د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د دوحې پر تړون نیوکه؛ بار: خليلزاد له افغان مېرمنو سره خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي


د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازي ملاعبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازي ملاعبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې پر تړون د څه باندې څلورو کلونو له اوښتو وروسته، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د حکومت پر پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا نیوکه کړې ده.

مېرمن بار بیګا پر خپل ټویټر لیکلي چې له خلیلزاد سره هغه مهال د افغان ښځو د حقونو مسئله یاده شوې وه، خو نوموړی د دې په وینا د دې خبرو په فکر کې نه و او دا مسئله یې په بې تفاوتۍ سره بې اهمیته او د افغانانو خپل‌منځي مسئله وبلله.

مېرمن بار له خپل پروني ټویټ سره یو ځای د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د موافقې د لاسلیک په درشل کې د ۲۰۱۹ کال د فبروري د ۲۸مې هغه ټویټ په تکرار سره خپور کړی چې دی په‌کې په راتلونکي افغانستان کې د ښځو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې وه.

مېرمن بار په دې ټویټ کې د خلیلزاد هغه څرګندونې یادې کړې وې چې ویل یې د ښځو مسئله تر ډېره د افغانانو خپلمنځي مسئله ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار

مېرمن بار د خلیلزاد دې څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي و، چې له خلیلزاد څخه یې د هغو اندېښنو په اړه یوه ښه وینا هم وانه ورېده چې امریکا د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې لېوالتیا له لاسه ورکړې.

نوموړې له دې سره یو ځای د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه لیک یادوي چې وايي، له ښځو پرته سوله نه‌شته.

د ښځو د حقونو فعاله شینکۍ کړوخېل چې له خلیلزاد سره یې د دوحې د موافقې په درشل کې او وروسته څو ځلې د افغان ښځو د برخلیک په اړه خبرې کړي، هم دې ته ورته نظر لري.

مېرمن کړوخېل بېګا ازادي راډیو ته وویل چې خلیلزاد د ښځو له حقونو د سرغړونو په صورت کې پر طالبانو د امریکا د بندیزونو ژمنه کړې وه.

کړوخېل وايي: "د زلمي خلیلزاد لپاره د افغان مېرمنو حقونو قطعاً لومړیتوب نه درلود. کله مو چې ورسره لیدل او خپله اندېښنه مو د افغان مېرمنو د حقونو د نقض په اړه ورسره شریکوله نو ویل یې چې که چېرته طالبان د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي نو موږ به اقتصادي بندیزونه پرې ولګوو."

د ښځو د حقونو فعاله شینکۍ کړوخېل
د ښځو د حقونو فعاله شینکۍ کړوخېل

مېرمن کړوخېل زیاتوي چې متحدوایالاتو کولای شوای د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب او د افغانستان په راتلونکې حکومتولۍ او پرمختګ کې د افغان مېرمنو ونډه د دوحې د تړون یوه برخه کړي.

د نجونو او ښځو پر تعلیم او تحصیل، په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز او ورسره په ټولنیز ژوند کې پر ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي محدودیتونه هغه مسایل چې د نورو ستونزو ترڅنګ په نړیواله کچه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې یې خنډ رامنځته کړی.

پر نړیوالو فشارونو سربېره په کور دننه هم د طالبانو او د ښځو د حقونو د فعالانو له‌خوا فشارونه په زیاتېدو دي څو طالبان دې ته اړ کړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي، خو طالبان یوه خبره په وار وار کوي چې، د افغان ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG