د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

هند د افغانستان نشه‌يي مواد د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره ګواښ بولي


نشه‌يي مواد، ارشيف
نشه‌يي مواد، ارشيف

دا مهال هند په دوره يي ډول د شانګهای سازمان یا (SCO) مشري کوي او په پام کې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې د دې سازمان مشران په نوي ډيلي کې غونډه وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې به د روسيې، چين، هند، منځنۍ اسيا هېوادونه، ایران او پاکستان هېوادونو استازي ګډون وکړي.

هندي مقاماتو د هند ټريبیون ورځپاڼې ته ويلي چې، په افغانستان کې د نشه‌يي موادو تولید او له افغانستان څخه د نشه‌يي موادو د قاچاقو ډ‌ېروالی د دې غونډې اصلي موضوع ده، ځکه په وروستيو میاشتو کې له افغانستان څخه د شانګهای سازمان غړو هېوادونو ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

د هند يوه امنیتي مقام دې ورځپاڼې ته ويلي چې، له افغانستان څخه ډېره برخه قاچاق شوي نشه‌يي مواد د پاکستان له خاورې څخه د وړو کښتيو او بې‌پيلوټه الوتکو یا ډرون (DRONES) په وسیله د هند پولو او سمندري بندرونو ته قاچاق کېږي.

د هند د امنيتي ادارو په وينا، په ځينو مواردو کې هند ته د نشه‌يي موادو د قاچاقو له لارې لاس ته راغلي پيسې په کشمير کې جنګي ډلو ته ورکول شوي دي.

"دا اندېښنې ځکه بې‌ځايه دي چې موږ د نشه‌يي بوټو کښت، نشه‌يي موادو تولید، قاچاق او استعمال په بشپړ ډول بند کړی دی

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کوکنارو کښت، نشه‌يي موادو تولید او قاچاقو دوام نه مني.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وويل، دوی د کوکنارو د کښت په ګډون، د هر ډول نشه‌يي موادو د تولید او قاچاقو مخه نيولې ده.

نوموړي وويل: "دا اندېښنې ځکه بې‌ځايه دي چې موږ د نشه‌يي بوټو کښت، نشه‌يي موادو تولید، قاچاق او استعمال په بشپړ ډول بند کړی دی، هيچا ته اجازه نه ورکوو چې په دې عمل لاس پورې کړي، موږ په دې برخه کې عملي مبارزه کوو، نو د نشه‌يي موادو په قاچاقو کې به ولې ډېروالی راځي، موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو."

د کوکنار يوه کرونده، ارشيف
د کوکنار يوه کرونده، ارشيف

سږ کال د جدي په مياشت کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو د شبکې څو غړي ونيول شول چې، دوه تنه يې افغانان وو.

د هند د نشه‌يي موادو د کنټرول د ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دې شبکې لومړی له افغانستان څخه نشه‌يي مواد پاکستان او بیا يې له هغه ځايه د تجارتي لاریو او کښتيو په وسيله هند ته قاچاق کول.

دې شبکې تازه د دوو افغانانو په همکارۍ د هند په ډيلي، پنجاب او اتراپردېش ایالتونو کې د هيرويينو او ښېښې جوړولو درې کارخانې هم جوړې کړي وې.

د طالبانو حکومت ويلي چې په وروستیو میاشتو کې يې په لویو لارو کې لسګونه کيلوګرامه ښېښه او هيرويين نيولي او يوازې يې په دوو وروستیو مياشتو کې په فراه او غور ولایتونو کې تر سل ټنه ډېر د ومان بوټي له منځه وړي دي.

ومان هغه بوټی دی چې د ښیښې او هيرويينو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG