د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

يو‌ان‌او‌ډي‌سي: تېر کال افغانستان کې د کوکنار کښت د څه باندې ۴لکه مټريک ټنه غنمو د توليد مخه نيولې


کندهار کې د کوکنارو يوه کرونده، ارشيف
کندهار کې د کوکنارو يوه کرونده، ارشيف

په اروزګان ولایت کې یو شمېر بزګران د طالبانو له حکومت نه د کوکنارو په وړاندې د بدیل کښت غوښتنه کوي.

دغه بزګران چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نومونه په راپور کې واخیستل شي وايي، طالبانو د کوکنارو کښت بند کړی، خو داسې بدیل یې نه‌دی وړاندې کړی چې دوی د خپل د ژوند اړتیاوې پرې پوره کړي.

دا به ښه کار و چې د تاریاکو په مقابل کې یې موږ ته بل بدیل راکړی وای

يو تن کروندګر وايي: "دا به ښه کار و چې د تاریاکو په مقابل کې یې موږ ته بل بدیل راکړی وای، اوس غنم دي او غنم دومره ګټه نه‌کوي، غوښتنه مو همدا ده چې د تاریاکو په مقابل کې موږ ته بل تخم راکړي، داسې تخم چې هغه موږ ته ګټه وکړي، موږ وشو کولای چې په بازار کې یې بېرته وپلورو."

دغه راز يو بل ځايي بزګر وايي: " تېر کال به مې تاریاک کرل، زما د کور ټول ضروروتونه به پرې پوره وو، خو اوس غنم دي چې هغه ډېر حاصل راته نه‌کوي، پنځوس منه، شپېته منه او یا هم اویا منه چې زما د کور چاره پرې نه‌کېږي، دا چې موږ ته اوس یو بدیل راکړل شوی وای ښه به و، نه پوهېږم د افغانستان کار بیخي کړوپ دی."

د ارزګان کروندګر وايي، کوکنار نه‌کرو خو طالبان دې راسره د بديل کښت مرسته وکړي
د ارزګان کروندګر وايي، کوکنار نه‌کرو خو طالبان دې راسره د بديل کښت مرسته وکړي

ياد بزګران په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې تازه د ملګرو ملتونو د جرمونو او له نشه‌یې توکو سره د مبارزې ادارې ویلي، په افغانستان کې د کوکنارو زیات کښت د دې لامل شوی چې په ۲۰۲۲ کال د څه باندې ۴ لکه مټریکه ټنو غنمو د تولید مخه ونیول شي.

یادې ادارې په یو ټویټ کې د چهارشنبې په ورځ ناوخته خپور شوی ویلي، په ۲۰۲۲ کال د کوکنارو زیات کښت په داسې حال کې د یاد شمېر غنمو د تولید مخه نیولې چې په افغانستان کې له ۲۱،۲ میلیونو نه زیات کسان د خوړو خوندیتوب ته لاس‌رسی نه‌لري.

دغې ادارې همدا راز ویلي، په ۲۰۲۲ کال د تاریاکو تولید په افغانستان کې د نورو کلونو په پرتله یو په درې زیات عاید کړی و او دا په داسې حال کې و چې یاد هېواد په دغه کال کې د طالبانو په واکمنۍ کې له سخت اقتصادي او بشري ناروین سره مخ و.

خو د طالبانو حکومت ویاند بیا د ملګرو ملتونو دغه راپور بې بنسټه بولي.

ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه دغسې بې مسولیته او په ناخبرۍ کې ویناوې د ملګرو ملتونو له ادرسه د تاسف وړ دي، په افغانستان کې نشه‌یې توکي په مطلق ډول بند شوي دي. دا اوس هم که چېرته په ليرو پرتو سیمو کې هم وي د اسلامي امارت مسوولین پسې ورځي او هغه له‌منځه وړي، هغه هم شاید دوه فیصده او درې فیصده وي چې د له‌منځه وړلو په حال کې دي."

په افغانستان کې نشه‌یې توکي په مطلق ډول بند شوي دي.

ښاغلی مجاهد وايي، بزګرانو ته بدیل کښت وړاندې شوی او د غنمو فصلونه په خپل وخت اخیستل کېږي.

د هغه په خبره، که د غنمو په تولید او یا کښت کې کموالی وي هغه د وروستیو وچکالیو پایله ده.

د تېر ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې وروسته له دې چې افغان بزګرانو د ۲۰۲۱کال د کوکنارو حاصلات راټولول، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د یو فرمان په صادرولو سره د کوکنارو کښت او د نورو ټولو مخدره توکو تولید، پلور او استعمال منع اعلان کړ.

له بلې خوا بیا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش (سیګار) په وینا، امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له ۸.۸۲ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG