د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

ملګري ملتونه: افغانستان کې د اعتیاد وضعیت د اندېښنې وړ دی


په کابل کې یو شمېر روږدي
په کابل کې یو شمېر روږدي

په افغانستان کې له پنځو کالو راهیسې د معتادینو د شمېر معلومولو لپاره هېڅ ډول سروې نه ده شوې. د ملګرو ملتونو سازمان د دې سروې د نه ترسره کېدلو علت د بودجې کموالی ښيي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې سرپرسته انوبه سوود ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې په افغانستان کې د اعتیاد وضعیت سخت د اندېښنې وړ وباله.

مېرمن سوود وايي، د اعتیاد د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي ترڅنګ باید خلکو ته د کار زمينه برابره او د کوکنارو د بدیلو کښتونو لپاره پروګرامونه جوړ شي.

نوموړې زیاتوي: "تېرو ۶-۷ کلونو ته په پام سره که اوس د معتادینو د شمېر معلومولو لپاره سروې کېدلای، نو څرګنده خبره ده چې د معتادینو شمېر د پام وړ ډېر شوی دی. دا چې ولې سروې نه ده شوې؟ دلیل یې دا دی چې د اړتیا وړ بودجه نشته، خو له وضعیته زموږ څېړنې او د مدني ټولنو راپورونه ښيي چې دې وروستیو کلونو کې د معتادینو شمېر ډېر شوی دی."

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د امریکا د متحده ایالاتونو په مالي ملاتړ سروې وشوه چې په افغانستان کې د معتادینو او له نشه يي موادو څخه د اغېزمنو کسانو شمېر دوه نیم میلیونه ښودل شوی و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۲۰میلادي کال کې د بې کوره معتادینو یوه سروې وکړه چې له مخې یې افغانستان کې ۳۰ زره بې کوره معتادین شته چې اووه زره یې یوازې په کابل کې اوسېږي.

د عامې روغتیا وزارت د غوښتنې کمولو ریاست معاون ډاکټر عبدالشکور حیدري وايي چې د بې کوره معتادینو ډېروالي ته پام سره د ټولو معتادینو شمېر ډېر شوی دی.

ښاغلي حیدري زیاته کړه: " ۲۰۲۰ میلادي کال کې یوازې د بې کوره معتادینو سروې ښيي چې د معتادینو شمېر ډېر شوی. پنځه کاله مخکې د بې کوره معتادینو شمېر په کابل کې دوه زره وو، په داسې حال کې چې سږ کال دا شمېر ۷ زرو ته لوړ شوی دی. د شمېر لوړوالی ښيي چې په افغانستان کې د معتادینو شمېر ډېر شوی دی. دغه ډول زموږ د مرکزونو د انتظار لېستونه هم ښيي چې د درملنې لپاره د مراجعینو شمېر ډېر شوی دی، ځکه نو موږ د معتادینو د شمېر ډېروالی تاییدوو."

د ملګرو ملتونو سازمان له نشه يي موادو سره د مبارزې اداره د کوکنارو د کښت او د نشه يي موادو د تولید کموالی د اعتیاد په مخنیوي کې ضروري بولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کوکنارو د کښتونو مخنیوي کې یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي وايي چې دوی له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د پالیسۍ جوړول، د استخباراتي معلوماتو تحلیل او د نشه يي موادو پر خلاف عملیات کوي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي
د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي

ښاغلي اندرابي زیاته کړه: "د کوکنارو د کښتونو اړولو برخه کې مو له بهرني ملاتړ پرته د تېرو پنځو کلونو په پرتله ښې لاسته راوړنې لرو. په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د کوکنارو د کښتونو اړولو ته یوه لویه بودجه ځانګړې شوې وه، خو سږ کال د کورنیو چارو وزارت په خپلو امکاناتو د کوکنارو د کښتونو پر خلاف عملیات وکړل."

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې له کوکنارو د ډېرو ځمکو پاکولو خبر ورکوي چې د احصاييې او معلوماتو ادارې سروې ښيي چې روان لمریز کال کې پر دوه لکه ۲۳ زره هکټاره ځمکو کوکنار کرل شوي و، خو افغان ځواکونو تر پنځه زره هکټاره لږې ځمکې د کوکنارو له کښتونو څخه پاکې کړې دي.

ددې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG