د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

اسټراليا: د طالبانو له واکمنۍ راهيسې مو د ۲۵۰کيلوګرامه ښېښي قاچاق مخه نيولې


د اسټراليا پوليسو لخوا د افغانستان نشه‌يي توکي نيول
د اسټراليا پوليسو لخوا د افغانستان نشه‌يي توکي نيول

په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو نه وروسته د ښېښې په قاچاق کې د زیاتوالي په اړه ادعاوې.

د اسټرالیا فدرالي پولیسو د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خپل رسیمي ویب پاڼه ولیکل چې، له افغانستان نه اسټرالیا ته د خالصې ښېښې قاچاق زیات شوی.

د اسټرالیا دفدرالي پولیسو (AFP) ویلي، دوی یوازې له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان واکمن شوي له افغانستان نه د شاخوا ۲۵۰ کیلو ګرامه خالصې ښېښې د قاچاق مخه نیولې چې ارزښت شاخوا ۲۲۵ ملیونه ډالره اټکل شوی دی.

د (ای‌اف‌پي) په خبره، د دغو نشه‌يي توکو یوه برخه پاکستان کې له هغه افغانانو سره نیول شوې چې، اسټرالیا ته یې د تګ نیت درلود.

د اسټرالیا فدرالي پولیسو د معلوماتو له‌مخې، دوی په ۲۰۲۲ کال کې په ۱۹ جلا جلا واردتي توکو کې اصلي افغاني تولید شوي خالصه ښېښه نیولې ده.

ښېښه هغه مواد چې د معتادینو او قاچاقبرو ترمنځ په تور بازار کې زیات شهرت لري، دغه مواد د (متامفتامین) په نوم داسې کیمیاوي مواد دي چې ډېر قوي او روږدې کوونکي دي.

د اسټراليا پوليسو لخوا د افغانستان نشه‌يي توکي نيول
د اسټراليا پوليسو لخوا د افغانستان نشه‌يي توکي نيول

متامفتامین چې د اعصابو مرکزي سیستم باندې ویجاړونکې او تر اوږدې مودې پاتې کېدونکې اغېزې لري، د کرسټل په څېر دي او په اسانې سره په اوبو او الکولو کې حل کېدونکي پوډر ته د بدلېدو وړتیا لري.

څېړنې ښیي چې د متامفتامین کارول په اشخاصو کې د پارانویا (غلطې انګېرنې او بدګمانۍ) او د سترګو او غوږونو د پړسوب لامل کېږي.

"د افغانستان ښېښه یا نشه‌یي توکي ریښتیا هم ښه کیفیت لري

خو د افغانستان د خالصې ښېښې د قاچاق په اړه بیا یو شمېر د نشه‌‌یې توکو څېړونکي وايي چې د افغانستان خالصه ښېښه ښه کیفیت لري او د قاچاق لپاره يې هر قاچاقبر زړه ښه کوي.

د نشه‌یې توکو په برخه کې څېړونکي ډاکټر ظفر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ښېښه یا نشه‌یي توکي ریښتیا هم ښه کیفیت لري، د دنیا ډېر خلک کوښښ کوي چې د دې ښه کیفیت لرونکي موادو نه استفاده وکړي، دې کې شک نه‌شته چې افغانستان او اسټرالیا ډېر واټن لري خو د ښه کیفیت لرونکي موادو لپاره هرڅوک کوښښ کوي چې ترلاسه یې کړي."

افغانستان کې د نشه‌يي توکو د پروسس يوه کارخونه، ارشيف
افغانستان کې د نشه‌يي توکو د پروسس يوه کارخونه، ارشيف

له دې سره خوا کې بیا د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نشه‌یي توکو په ځانګړي ډول ښېښې تولید، قاچاق او استعمال په اړه د اسټرالیا فدرالي پولیسو وروستی راپور ناسم بولي.

د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا په کلکه ردوو، اول دا چې په افغانستان کې ښېښه هیڅ تولید نه‌لري، ځینو کسانو چې د تېر شل کلن اشغال په دوران کې داسې هڅې کړې وې هغه هم د اسلامي امارات په راتګ سره له منځه لاړې، ښیښې مواد دلته په افغانستان کې نه پیدا کېږي، ځینو کسانو به هڅه کوله چې افغانستان ته یې وارد کړي چې هغه هم اوس بند شوي."

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پيل راهیسې که څه هم په دې هېواد کې د نشه‌یي موادو په کښت، چاقاق او استعمال کلک بندیز اعلان شوی، خو د دې هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نشه‌يي موادو په ځانګړي ډول د کوکنارو د کښت راپورونه خپاره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG