د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د نشه‌یي بوټو ډېری معتادين اوس د 'ښیښې او هيروئينو' نشه کوي


ارشیف، هیروئین
ارشیف، هیروئین

په افغانستان کې ډېری هغه خلک چې پخوا يې د ناسم باور له مخې له نشه‌يي بوټو څخه د درملنې او ارامولو لپاره کار اخیست، اوس په کیمياوي نشه‌يي موادو معتاد شوي دي.

د افغانستان عامې روغتيا وزارت د څېړنو له مخې، په کورونو کې د معتادينو د درملنې پروګرام ښيي چې ډېری هغه ښځې او ماشومان چې پخوا يې د ناسمې عقيدې له مخې نشه‌يي بوټي لکه چرس او ترياک استعمالول، د وخت په تېرېدو سره په کیمياوي نشه‌یي موادو معتاد شوي دي.

شفيق هم يو له هغو معتادینو څخه دی چې د ناخبرۍ او ناسمې عقيدې له امله‌يي نشه‌يي مواد لومړی د درملنې لپاره کارول، خو وروسته ورباندې معتاد شو.

شفيق د هغه وخت کيسه کوي چې بار وړونکی موټر يې چلاوه، کله چې به ستړی شو، نو د هوسا کېدو لپاره به‌يې ترياک خوړل، خو وروسته همدا ترياک د دې سبب شو چې په کیمياوي نشه‌يي موادو اخته شي.

شفیق وايي: "تر نشې مخکې مې موټر چلاوه، لومړۍ نشه مې له تریاکو پيل کړه، ځکه ما فکر کاوه چې کمزوری یم او سم کار نه‌شم کولای، شپږ اووه کاله مې ترياک خوړل او کار مې کاوه، خو درې کاله کېږي چې هيروئين څکوم."

هرات کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یوه معتاده مېرمن او ماشومان‌یې
هرات کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یوه معتاده مېرمن او ماشومان‌یې

د عامې روغتیا وزارت څېړنې ښيي، هغه معتادین چې لومړی يې د نشه‌يي بوټو نشه کوله او اوس په کیمياوي نشه‌يي موادو معتاد شوي، ډېری برخه‌يې ښځې او ماشومان دي.

د معتادينو د درملنې د برخې ډاکتره مېرمن ارزو وايي، هغه ميندې چې پخوا يې د خپلو بچيانو د ارامولو لپاره هغوی ته ترياک ورکول، اوس‌يې د هیروئينو او ښیښې په دود اراموي.

ډاکتر ارزو وايي: " يوه کورنۍ ده، موږ غواړو چې درملنې ته‌يې چمتو کړو، د دې کورنۍ ماشومان ډېر واړه دي، مور يې په خپلو شيدو کې هیروئين ګډوي او خپلو ماشومانو ته‌يې ورکوي، کله کله بیا دا مور هیروئين څکوي او دود يې د ماشومانو خوا ته پوف کوي چې هغوی ارام شي او دا د کور کارونو ته ورفارغه شي. دا مور اوس د ترياکو پر ځای د هیروئينو او ښیښې نشه کوي چې دود يې په کور کې خپرېږي، همدا دود د دې سبب کېږي چې ماشومان‌يې هم معتاد شي. "

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معين هارون رشید وايي چې ځيني نشه‌يي بوټي چې پخوا خلکو په خپلو کورونو کې د طبي بوټو په ډول کارول، اوس همدا کورنۍ همدا بوټي پروسس کوي، کیمياوي نشه‌يي مواد ځینې جوړوي او بيا يې استعمالوي.

ارشیف، یو افغان معتاد چې د خپلو ماشومانو په وړاندې نشه‌یي مواد کاروي
ارشیف، یو افغان معتاد چې د خپلو ماشومانو په وړاندې نشه‌یي مواد کاروي

ښاغلی رشید زیاتوي: "پخوا به ښځو همدا د ومان بوټي له غرونو څخه راوړل، ميده کول به‌يې، هم به‌يې خپله خوړل او هم به‌يې خپلو ماشومانو ته ورکول، سپين رنګه موادو يې د معدې او پښتورګو درد اراماوه، خلک ورسره عادت شوي وو، خو نه‌پوهېدل چې په دې بوټي کې کیمياوي مواد هم شته، داسې مواد چې ښیښه ځینې جوړېږي."

ومان بوټی چې د افغانستان په ډېری ولايتونو، په تېره بیا فراه او غزني ولايتونو کې راشين کېږي او طبي نوم‌يې ايفيډرين (Ephedrine) دی، د نشه‌يي موادو جوړوونکي په وروستیو کلونو کې داسې تېزاب ځینې جوړوي چې د هیروئينو او ښیښې په جوړولو کې کار ځینې اخیستل کېږي.

د دې راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG