د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه؛ پر امنیتي، بشري حقونو او مرستو خبرې کېږي


د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې مخکېنۍ غونډې انځور
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې مخکېنۍ غونډې انځور

تمه ده د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا نن د کابل په وخت شپږ نیمې بجې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، په دې غونډه کې به د افغانستان په امنیتي وضعیت، د بشري حقونو حال او افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده‌عربي اماراتو دایمي استازې او د امنیت شورا دوره‌يي مشرې لانا ذکي نسیبې د جون په دویمه نېټه یوې خبري غونډې ته د دې ناستې په اړه له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته ویلي و، امنیت شورا به د افغانستان په اړه خپل تمرکز ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړې وه، د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی او د افغان ښځو د حقونو د مسئلې په اړه د امنیت شورا ټول غړي هېوادونه یو او واضح دریځ لري.

په دې غونډه کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا هم ګډون کوي او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه به د غونډې ګډون‌والو ته معلومات وړاندې کړي.

د یوناما مشره روزا اوتنبایوا
د یوناما مشره روزا اوتنبایوا

خو له غونډې وړاندې یې پرون د امنیت شورا دوره‌يي مشرې لانا ذکي نسیبې سره هم کتلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو استازولۍ په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په دې کتنه کې په امنیتي، بشري حقونو او افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه خبرې اترې شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو استازولۍ زیاته کړې: "دا ډېره مهمه ده چې د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره چې دوی مستحق دي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپلو ژمنو متحده‌ پاتې شي."

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دې غونډې د دوی د غوښتنو په اړه وپوښتل، ځواب یې ورنه کړ، خو وړاندې یې په ځلونو د دې غونډو له لارې نړۍ سره د تعامل غوښتنه کړې.

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې وړاندې هم د روان لمریز کال په غويي میاشت کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.

په هغه غونډه کې د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه وغندل شول.

امنیت شورا په دې اړه په یو تصویب شوي پرېکړه‌لیک کې ټینګار کړی و، چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي.

د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی و.

په دې پریکړه‌لیک کې چې مسوده یې جاپان او متحده عربي اماراتو چمتو کړې وه په کې ویل شوي و چې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو له‌خوا لګول شوی بندیز، بشري حقونه او بشري اصول تر پښو لاندې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG