د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۰۰

د زهرو کاروان

پولیسو په پکتیکا کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول

ارشیف، د نشه‌یي توکو سوځول.

په پکتيکا کې زرګونه کيلوګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د پکتيکا امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين ازادي راډيو ته وويل: "افغان امنیتي ځواکونو د دلوې مياشتې پر اتمه نېټه د پکتيکا د وازې خوا ولسوالۍ په درېيو کليو کې پنځه عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې اووه زره کيلوګرامه چرس ترلاسه شول."

دا چرس تر معاينې او کتلو وروسته ځای پر ځای وسوځول شول او د دې موادو د تولید او زېرمه کولو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د تخار پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله

ارشیف

د تخار ولايت پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د تخار د امنيې قوماندان سيد معراج الدين سادات وايي چې، د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم تر ۴۲ لېټرو ډېر کېمياوي مواد چې په پام کې وه د موټر په وسيله له کندز ولايت څخه تخار ولايت ته قاچاق شي، د تخار پولیسو ونيول.

د يادونې وړ ده چې د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم کېمياوي مواد له بهر څخه افغانستان ته راوړل کېږي او د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د هرات پولیسو ۱۱ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال نیولي

ارشیف

د هرات پولیسو يوولس تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال ونيول.

د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولیزاده ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په هرات ښار، انجيل او ګذرې ولسواليو کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې يوولس تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال ونيول.

له دې يوولسو نفرو سره ۱۷ کيلوګرامه هيرويين، ۳۵ کيلوګرامه چرس او څه اندازه ښیښه هم نيول شوې ده.

دا تورن کسان تر نيول کېدو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي.

چارواکي: کابل کې تر لسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ او شراب ونيول شول

ارشیف

په کابل ولايت کې تر لسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ او شراب ونيول شول.

د ټابليټ کا په نوم اوولس زره او ۲۵۵ نشه يي ګولۍ چې په پام کې وه د موټر په وسيله له ختيځو ولايتونو څخه کابل ته قاچاق شي، د پلچرخي په سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شوې.

د يادونې وړ ده چې د دې نشه يي ګوليو په تور دوه نفره هم نيول شوي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز رسنیو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په لومړۍ، لسمه او يوولسمه حوزه کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې په مجموعي ډول د ۱۳۷ بوتلو شرابو تر څنګ، تر څلورو کيلوګرامو ډېر بېلابېل نشه يي مواد او تر۳۲ زرو ډېر ډالر او درې لکه افغانۍ هم نيولي دي.

د قاچاقو د دې پېښو په تړاو څلور تنه هم نيول شوي دي.

پولیسو ننګرهار کې نږدې ۶۰کیلوګرامه نشه يي مواد او نشه يي ګولۍ نیولي

ارشیف

په ننګرهار ولایت کې نږدې شپېته کیلوګرامه نشه يي مواد او نشه يي ګولۍ ونیول شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ازادۍ راډیو ته وویل، د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په جلال اباد ښار، بټیکوټ ولسوالۍ او تورخم بندر کې درې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې (۴۶) کیلوګرامه ښیښه، څه د پاسه (۹) کیلوګرامه هیرویین او ټابلیټ کا په نوم (۶۹۸۹) نشه يي ګولۍ ونیولې.

د دې پېښو په تړاو درې تورن کسان هم نیول شوي دي.

په څلورو ولايتونو کې د نشه يي موادو ۵ قاچاق کوونکي نيول شوي

ارشیف

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وايي، په څلورو ولايتونو کې يې د نشه يي موادو پنځه قاچاق کوونکي نيولي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت په خبرپاڼه کې راغلي چې، لومړي عمليات د بدخشان په مرکز فيض اباد کې شوي چې په نتيجه کې يې ۷۳ ليټره شراب او څه اندازه هيرويين نيول شوي دي.

دوهم عمليات په کندز ولايت کې شوي په نتيجه کې يې څلور کيلوګرامه چرس او ټابليټ کا ګولۍ نيول شوي دي.

دريم عمليات د کندهار ښار په دوو ناحيو کې شوي چې په نتيجه کې يې ۱۳۹ ټابليټ کا ګولۍ نيول شوي او څلورم عمليات په پروان ولايت کې شوي چې په نتيجه کې يې نژدې څلورکيلوګرامه هيرويين نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د دې نشه يي موادو په تور پنځه تنه هم نيول شوي

چارواکي: ننګرهار کې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیول شوې

ارشیف

پولیسو په ننګرهار ولايت کې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين ازادۍ راډيو ته وويل چې په ننګرهار ولايت کې يې درې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د ټابليټ کا په نوم نشه يي ګوليو او چرسو د قاچاقو مخه نيولې ده.

ښاغلی زياتوي چې، لومړي عمليات يې د ننګرهار په مومند دره ولسوالۍ کې کړي چې په نتيجه کې يې د ټابيټ کا په نوم ۱۷۰ نشه يي ګولۍ نيولي دي.

دوهم عمليات په دربابا ولسوالۍ کې شوي چې په نتيجه کې يې ۱۸ کيلوګرامه چرس نيول شوي دي، دغه ډول دريم او څلورم عمليات د جلال اباد ښار په نهمه ناحيه کې شوي چې په نتيجه کې يې څلور کيلو ګرامه هيرويين نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.

پولیسو په کابل کې تر لسو کيلوګرامو ډېر هيرويين ونيول

ارشیف

په کابل ښار کې پولیسو تر لسو کيلوګرامو ډېر هيرويين ونيول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل په نهمه ناحيه کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو يو خرڅوونکی ونيو.

دا سړی چې يوولس کيلوګرامه هيرويين ورسره وو، غوښتل يې چې دا نشه يي مواد د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې پر معتادينو باندې وپلوري.

د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل چې، د دې پېښې دوسيې به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

خوست کې تر شلو کيلوګرامو ډېر چرس ونيول شول

ارشیف

په خوست ولايت کې د قاچاقو پر مهال تر شلو کيلوګرامو ډېر چرس ونيول شول.

۲۸ کيلوګرامه چرس چې په پام کې وه له دوه منده ولسوالۍ څخه د خوست ولايت مرکز ته قاچاق شي، پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول.

د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کېد دې پېښې د تائيد تر څنګ دا يادونه هم شوې چې د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور دوه تنه نيول شوي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

امنیتي ادارو نږدې ۱۲ کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیولي

ارشیف

امنیتي ادارو نږدې ۱۲ کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل: "دا ۱۲ کسان د ۱۲ پېښو په تړاو له نشه‌يي موادو سره یوځای نیول شوي او دوسیې یې څېړل کېږي."

د یادونې وړ ده چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه‌يي موادو اته قاچاق کوونکي په پنځو کالو بند باندې محکوم کړي دي.

په ۷ ولایتونو کې د 'نشه‌يي موادو' ۱۷ خرڅوونکي ونیول شول

د افغانستان نقشه

په ۷ ولایتونو کې د نشه‌يي موادو ۱۷ خرڅوونکي ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت په خبرپاڼه کې راغلي چې په نیمروز، کابل، فاریاب، پروان، تخار، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې له نشه‌یي موادو سره د مبارزی ځانګړو پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې د نشه‌يي موادو ۱۷ خرڅوونکي د دې موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول شول.

له نیول شویو کسانو څخه نږدې ۱۰ کیلو ګرامه هیروئین، چرس، ښیښه او نشه‌يي ګولۍ نیول شوې دي.

بدخشان ته د نږدې ۲ زره کیلوګرامه کیمیاوي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه

ارشیف، نیول شوي نشه‌یي مواد

بدخشان ولایت ته د نږدې ۲،۰۰۰ کیلو ګرامه کیمیاوي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه.

د تخار ولایت امنیه قوماندان سید معراج‌الدین سادات رسنیو ته وویل: "۱۹۹۰ کیلو ګرامه امونیم کلورایډ هغه مهال په تخار ولایت کې ونیول شول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او له کندز ولایت څخه‌یې بدخشان ته قاچاق کول."

دا مواد د هیروئینو د تولید په هدف بدخشان ته قاچاق کېدل چې په تور یې دوه کسان هم نیول شوي دي.

نیمروز او تخار کې لسګونه معتادین د درملنې مرکزونو ته یووړل شول

په نشه اخته شوي کسان

په نیمروز او تخار ولایتونو کې لسګونه معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته یووړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست وايي چې د دې ریاست روغتیايي کارکوونکو د پولیسو په مرسته د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه ۱۰۰ معتادین او د تخار ولایت له مرکز تالقانو څخه ۲۹ معتادین راتول او د درملنې مرکزونو ته‌یې معرفي کړل.

په دې دوو ولایتونو کې د معتادینو د راټولولو پر مهال د نشه‌يي موادو خرڅوونکي هم نیول شوي دي.

کندز کې ۲ کسان د هیرویینو د قاچاقو پر مهال نیول شوي

ارشیف

دوه کسان کندز ولایت ته د هیرویینو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۴ نېټه دوه کسان هغه مهال ونیول چې څه د پاسه یو کیلوګرام هیرویین یې په ۵۹ کپسولونو کې په خپلو خېټو کې پټ کړي او کندز ولایت ته یې قاچاق کول.

د بدخشان پولیسو د هیرویینو او شرابو د قاچاقو مخه ونیوله

ارشیف

د بدخشان پولیسو دغه ولایت ته د هیرویینو او شرابو د قاچاقو مخه ونیوه.

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۴ نېټه په کوف آب ولسوالۍ کې ۵۰ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې دې ولایت ته قاچاق کېدل.

هغه زیاته کړه: "دغه ډول په یوه بله پېښه کې ۲۸ لېټره شراب هم نیول شوي چې له کندز ولایت څخه بدخشان ته قاچاق کېدل. د دې پېښې په تړاو یو تورن کس هم نیول شوی دی."

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.

پولیسو په بلخ کې څه د پاسه ۶۰۰۰ لېټره شراب نیولي

ارشیف

پولیسو په بلخ ولایت کې څه د پاسه شپږ زره لېټره شراب ونیول.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادۍ راډیو ته وویل، سرحدي پولیسو د ملي امنیت د کارکوونکو په مرسته په حیرتان بندر کې ۶۱۷۵ لېټره شراب ونیول.

دا شراب د لوبیا په بوجیو کې پټ کړای شوي او په یوه لارۍ موټر کې یې له ازبکستان څخه افغانستان ته قاچاق کول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG