د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د یوه برتانوي بنسټ سروې: په هلمند کې د کوکنارو کښت ډېر کم شوی


ارشیف: په هلمند کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په هلمند کې د کوکنارو کروندې

د یوه برتانوي بنسټ د سروې پايلي ښيي چې سږ کال په هلمند ولایت کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت ډېر کم شوی دی.

د السيس په نوم يوې برتانوۍ موسسې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، نشه يي موادو تولید او قاچاقو د وضعیت په اړه په هلمند ولایت کې د سټلایټ په وسيله د کوکنارو د کښت نمونه‌يي سروې کړې ده.

د دې سروې پايلې چې د سټلایټ په وسيله اټکل شوي ښيي چې په روان فصل کې په هلمند ولایت کې تر زرو هیکټارو لږو ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.

یوه بله سروې چې راپور يې پروسږ کال د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې له‌خوا د قوس په میاشت کې خپور شو، پر بنسټ يې پروسږ کال په افغانستان کې په دوه لکه او ۳۳ زره هيکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، چې له دې جملې څخه یو لک او شل زره هيکټاره ځمکو کښت يوازې له هلمند ولایت سره اړه درلوده.

د السيس موسسې د راپور ليکونکی ډيويډ منسفيلډ وايي، که څه هم دا تر وخت مخکې خبره ده چې په افغانستان کې د تاریاکو د تولید د کمېدو په اړه خوشبين و اوسو، خو دا چې په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښت کم شوی يو ښه پرمختګ دی.

نوموړي ويلي: "دوه لکه هيکټارو ته د کوکنارو د کښت راکمېدل يوه مهمه مسئله ده، اوس خو موږ د کوکنارو د کښت منع کولو په پړاو کې یو، نورې پايلې به په راتلونکو مياشتو او کلونو کې معلومې شي، خو تر اوسه لا د کوکنارو فصل په ټولو سيمو، په تېره بیا بدخشان ولایت کې پای ته نه‌دی رسېدلی، اما کله چې وينو پخوا اتیا سلنه کوکنار په هلمند ولایت کې کرل کېدل او اوس يې اندازه دومره ډېره راټيټه شوې، دا کموالی د پام وړ دی."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له‌خوا خپرې شوي شمېرې ښيي چې په تېرو درېيو میاشتو کې د دوی نظامیانو د افغانستان په نږدې دېرشو ولایتونو کې تر لس زره جريبه ډېرې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړي دي.

هغه راپورونه چې دې وزارت خپاره کړي ښيي چې سږ کال په داسې ولایتونو کې هم کوکنار کرل شوي چې هلته په تېرو نهو کلونو کې د کوکنارو کښت صفر شوی و.

په دې لړ کې ننګرهار، کونړ، لغمان او بلخ هغه ولایتونه دي چې په وروستیو کلونو کې د کوکنارو کښت په‌کې صفر شوی، خو سږ کال د پام وړ کوکنار په‌کې کرل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح‌الله مجاهد د السيس موسسې راپور ته ګوته نيسي او ادعا کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.

نوموړی وايي: "په ډېرو لږو ځايونو، غرنیو سيمو یا چاردېوالیو کې چې کوکنار کرل شوي، هلته هم د کورنیو چارو وزارت ټيم ورغلی او هغه کښت يې ويجاړ کړی دی، البته هغه څېړنه چې په وروستیو وختونو کې برتانوي شرکت کړې په هغه کې هم حقيقت نه‌دی منعکس شوی، یعنې هېڅ ځای د کوکنار کښت نه‌دی پاتې او ویلای شم چې ۹۹ سلنه له منځه تللی دی."

د افغانستان په ګرمسېرو یا تودو سيمو کې د کوکنارو روان فصل پای ته رسېدلی او اوسمهال د ملګرو‌ملتونو سازمان او طالبانو حکومت پر یوه وخت جلا جلا د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي.

ملګري ملتونه د يوه برېتانوي پوهنتون په همکارۍ د سټلایټ په وسيله سروې کوي او د طالبانو حکومت هم د اووه ميليونو افغانیو په لګښت د ځمکې له لارې سروې پيل کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG