د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۲۷

ارزګان کې معتادين د بيا معتاد کېدو د مخنيوي لپاره د کار غوښتنه کوي


يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف
يو شمېر پر نشه روږدي کسان، انځور - ارشيف

ارزګان د افغانستان هغه څلورم ولایت دی چې ډېر کوکنار په‌کې کرل کېږي، خو په دې ولایت کې د لسګونو زرو معتادینو د درملنې لپاره يوازې يو شل بستريز مرکز فعال دی.

په دې مرکز کې بستري شوي معتادین وايي، که څه هم دوی په مشکل سره وکولای شوای چې په دې مرکز کې ځانونه بستري کړي، خو اوس اندېښنه لري چې له دې مرکز څخه تر رخصت کېدو وروسته بېرته معتاد نه‌شي.

غلام ولي په دې مرکز کې تر (۴۵) ورځو تېرولو وروسته رخصت شوی دی، دی دا اندېښنه لري چې، په ارزګان کې د زرګونو معتادینو موجودیت، د نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل او بې‌کاري به د دې سبب شي چې دی یو ځل بیا معتاد شي.

"موږ اوس شکر جوړ او روغ یو، له حکومت څخه دا غوښتنه لرو چې موږ ته پاملرنه وکړي

غلام ولي وايي: "موږ اوس شکر جوړ او روغ یو، له حکومت څخه دا غوښتنه لرو چې موږ ته پاملرنه وکړي او هغه څوک چې دلته يې درملنه شوې پرې نه ږدي، یاني باید ساقیان او معتادین ټول کړي. بله خبره دا ده چې موږ يې دلته راوستلي او درملنه مو کوي، کله چې له دې ځايه ولاړ شو کار او کسب نه‌شته، که موږ ته د کار زمينه برابره شي هم به مو له ذهن څخه د نشې فکر ووځي او هم به په کار بوخت شو."

په ارزګان کې د معتادینو د درملنې مرکز د امريکا متحده ایالتونو له‌خوا جوړ شوی او په ۱۴۰۰ شمسي کال کې د جمهوریت له نسکورېدو سره يې د يو څه وخت لپاره فعالیت بند شو، خو په ۱۴۰۱ شمسي کال کې يې بېرته خپل فعالیت پيل کړ.

يو شمېر معتادان، ارشيف
يو شمېر معتادان، ارشيف

په دې مرکز کې بستري شوي معتادین وايي، دوی خوښ دي چې د درملنې زمينه ورته برابره شوې ده، خو ستونزه دا ده چې خواړه او درمل يې لږ دي.

د دې مرکز يو داخل بستر معتاد نعمت الله وايي، دوی دا مهال د خوړو او درملو له ستونزې سره مخ دي.

نعمت الله وايي: "دلته خواړه او درمل لږ دي چې باید ډېر شي، کله چې معتادین له دې مرکز څخه رخصت شي وايي به چې موږ ته يې پوره خواړه او درمل راکول، نور معتادین به هم د نشو پرېښودلو ته وهڅول شي او دې مرکز ته به د درملنې لپاره راشي. بله خبره دا ده چې باید معتادینو ته د کار زمينه برابره شي، دوی معماران، مستريان او یا ويرينګ سازان دي، هر کار کولای شي."

باید معتادینو ته د کار زمينه برابره شي، دوی معماران، مستريان او یا ويرينګ سازان دي

د ارزګان ولایت په مرکز تيرینکوټ کې د شل بستريز مرکز مشر عبدالجبار شېرزاد وايي: "موږ د نورو ولایتونو په پرتله ډېرې ستونزې لرو، ځکه په نورو ولایتونو کې خيریه بنسټونه د معتادینو د درملنې له مرکزونو سره مرستې کوي، په ارزګان کې تر اوسه چا له دې مرکز سره د خوړو او درملو په برخه کې مرسته نه‌ده کړې او دغه ډول يې معتادینو ته د کار زمينه هم نه‌ده برابره کړې. د عامې روغتيا له عادي بودجې څخه په (۲۴) ساعتونو کې هر داخل بستر ناروغ ته (۸۵) افغانۍ ورکول کېږي چې دا پيسې د دوی لپاره هيڅ کفایت نه‌کوي."

که څه هم په ۱۴۰۰ شمسي کال کې د جمهوريت له نسکورېدو سره، بهرنیو مرستندویه بنسټونو د معتادینو د درملنې له مرکزونو سره خپلې مالي او تخنيکي مرستې بندې کړې، خو له شپږو میاشتو راهيسې ملګرو ملتونو د معتادینو د درملنې له ځينو مرکزونو سره د ملاتړ پروګرام بیا پيل کړی دی.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG