د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

افغانستان په اړه د امنیت شورا جوړېدونکې غونډه؛ نسیبه: د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې مخکینۍ غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې مخکینۍ غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میلادي میاشتې په پای کې پر افغانستان غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده عربي اماراتو دایمې استازې چې روانه میاشت د د دغه سازمان د امنیت شورا دوره یې مشري هم کوي که څه هم د افغانستان په اړه د جون میاشتې د ۲۱ مې نېټې د جوړېدونکې ناستې ډېر جزییات ورنه کړل خو وې ویل، چې امنیت شورا به د افغانستان په اړه خپل تمرکز ته دوام ورکړي.

لانا نسیبه تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی او د افغان ښځو د حقونو د مسلې په اړه د امنیت شورا ټول غړي هېوادونه یو او واضح دریځ لري.

هغې وویل: "موږ به د افغانستان پر وضعیت تمرکز وکړو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه چې د امنیت شورا ټول غړي یې په اړه روښانه دریځ لري. د نظر د همدې اجماع په خاطر، پرېکړه‌لیک تصویب شو چې دا خپله ښيي چې د افغانستان په اړه هڅې باید دوام ومومي، ځکه اساسي مسئله ده. متحده عربي امارات به د غه شورا د غړي او دوره یې رییس په توګه هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غړو هېوادونو همغږي وساتل شي."

اغلې نسیبې دا هم وویل، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون اوغلو به د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپل چمتو شوی راپور د روان کال په نومبر میاشت کې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور. May 16 2023
په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور. May 16 2023

په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده عربي اماراتو دایمې استازې مخکې له دې هم په وار وار پر طالبانو نیوکه کړې چې له افغان ښځو سره تبعیضي چلند او ظلم کوي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې وړاندې هم د روان لمریز کال په ثور میاشت کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.

په هغه ناسته کې د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو پر تعلیم او کار باندې بندیزونه وغندل شول.

امنیت شورا په دې اړه په یو تصویب شوي پرېکړه‌لیک کې ټینګار کړی وو چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي.

د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی وو.

په دغه پریکړه‌لیک کې چې مسوده یې جاپان او متحده عربي اماراتو چمتو کړې وه په کې ویل شوي وو چې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو له‌خوا لګول شوی بندیز، بشري حقونه او بشري اصول تر پښو لاندې کوي.

له دې وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشري په دوحه کې د بندو دروازو ترشاه غونډه وشوه او له غونډې وروسته ګوتیریش وویل، چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاقو د زیاتېدو، افغانستان د ثبات او په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د موجودیت او د هغوی د خطر په اړه اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل په افغانستان کې د نړیوالو ادارو په ښځینه کارکوونکو باندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونه د منلو نه دي.

طالبانو د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې، په افغانستان کې ښځې په ټولو نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع کړې چې ورسته په دغه بندیز کې د ملګرو ملتونو دفتروته هم شامل شول او ښځینه کارکوونکې ورته له تګ منع شوې.

دوی په افغانستان له بیاځلي واکمنېدو راهیسې د ۲۰۲۱ میلادي کال له اګست میاشتې راهیسې د نجونو منځنۍ زده کړې هم بندې کړي او بیا پوهنتونونو ته لک تګ هم راوګرځول شوې.

دغه شان پر نجونو او ښځو پارکونو، ورزشي کلبونو او ښځینه عمومي حمامونو ته په تلو او دغه شان له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر په برخه کې هم محدودیتونه لګول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG