د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د عشق‌اباد غونډه؛ اعلامیه: طالبان دې د ښځو حقونه رعایت او ټولګډونه حکومت جوړ کړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د چلند یو انځور

اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، نړیوال بانک او منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړه او کار لګول شوي محدودیتونه لیرې او ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

د اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، نړیوال بانک او د منځنۍ اسیا د هېوادونو څلورمه ګډه غونډه د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت او پرمختیا راڅرخېده.

د هغې ګډې اعلامیې له مخې چې پرون جمعه د مې میاشتې ۲۶مه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د اروپايي ټولنې له‌خوا خپره شوې ټولو اړخونو پر لسو ټکو موافقه کړې ده.

لومړی: د افغانانو دغه راز د افغانستان د ثبات، سولې او هوساینې د کلک ملاتړ ژمنه شوې ده.

دویم: د ټولو هغو غونډو د اعلامیو د هرې مادې ملاتړ شوی چې په تاشکند، الماتا او بروکسل کې د افغانستان د بشري او امنیتي وضعیت په اړه رابلل شوې وې.

درېیم: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار شوی، چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړای شي.

څلورم: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۸۱ نمبر پرېکړه‌لیک پر رعایت ټینګار شوی، چې په هغه کې د افغانستان د بشري وضعیت او اساسي ازادیو په اړه اندېښنه ښودل شوې وه.

پنځم: له طالبانو غوښتنه شوې چې د ښځو او نجونو د کار، تعلیم او ټولنیزو چارو په تړاو ټول محدودیتونه لیرې کړي.

شپږم: د افغانستان اقتصادي ثبات او بانکي مسایلو ته اشاره شوې او په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزې زېربنا پر احیا ټینګار شوی دی.

اووم: له طالبانو غوښتل شوي، چې نه دي پرېږدي افغانستان بیا د نړیوال تروریزم په ځاله بدل شي.

اتم: د تروریزم، افراطیت، مخدره موادو او له پولو هاخوا فعالیتونه غیرقانوني ګڼل شوي، چې سیمه هم بې ثباتوي.

نهم: ویل شوي ټول برخه‌وال ګډ هدف لري چې هغه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت دی.

لسم: دې‌ته اشاره شوې چې د دېته ورته غونډو برخه‌وال موافق لري چې د افغانستان په اړه د دوی سلا مشورې، همږغي او همکاري زیاته شي.

د طالبانو ځینې مشران
د طالبانو ځینې مشران

تمه کېږي چې پر افغانستان د 'منځنۍ اسیا د فارمټ' غونډه د روان کال په مني کې جوړه شي، خو دقیق وخت او ځای یې لا مشخص شوی نه دی.

د عشق اباد په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي روزا اوتنبایووا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلا­سن، په نړیوال بانک کې د افغانستان د برخې مشرې ملینډا ګوډ او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړو استازو او ډیپلوماتو برخه اخیستې وه.

د دغو هېوادونو په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د غونډې د برخه‌والو ټینګار دا و، چې طالبان دې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي، ټول‌ګډونه حکومت دې جوړ او د تروریزم په وړاندې دې مبارزه وکړي.

په دې موده کې د طالبانو استدلال دا و، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو ورکولو ته ژمن دي او نه پرېږدي چې، د افغانستان خاوره پر نورو د حملو لپاره کار واخیستل شي.

طالبان خپل حکومت ټول‌ګډونه بولي، هغه استدلال چې هېڅ هېواد نه‌دی منلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG