د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

"په اجتماعي شبکو کې د نشه يي موادو تمثيل او ننداره ځوانان نشو ته هڅوي"


ارشیف
ارشیف

په اجتماعي شبکو کې د نشه يي موادو استعمال او ننداره د دې سبب کېږي چې ځوانان نشو ته وهڅول شي.

معتادین د ښار په هره څنډه کې راټول شوي دي، آن دا چې د تعليمي مرکزونو څنګ ته يې هم ډډه لګولې او د خلکو په مخ کې نشې کوي، خو پر دې سربېره اوس په اجتماعي شبکو کې هم داسې ويډيوګاني ليدل کېږي چې معتادين نشه يي مواد استعمالوي او د دې کار ننداره وړاندې کوي، په تېره بیا چرس او ټابلیټ کا ګولۍ ډېرې په اجتماعي شبکو کې ښودل کېږي.

په دې ويډيوګانو کې معتادين په درواغو ځانونه داسې ښيي چې ګواکي دوی ته نشې ډېر خوند ورکړی، ډېر خوښ دي او د خلکو پام يې هم ځانو ته راواړولی دی.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو غوښتنې کمولو رياست مسلکي معاون عبدالشکور حيدري ازادۍ راډيو ته وويل، د ځوانانو د سالمې ودې لپاره سالم چاپېريال ته اړتیا ده، ځکه چې ځوانان له ټولنې، په تېره بیا خپلو همزولو او سیالانو څخه ژر تقيلد کوي، هر څه چې هغوی کوي دوی يې هم ځنې زده کوي.

هغه زیاته کړه: " دواړه چاپېریاله مهم دي، باید د ځوانانو لپاره هم مجازي او هم حقيقي چاپېريال ډېر خوندي وي، ځکه ځوانان تل يو شی له خپلو سيالانو او همزولو څخه زده کوي، د نشه يي موادو تمثيل او ننداره، په تېره بیا په اجتماعي شبکو کې، دا کار پر ځوانانو ډېر ژر اغېز کوي، ځوانان دې ته هڅوي چې نشو ته مخه کړي. "

په افغانستان کې د تفريحي ځايونو او کار نشتوالی د دې لامل شوی چې، اجتماعي شبکې، په تېره بیا فیسبوک او يوټيوب د ځوانانو لپاره د تفریح او ساعت تېري يوه وسيله وګرځي، همدا اجتماعي شبکو معتادينو ته هم دا موقع په لاس ورکړې چې د نشه يي موادو د استعمال صحنې نندارې ته وړاندې کړي، روغ ځوانان بيا همدا پيغامونه ويني او په هغه عمل کوي.

د عامې روغتیا وزارت د هغو معتادينو څخه چې د درملنې لپاره دوی ته ورغلي معلومه کړې چې، د نشه يي موادو قاچاق کوونکي ځينو ځوانانو ته نشه يي مواد او ورځنی لګښت وړيا ورکوي، د قاچاق کوونکو هدف دا دی چې دا ځوانان نور ځوانان نشو ته وهڅوي.

د معتادينو د درملنې د برخې ارواپوه احمدتميم سنجني وايي چې، په اجتماعي شبکو کې د نشه يي موادو د استعمال او تمثيل صحنې د دې سبب کېږي چې ځوانان دغه ډول صحنې لومړی تفريح وبولي او وروسته يې خپله تجربه کړي.

هغه وویل: " په نشو باندې د اخته کېدلو لومړی پړاو تفریح او تجربه ده، کله چې یو ځوان بل څوک د نشې په حال کې ويني، په تېره بيا چې هغه چرس څکوي، په درواغجن غرور يې پايڅې راپورته کړي، ګرېوان يې پرانیستی او په ډېره زړه ورتيا روان وي، د ټولنې خلک له دې شخص څخه ډارېږي. "

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت روغتيايي مرکزونو ته چې کوم معتادين د درملنې لپاره ورغلي، ډېری يې ځوانان دي. په دې ځوانانو کې ډېری ځوانان وايي دوی ځکه په نشو اخته شوي چې نشه يي مواد يې تجربه کول او يا د تفريح زمينه نه وه ورته برابره.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG