د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

طالبانو په لومړي ځل هلمند کې د کوکنارو تازه کښتونه اړولي


ارشيف
ارشيف

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د هغه فرمان له مخې اقدام کوي چې نژدې یوه میاشت مخکې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده صادر کړی او په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت او د مخدره موادو پر تولید بندیز لګوي.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې نور به خلک د کوکنار کر ته پرېنږدي.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه یي توکو د مدیریت له لوري پرون دوشنبې د نوزاد ولسوالۍ په تیزني سیمه کي شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.

د خبرپاڼې له مخې د کوکنارو کرک یله د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له لوري صادر شوي فرمان څخه سرغړونه ده او زیاتوي چې که هر کروندګرپه خپله ځمکه باندې کوکنار وکري نو کربه یې واړول شوي.

د هغه فرمان له مخې چې د طالبانو مشر د وري یا حمل د میاشتې په ۱۴ صادر کړی، په ټول افغانستان کې د کوکنارو پر کښت او د نشه یي موادو پر تولید او کاروبار بندیزلګول شوی خو کروندګر پرېښودل شوي چې پر خپلو ځمکو د کرل شویو کوکنارو حاصلات راټول کړي.

کروندګر له کوکنارو د حاصلاتو راټولولو پر مهال
کروندګر له کوکنارو د حاصلاتو راټولولو پر مهال

د طالبانو حکومت ویلي چې د کوکنارو پر ځای به کروندګرو ته د بدیل معیشیت نور امکانات برابر کړي خو یو شمېر بزګر شکایت کوي چې د کوکنارو د کرلو نوی فصل پیل شوی خو د طالبانو د حکومت له لوري ورسره تر اوسه د بدیلو کښتونو هیڅ مرسته نده شوې.

د ارزګان او کندهار ولایتونو دوو بزګرو ولي جان اوعصمت الله په دې وروستیو کې آزادي راډیو ته وویل، دوی سره هيڅ راز مرسته نه ده شوې.

دوی وایي، کوکنار له مجبوریته کري ځکه له یوې خوا وچکالي ده او له بلې خوا نور کرنیز توکي مناسب بازار نه لري او که دوی د کوکنارو له کرلو منع شي او د نورو بدیلو کښتونو مرسته هم ورسره ونشي نو به له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په دې وروستیو کې ازادۍ راډيو ته ویلي و چې حکومت یې هڅه کوي له بزګرو سره د بدیل معیشیت په برخو کې تر ډېره د هغو هېوادونو مرستې راجلب کړي چې د نشه يي موادو کښت او توليد زيانمن کړي وي.

په عین حال کې د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګارپرون دوشنبې په یوه ټویټ کې ویلي د طالبانو له خوا د کوکنار پر کر او د نورو نشه یي موادو پر کارو بار بندیز عملي بڼه نه لري.

له یوې خوا تېر ساړه ژمي بل پلو د خوراکي موادو د بیو زیاتوالي او اقتصادي بحران هغه بزګر چې له دې مخکې یې کوکنار کرل له داسې یوه وضعیت سره مخامخ کړي چې دوی نور ډېر کم اقتصادي بدیل امکانات لري.

XS
SM
MD
LG