د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

يان‌ايګلنډ: طالبانو د ښځينه کارکوونکو د کار کولو کړنلاره بشپړېدو ته نږدې کړې


د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ

په افغانستان کې یوې نړیوالې موسسې هیله ښکاره کړې چې په څو ورځو کې به طالبان په کندهار کې یوه لنډمهاله لاره چاره ولټوي چې ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړي، څو په موسسو کې بېرته کارونه پیل کړي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ پرون په کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره تر لیدو وروسته وویل چې هیله‌من دی په ټول افغانستان کې ښځې کارونو او نجونې زده‌کړو ته ستنې شي او دی به نن په کابل کې هم د طالبانو له چارواکو سره پر دې خبرې وکړي.

ایګلنډ پرون په کندهار کې د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره تر کتنو وروسته کابل ته ستون شو او له هغه ځایه یې سي این تلوېزیون ته په مرکه کې وویل، طالبانو له ده سره ژمنه وکړه چې دا کړنلاره په نهایي کېدو ده چې په موسسو کې ښځې کارونو ته ستنې شي.

نوموړي ويلي: "دوی ماته وویل چې پر یوې کړنلارې کار کوي او دا نهایي کوي چې ټولو ښځو ته دا امکانات برابر کړي چې بېرته کار ته راشي. دوی وویل چې د دې کړنلارې پر نهایي کولو هم کار کوي چې نجونې تر ابتدایي ښوونځي وروسته ښوونځیو ته لاړې شي، خو دا ژمنې دي او نه پوهېږم چې کله به عملي کېږي. اما اوس مو په کندهار کې یوه بېله ژمنه ترلاسه کړه چې هلته یوه لنډمهاله لاره چاره ولټول شي چې ښځې بېرته کارونو ته ستنې شي."

ایګلنډ زیاته کړه، تمه لري چې راتلونکې اوونۍ به په کندهار کې ښځې موسسو ته د کار لپاره ولاړې شي.

ده دا هم وویل چې په کابل کې به هم د طالبانو له چارواکو سره د ښځو د کار په ارتباط خبرې وکړي.

ده رویټرز اژانس ته وویل، که چېرته په کندهار کې موافقه ترلاسه کړي نو هیله ده چې په نور افغانستان کې هم د ښځو کار ته زمینه برابره شي.

کابل ته تر رسېدو مخکې یان ایګلنډ ویلي و چې په کندهار کې د طالبانو مشران د هغو قوانینو تغییر ته په نږدې کېدو دي چې له مخې یې افغان ښځو ته اجازه ورکوي چې په نادولتي موسسو کې کار وکړي.

ایګلنډ چې د ناروې د کډوالو د شورا مشري کوي افغانستان ته په دې نیت تللی دی چې طالبان وهڅوي څو ښځې پرېږدي چې په موسسو کې کار وکړي.

ده پرون د طالبانو د کندهار له والي مولوي هدایت‌الله مبارک سره تر لیدو وروسته وویل، د طالبانو لارښود په بشپړېدو دی او لکه څرنګه چې یې ده ته ویلي دي دا لارښود به ډېر ژر عملي شي.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده

مولوي مبارک هغه څوک دی چې د طالبانو له مشر ملاهبت‌الله اخندزاده سره په مستیقم ډول په ارتباط کې دی او هبت‌الله اخندزاده هغه څوک دی چې د پروسږ کال په ډسمبر کې د ده په فرمان افغان ښځې له نادولتي موسسو څخه له کاره منع شوې.

ایګلنډ وایي چې ده د طالبانو له مشرانو سره د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د لیدو پرمهال ټینګار وکړ چې یوازې ښځې کولی شي چې تر ښځو پورې مرستې ورسوي او د دوی موسسې یوازې د نارینه په مټ فعالیت نه‌شي کولی.

ایګلنډ زیاته کړه چې دوی د ډېر ژر پرمختګ په هیله دي ځکه چې وخت په تېرېدو دی، لګښتونه او بودیجه ټیټه شوې او شاوخوا اته ویشت میلیونه افغانان سمدستي مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف: په هرات کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له اړمنو ښځو سره د مرستې په موخه د ثبت او راجسټر له بهیره یو انځور
ارشیف: په هرات کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له اړمنو ښځو سره د مرستې په موخه د ثبت او راجسټر له بهیره یو انځور

په تېرو څو میاشتو کې ملګرو ملتونو او نړیوالو بیا بیا له طالبانو غوښتې دي چې دا پرېکړه بدله کړي، خو تر اوسه یې نه‌ده بدله کړې او ویلي یې دي چې دا د افغانانو کورنۍ مسئله ده.

د طالبانو د نوې ژمنې په اړه چې له ایګلنډ سره یې کړې ده وخت نه‌دی مشخص شوی.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر وایي، د طالبانو مشران استدلال کوي چې له نړیوال مالي سیستم څخه د افغانستان ایستل، د پراختیایي مرستو بندول، د حکومت په رسمیت نه پېژندل او د افغانستان د بهرنیو شتمنیو کنګل کول د اقتصادي ستونزو سبب شوې دي.

نړیوال بیا له طالبانو غواړي چې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوي وکړي چې بندیزونه لرې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG