د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

ملګري ملتونه: تر کانونو وروسته نشه‌يي توکي د طالبانو دوهمه ستره مالي سرچينه ده


ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان

د ملګرو ملتونو يو راپور ښيي چې د يوه کال په تېرېدو سره د هېوادونو تر منځ پرتګ راتګ او سوداګرۍ باندې بنديزونو، په تېره بیا د کرونا د خپرېدو له وېرې د اسيايي او اروپايي هېوادونو تر منځ بنديزونو د نشه يي موادو قاچاق هېڅ نه دی لږ کړی.

په دې راپور کې د افغانستان د وضعیت په اړه راغلي چې د نشه يي موادو جوړول، په تېره بیا هیرويينو او ښیښې توليد د کرونا له وبا سره پر يوه وخت ښه پريمانه دوام پيدا کړی او اروپايي هېوادونو ته يې قاچاق هم د پخوا پرتله ډېر شوی دی.

د طالبانو د پخواني مشر زوی ملايعقوب د نشه يي توکو په دې ستره مالي سرچینه کې لوی لاس لري.

په دې راپور کې راغلي چې تر کانونو وروسته نشه يي مواد د طالبانو دوهمه ستره مالي سرچينه ده او په دې کار کې د طالبانو د پخواني مشر زوی ملايعقوب لوی لاس لري.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق هم د نشه يي موادو په کاراو بار کې د طالبانو لس لرل مهم ګڼي او وايي چې په دې وروستیو کې د جګړې يو علت د کوکنارو د کښتونو ساتنه ده.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق
له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق

ښاغلي اورتاق زیاته کړه: "په افغانستان کې د جګړې د شدت یو علت د کوکنارو د کښت ساتنه او تارياکو راټولول دي. هغه سفرونه چې ما ولايتونو ته درلودل پلان مې درلود چې هلته د کوکنارو کښتونه واړوم، ومې ليدل چې طالبان په ډله ييز ډول زموږ په مخکې ودرېدل او د کوکنارو د کښت له اړولو سره يې سخت مخالفت وکړ او ان دا چې جګړې ته چمتو شول. د دوی دغه عمل څرګندوي چې دوی له دې لارې ډېرې پیسې پيدا کوي، دوی غواړي چې تر څلور سوه ميليونه ډالرو ډېرو پيسو مالي سرچينې ته لاسرسی ولري."

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم ازادي راډيو ته د يوه ليکلي پيغام له لارې ويلي چې دوی د نشه يي موادو په کاراوبار کې لاس نه لري او نه هم داسې لاره په واک کې لري چې له هغې لارې دې نشه يي مواد له افغانستانه دباندې قاچاق کړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په مخکيني راپور کې راغلي و چې طالبانو د افغانستان په غربي او جنوب شرقي ولايتونو کې د نشه يي موادو د قاچاقو لپاره ځانګړې شبکې جوړې کړي چې دا شبکې بيا له نړيوالو قاچاق کوونکو سره په ګډه کار کوي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم ويلي، دوی د نشه يي موادو په کاراوبار کې لاس نه لري
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم ويلي، دوی د نشه يي موادو په کاراوبار کې لاس نه لري

په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازی ګل احمد اعظمي له نشه يي موادو سره مبارزه يوه نړيواله ستونزه بولي او وايي چې له نشه يي موادو سره مبارزه هم لکه ترهګري نړيوال ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلی اعظمي زیاته کړه: "د نشه يي موادو له قاچاقو او ټرانزيټ سره مبارزه لکه ترهګري نړيوالې مبارزې ته اړتیا ده، سيمه ييزې همغږۍ ته اړتیا ده، د نشه يي موادو د قاچاقو او ټرانزيټ د مخنيوي لپاره هم سيمه ييزې او نړیوالې اجماع او مبارزې ته اړتیا ده، په تېره بيا په هغو سيمو کې چې امنيت نشته، هلته د نشه يي موادو د قاچاقو ستونزه ډېره ده."

له افغانستانه اروپا ته د هيرويينو او ښيښې د قاچاقو په برخه کې د ملګرو ملتونو اندېښنې په داسې وخت کې راپورته کېږي چې افغان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې په فراه ولايت کې د هيرويينو او ښیښې څو کار خونې ويجاړي کړي دي، په دې کارخونو کې څو ټنه هغه کېمياوي مواد هم له منځه تللي چې له ايرانه افغانستان ته قاچاق شوي وو.

ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG