د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

افغانستان په تړاو د وېسټ ليدنې؛ دا ليده کاته څومره ګټور دي؟


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو ځانګړې استازې په جلا ناستو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ورستیو حالاتو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، په دوبۍ کې یې د متحده عرب اماراتو د دولت د رییس له سلاکار انور قرقاش سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو خبرې کړي.

وېسټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي: "د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په خپلو تعاملاتو کې د لومړیتوب ورکولو لپاره د متحده عرب اماراتو د اصولي مشرتابه ستاینه کوم."

هغه هیله ښودلې چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د متحده عرب اماراتو او متحده ایالتونو همکاري دوام وکړي.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده عربي اماراتو او جاپان دایمي استازو د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي سره د دغه هیواد د سیاسي، بشري او پرمختیایي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازولۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخته د لانا زکي نسیبه چې اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوروه مشري هم په غاړه لري له قوله ولیکل، د افغانستان د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون اوغلو او په دغه سازمان کې د چاپان له دایمي استازي ای شینکي سره یې لیدلي او د افغانستان په تړاو یې ورسره خبرې کړي.

په فراه کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
په فراه کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ وروستی سفر او د افغانستان د وروستیو بشري او سیاسي حالاتو په اړه په ملګرو ملتونو کې د یو شمېر هېوادونو د استازو لیدنې او خبرې دا وخت کې څومره اغېزمنې دي؟

د بشري حقونو فعاله محموده تقوا وايي: "زه فکر کوم د افغانستان په تړاو په ملګرو ملتونو کې په ځلونو ناستې شوي، د افغانستان په تړاو په ځلونو خبرې شوي، ځینو هېوادونو د افغانستان په تړاو د غونډو ګوربه‌توب پر غاړه اخیستی دی او هلته خبرې شوي دي، نه یوازې د وېسټ سفر بلکې ډېر کسانو افغانستان ته سفرونه کړي او خپلې اندېښنې یې له طالبانو سره شریکې کړې دي، خو له دې ټولو وړو او غټو فرصتونو څخه ګټوره استفاده نه‌ده شوې."

د سیاسي چارو کتونکی صلاح‌الدین سعید بیا په دې باور دی چې په اوس وخت کې د خبرو پر ځای عملي اقداماتو ته اړتیا ده.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه د افغانستان لپاره د امریکا ټاکل شوی پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او اوسنی استازی وېسټ داسې څرګندونې لري او لرل یې چې زه په‌کې مثبت نتایج نه وینم، د دوی په سفرونو کې د افغانستان د خلکو ګټې چندان ځای نه‌لري."

دا لیدنې او څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو د خپلې بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو بېلابېل محدویتونه لګولي دي.

سره له دې نړيوالو دوی په افغانستان کې د بشري حقونو په سرغړونې تورنوي، خو طالبانو بیا تل دغه ډول راپورنه بې بنسټه بللې دي او ویلي، چې د اسلامي شريعیت په چوکات کې د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن دي، خو په دې اړه کوم څرګند تعریف نه‌دی وړاندې کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG