د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

په افغانستان کې د کوکنارو کمښت په تړاو د وېسټ څرګندونو غبرګونونه پارولي


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

په افغانستان کې د کوکنارو او تریاکو د تولید د کمښت په برخه کې د طالبانو د ونډې په اړه ټوماس وېسټ تازه څرګندونو غبرګونونه راپارولي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، د کوکنار او تریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت په برخه کې د طالبانو د تګلارو په اړه راپورونه د اعتبار وړ او مهم دي.

وېسټ د چهارشنبې ورځې په ماښام په یوه ټويټ کې زیاته کړې چې هر هېواد، په سیمه او بهر کې له نشه یي توکو پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.

هغه په خپل تویټر لیکلي: "هغه راپورونه چې طالبانو داسې تګلارې پلي کړي چې سږ کال یې د کوکنار تاریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت راوړی، د اعتبار وړ او مهم دي. هر هېواد، په سیمه او بهر کې، له نشه یي توکو پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري."

د وېسټ دغو خبرو ته د امریکا ګانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال غبرګون ښودلی، د شرم وړ او خورا ګمراه کوونکې یې بللې دي.

مایکل مککال په خپل ټویټر لیکلی: "طالبان په فعاله توګه افغان ښځې او نجونې ځپي، په عام محضر کې اعدامونه کوي، امریکایان یرغمل نیسي، القاعده ته خوندي تروریستي ځایونه ورکوي او د امریکا له خوا د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پيژندل کېږي، خو بیا هم د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د دوی ستاینه مناسبه ګڼي."

د امریکا ګانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا ګانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

هغه زیاته کړې: "دا د شرم وړ او خورا ګمراه کوونکې ده. په حقیقت کې، امریکا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمولو لپاره د مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر لګوي، نو د افغانستان لپاره د متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی په اصل کې هڅه کوي چې د ځان ستاینه وکړي."

له دې سره خوا کې د یوې برېتانوۍ موسسې 'السیس' د سروې پايلي ښيي چې سږ کال په هلمند ولایت کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت ډېر کم شوی دی.

د دې موسسې راپور ښيي چې پخوا ۸۰ سلنه کوکنار په هلمند ولایت کې کرل کېدل او اوس يې اندازه ډېره راټيټه شوې چې په وینا یې دا کموالی د پام وړ دی.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ادعا کړې، د دوی د مشر له فرمان وروسته د کوکنارو کښت او قاچاق په افغانستان کې صفر شوی.

نوموړي ويلي: "موږ هغه رسنیو او نړېوالو بنسټونو ته چې د کوکنارو د کښت او قاچاق په برخه کې يې فیصدي ښودلې ده وایو که دوی هغه سیمو ته چې دوی په خپلو راپورونو کې یادونه کړې لاړ شي دوی به درک کړي چې په افغانستان د کوکنارو کښت او قاچاق صفر ته ښکته شوی دی."

خو د افغانستان په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت د کمېدو په اړه شوې ادعاګانې سمې دي؟

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي موادو سره د مبارزې معینیت د سروې پخوانی رییس سید نجیب الله احمدي وايي، ورکړل شوي معلومات د بیا کتنې وړ دي.

نوموړی وايي: "هلمند ولایت په تېرو دوه پېړیو کې په ټول افغانستان کې یا په ټوله سیمه کې د کوکنارو یو لوی تولید کوونکی ولایت و، په یو ځلې ۹۹ سلنه کمښت په دې ولایت کې د بیا غور خبره ده، په روان کال کې بزګران سخت زیانمن شول او قاچاقبرانو سختې پیسې وګټلې، د دې لپاره چې د نشه یې توکو قطمت ډېر لوړ شو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له‌خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په تېرو درېيو میاشتو کې د دوی نظامیانو د افغانستان په نږدې ۳۰ ولایتونو کې تر ۱۰ زره جريبه ډېرې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG