طبي ډاکتران د روژې میاشت د نشې پرېښودلو او عادي ژوند ته د راګرځېدلو لپاره يو ښه فرصت بولي.
په کابل کې د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکز مسؤل ډاکتر ګل مرجان شېرزاد وايي چې زهر ایستل د نشې پرېښودلو اساسي پړاو دی، معتادان کولای شي چې د روژې له مياشتې څخه په ګټې اخیستلو سره ځانونه په روغتون کې بستري کړي او په دې میاشت کې دا پړاو په برياليتوب سره تېر کړي.
هارون چې د ځوانۍ څو کالهيې په نشو کې تېر کړي اوس د هغو ورځو له امله خواشینی دی چې د روژې نيولو او نورو ديني فرضونو يې وس درلود، خو بیا يې هم دا مسؤليتونه نهدي ادا کړي.
سږکال چې روژه راغلې هارون کلک هوډ کړی چې له يوې خوا روژه ونیسي او له بلې خوا د نشې پرېښودلو لپاره روژه نيول يو ښه فرصت بولي. دی وايي چې غواړي د نشې پرېښودلو لپاره ځان په يوه روغتيايي مرکز کې بستري کړي.
هارون زیاتوي: "لومړی مې چرس څکول، ورو ورو په ښیښه معتاد شوم او بیا مې هیروئين څکول پيل کړل. کله چې معتاد وم او سهار به له خوبه راپاڅېدم، نو لومړی به مې نشه کوله، تر هغه وروسته به مې لمونځ کله کاوه او کله به مې نهکاوه، سږکال مې له ځانه سره فکر وکړ چې بايد د ځان درملنه وکړم او روژه ونیسم، ځکه نو دې روغتون ته راغلم او ځان مې بستري کړ، پروسږکال مې روژه نهشوی نيولای، خو سږکال ښه شوی يم روژه مې نيولې ده."
ډاکتران وايي چې د معتاد رواني وضعيت د ګډوډۍ ترڅنګ د خوارځواکۍ لامل هم کېدای شي، له همدې امله یو معتاد نهشي کولای چې ټوله ورځ له نشهيي موادو او خوراک او څښاک پرته تېره کړي، له همدې امله ديني او جتماعي ژوند ته د بېرته ورګرځېدلو يوازنۍ لاره د نشې پرېښودل دي.
د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د معتادينو د درملنې ۵۰ بستريز روغتون ډاکتر ګل مرجان شېرزاد دغهراز وايي، يو معتاد کولای شي چې د روژې په میاشت کې ځان په روغتون کې بستري کړي او د زهر ايستلو د پړاو ترڅنګ په روغتون کې له تعليمي او تربيتي پروګرامونو څخه هم ګټه واخلي.
ښاغلی شېرزاد زیاتوي: "يو خو د بستر مسئله ده چې معتادان دلته راځي او بستري کېږي. دوی د ۴۵ ورځو لپاره دلته بستري وي. په لومړيو ۱۵ ورځو کې د دوی د زهر ایستلو يا ډيټاکس پړاو دی، په پاته يوه مياشت کې دوی ته زدهکړه ورکول کېږي چې دوست او دښمن وپېژني او خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي. په یو ځل په کور کې د ډاکتر له همکارۍ او مرستې پرته د نشې پرېښودل او معتاد درملنه ګران کار دی."
له طبي پلوه معتاد ناروغ بلل کېږي، خو ديني عالمان بیا وايي چې تر نشې مخکې د معتاد عقل جوړ وي او دوی خپله ځانونه په ناروغۍ اخته کوي، له همدې امله نه معتاد ته ناروغ ويلی شو او نه هم د ديني او اجتماعي مسؤليتونو پرېښودل ورته مشروع پلمه کېدای شي.
يو ديني عالم سيد مومن سعيد وايي، يوازې معتاد نه، بلکې د معتاد کورنۍ او ټولنه هم مسؤليت لري چې هغه د نشو پرېښودلو ته وهڅوي چې بېرته عادي ژوند راوګرځي.
ښاغلی سعید وايي: "يو ناروغي ده چې يو څوک پرې اخته کېږي او بل هم تمريض يا ځان په خپله په ناروغۍ اخته کول دي، لکه معتادین چې نشه کوي او ځانونه خپله ناروغه کوي، له همدې امله دوی خپله مسؤل دي، موږ دا حکم نهشو کولای چې دوی ورځنی خوراک او څښاک نهشي پوره کولای، نو روژه دې هم نهنیسي، دا په اسلام کې عذر نهدی، ځکه پاک خدای لومړی هغوی ته روغ عقل ورکړی و، دوی په لوی لاس دا هر څه تباه کړل، د روژې مبارکه مياشت د کورنيو لپاره يو ښه فرصت دی چې معتاد غړو ته پاملرنه وکړي."
د افغانستان د دولت او ملګرو ملتونو د سروې له مخې، په افغانستان کې تر درې لکو ډېر خلک په مستقيم ډول نشه کوي، دا خلک نهيوازې دا چې ديني او اجتماعي مسؤليتونه ځینې پاته دي، بلکې په ډول ډول جرمونو هم لاس پورې کوي او ټولنې تهيې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: