په زوره ونه باسي

د بخښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل یوځل بيا له پاکستانه وغوښتل چې په زوره له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل لغوه کړي.
د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې له پاکستانه په ځانګړي ډول د افغان هنرمندانو پر ایستلو اندیښنه څرګنده کړه.
دې سازمان د بیلګې په توګه د نورالله په نوم د یوه افغان هنرمند یادونه کړې او ویلي یې دي چې که هغه افغانستان ته واستول شي، دا به نه یوازې ظالمانه وي بلکې په دې کار سره به دوی خپل غږ، میراث او هویت له لاسه ورکړي.
د امنیتسي انټرنشنل په خبره پاکستان باید وروستی مهلت لغوه کړي او د هغو کسانو ساتنه وکړي چې له لسیزو راهیسې یې دا هیواد خپل کور بللی دی.
د پاکستان حکومت ټولو بې اسناده او د ACC په نوم د افغانستان د تابعیت کارټ درلودونکو ته ویلي چې د مارچ تر۳۱ دمخه له پاکستانه ووځي کنه له دې نیټې وروسته به په زوره له دې هیواده وایستل شي.
حامد کرزی: د نجونو زدهکړې د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي چې د نجونو زدهکړې د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.
ښاغلي کرزي د شنبې په ماښام پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت او د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د پروګرامونو په اړه هم بحث وشو.
په افغانستان کې ۱۴۰۴ تعلیمي کال لس ورځې مخکې د نجونو زده کوونکو له حضوره پرته پیل شو.
طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسي له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړې دي.
یوناما د روان وري یا حمل میاشتې په ۶مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د نجونو پر زدهکړو بندیز نه یوازې د دوی پر راتلونکي، بلکې د ټول افغانستان پر سوله او هوساینه منفي اغېز لري.