خبرونه
بار: امریکا د افغان ښځو حقونه له پامه غورځولي
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار وايي چې متحدوایالتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه لیک ته په نه پاملرنې سره د افغان ښځو حقونه له پامه وغورځول.
مېرمن بار پرون د جون ۱۷مه پر ټویټر ولیکل، کله چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د هغه مهال له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه د ښځو د حقونو پوښتنه وشوه، نو هغه دې مسئلې ته هيڅ راز اهمیت ورنهکړ او دا یې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي موضوع وبلله چې په خپلو کې به یې حل کړي.
زلمي خلیلزاد تر اوسه د مېرمن بار د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې هند سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د پنجشنبې په ورځ د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې د هند له ټیم سره لوبه کوي.
د دې سیالیو چې د عمان پلازمېنه مسقط یې کوربه دی، په بله نیمه پای لوبه کې پاکستان او بنګلهدیش سره مخ کېږي.
ټاکل شوې چې د سیالیو پایلوبه د راتلونکې شنبې په ورځ ه ترسره کېږي.
افغانستان کې رسني رپوټ ورکوي چې د روسیې مرستیال صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د کابل لیدنه کوي
افغانستان کې رسنیو نن چهارشنبې د وزارت دمرستیال ویاند ضیاء احمد تکل له قوله رپوټ ورکړ چې د روسیې د صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک دیو لوړ رتبه اقتصادي پلاوي په مشری د کابل لیدنه کوي.
ښاغلی تکل زیاتوي چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې دي.
روسي رسنیو د دغه خبر تر خپرویدو په دې هکله څه نه و ویلي.
روسیه یوازنی هیواد دی چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی او ورسره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.
مسکو د تیر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې طالبان د ممنوع سازمانونو له لیست څخه لیرې کړل.
ابوظبي کې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمینځ د درې اړخیزو مذاکراتو د لومړۍ ورځې خبرې پای ته ورسیدې
د اوکراین او روسیې مذاکره کوونکو د سېشنبې په ورځ، د لړم په ۱۹مه، د امریکا په منځګړیتوب د دوه ورځنیو مذاکراتو لومړۍ ورځ پای ته ورسوله.
خو لا هم څرګنده نه ده چې په دغو خبرو کې څومره پرمختګ شوی دی.
دا مذاکرات د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې لارې موندلو په موخه، د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې ترسره شول. دا له تېر ژمي راهیسې د روسیې او اوکراین د چارواکو لومړنۍ مخامخ لیدنه بلل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، چې په پاریس کې یې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) د ډلې د غونډې په څنډه کې له خپل اوکرایني سیال سره لیدلي ، دغه مذاکرات «ډېر رغنده» وبلل.
هغه وویل: «موږ باور لرو چې په پای کې باید زموږ اروپايي شریکان هم د درېاړخیزو مذاکراتو په چوکاټ کې ګډون وکړي؛ ځکه هغوی هم د دې مسئلې د اوږدمهاله حل یوه برخه دي.»
د اوکراین مذاکره کوونکي پلاوي ویلي چې د کییف تمرکز د امنیتي ضمانتونو ترلاسه کول او د تلپاتې سولې ټینګښت دی.
د مسکو له مهمو غوښتنو څخه یوه دا ده چې اوکراین په هېڅ ډول شرایطو کې د ناټو په تړون کې غړیتوب ترلاسه نه کړي.
اوکراین هم له خپلو لوېدیځو شریکانو د امنیتي تضمینونو غوښتنه کړې، څو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په راتلونکي کې د روسیې د بیا برید له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.
د ایران ولسمشر له چین سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نښلولو غوښتنه کړې
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د ترانزیټي دهلېز پر جوړولو او د چین د رېل پټلۍ له شبکې سره د هغه پر نښلولو ټینګار کړی دی.
د ایران د ولسمشرۍ د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، پزشکیان د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په تهران کې د اوسپنې پټلۍ د ترانسپورټ نړیوال کنفرانس ته په استولي پیغام کې د هرات-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د جوړېدو کار یې تر ډېره بشپړ شوی، خو تر هرات ښارهیې د غځولو کار لا پاتې دی.
ټاکل شوې د هرات-مزار شریف ترمنځ د شاوخوا ۶۵۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ په جوړېدو سره افغانستان د ایران او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په یوه مهمه ترانزیټي لار بدل شي.
مارکو روبیو: پر ایران د نورو پوځي بریدونو اړتیا نهوینو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، پر ایران د اقتصادي فشارونو د اغېز له امله، واشنګټن اوس پر دغه هېواد د نورو پراخو پوځي عملیاتو اړتیا نهویني.
روبیو د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په پاریس کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي۷» د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل، پر ایران اقتصادي فشارونه دومره سخت دي چې نور پراخ پوځي عملیات اړین نهدي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په ډیپلوماتیکو هڅو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.
بلخوا، ایران ویلي چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپارهیې وړاندیز لا هم پر خپل ځای دی، خو واشنګټن باید د بندیزونو د لیرې کولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو په ګډون د تهران غوښتنې ومني.
قطر او پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي.
بلغاریا کې د شاوخوا ۵۰ موټرو د ټکر له امله ۱۲ کسان مړه او ۵۰ نور ټپیان شوي
د بلغاریا په ختیځ کې د «اې۱» پر لویه لاره د ګڼو موټرو د پرلهپسې ټکر له امله لږترلږه ۱۲ کسان مړه او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د سې شنبې په ورځ «د لړم ۱۹مه» د یامبول ښار ته نږدې د سختې لړې له امله رامنځته شوې ده.
د بلغاریا د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د بار وړونکو موټرو په ګډون شاوخوا ۵۰ موټر ښکېل و.
پېښه لومړی د یوه بس او بار وړونکي موټر ترمنځ له ټکره پیل شوه او وروسته ګڼ نور موټر هم یو له بل سره وجنګېدل.
پولیس، اور وژونکي او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیانیې روغتونونو ته لېږدولي دي.
د بلغاریا صدراعظم رومن رادف دا پېښه یوه غمیزه بللې او د چهارشنبې ورځیې ملي ماتم اعلان کړی دی.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون دېر لاین هم د دې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سرهیې خواخوږي ښودلې ده.
د کرکټ د ۱۹ کلنو اسیا جام؛ افغانستان نیمه پایلوبې ته ووت
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډلې د اسیا جام په ګروپي سیالیو کې له درېیو پرلهپسې بریاوو وروسته نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې مالیزیا، بنګلهدېش او سریلانکا ته ماتې ورکړې او د درېیو لوبو په ګټلو سرهیې د خپل ګروپ لومړی مقام خپل کړی دی.
ټاکل شوې افغان لوبډله سبا پنجشنبه د «لړم په ۲۱مه» د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې د خپل سیال هند پر وړاندې ولوبېږي.
د دې سیالیو چې د عمان پلازمېنه مسقطیې کوربه دی، په بله نیمه پایلوبه کې به پاکستان او بنګلهدیش سره مخ کېږي.
د دې سیالیو پایلوبه د لړم په ۲۳مه ترسره کېږي.
طالبانو د یوه پخواني امنیتي چارواکي الله داد فدايي نیول کېدل تایید کړل
د طالبانو حکومت تایید کړه چې د جمهوریت د مهال امنیتي چارواکی الله داد فدايي، چې د اعتراف یوه ویډیو یې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د دوی په توقیف کې دی.
د طالبانو د حکومت یوې سرچینې نن سې شنبې، د لړم په ۱۹مه، ازادي راډیو ته یوازې د نوموړي توقیف تایید کړ، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
په دې وروستیو کې طالبانو ته نږدې رسنیو د الله داد فدايي یوه ویډیو خپره کړې چې نوموړی پکې ظاهراً د طالبانو په بند کې اعتراف کوي چې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان له متحدې جبهې سره یې په لغمان او نورستان ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د بریدونو پلان جوړ کړی و.
دا نده څرګنده چې له نوموړي څخه دا اعتراف په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.
د افغانستان متحدې جبهې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې منلې چې الله داد فدايي د دې جبهې یو باوري قوماندان و، خو ټینګار یې کړی چې نوموړي تر اوسه د دوی په استازولۍ د طالبانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه نه وه اخیستې. د دې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي چې د فدايي د خوشې کولو لپاره به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.
الله داد فدايي د جمهوریت پر مهال د څو ولایتونو امنیه قوماندان پاتې شوی او د نیول کېدو راپورونه یې د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې خپاره شوي وو.
ولسمشر ټرمپ وايي د دفاع د وزیر پر ځای دې د افغانستان او عراق جګړې مسوولین استیضاح شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع د وزیر پيټ هیګسټ د استیضاح په درشل کې د هغه دفاع کړې ده.
ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د پيټ هیګسټ پر ځای دې هغه کسان استیضاح شي چې د ده په خبره د افغانستان، عراق او ویټنام جګړه یې مخته وړله.
هغه دا جګړې ناکامه بللي. خو ویلي یې دي چې پيټ هیګسټ د وینزویلا او ایران جګړې وګټلې.
د امریکا د استازیو جرګې جمهوري غوښتونکي استازي توماس مسي د دفاع د وزیر پيټ هیګسټ د استیضاح طرحه وړاندې کړې او استدلال کوي چې پيټ هیګسټ د کانګرس له قانوني اجازې پرته د ایران جګړه مخته وړې او د دفاع د وزیر په توګه له خپلو واکونو پورته تللی.
ټرمپ پخوا هم د افغانستان جګړه او له هغه ځایه د راوتلو بهیر ګډوډ او ناکام بللی و خو پخواني ولسمشر جوبایډن ویلي و چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره متعهده و او نه یې غوښتل بل ولسمشر ته دا پروسه پریږدي.
د سکاټلنډ د کرکټ اداره وايي له افغانستان سره لوبې نه کوي
د سکاټلنډ د کرکټ ادارې اعلان کړی چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوبو پرته له افغانستان سره نړیوالې سیالۍ نه کوي.
دغې ادارې پرون په خپله اعلامیه کې ویلي چې د بورډ مشرانو یې دا پرېکړه «د کرکټ په ورزش کې د ښځو او نجونو د ګډون او پرمختګ» تګلارې ته په کتو کړې ده.
«کرکټ سکاټلنډ» ویلي د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره د کرکټ د نړیوالې شورا له لړیو پرته چې د یادې شورا د قوانینو او مقرراتو په اساس تنظیمیږي له هر ډول دوه اړخیزو، درې اړخیزو او تمریني لوبو ډډه کوي.
په بیان کې زیاته شوې تر هغو دا پریکړه پر ځای ده چې په افغانستان کې د ښځو د کرکټ او په لویه کې د بشري حقونو په وضعیت کې بدلون نه وي راغلی.
د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د نړۍ ځینو نورو ټیمونو له هغې ډلې اسټرالیا او انګلستان هم له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو څخه ډډه کړې خو په نړیوالو جامونو کې یې لوبې ورسره کړي.