د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

يو ښوونیز بنسټ: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري


په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان یو ښوونیز بنسټ وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د جدي سرغړونو ډېرې پېښې په کې ثبت شوي دي.

که څه هم د یوې ویډیو د ثبت او ځای کره نېټه معلومه نه‌ده، خو په کې یو شمېر نجونې د ټولګي دننه د خپل زړه درد د شعر په ژبه بیانوي.

له دوی یو شمېر نورې یې بیا ژاړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیوو خپرونکو لیکلي، دا ویډیو د شپږم ټولګي د نجونو ده چې سږ کال له زده‌کړو فارغېږي او باید راتلونکی کال اووم ټولګي ته ولاړې شي، خو دا چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، دوی د خپل نامعلوم برخلیک لپاره اوښکې تویوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ناهیده هم اندېښمنه ده چې له شپږم ټولګي له فارغېدو وروسته به یې، برخلیک څه وي.

هغې ازادي راډیو ته وویل، غواړي ډاکتره شي، خو که طالبان اجازه ورنه کړي چې ښوونځي ته ولاړه شي، څه ډول به یې دا هیله پوره شي.

هغه زیاتوي: "ډېرې هیلې لرم، د ښوونځي په چاپېریال پسې خفه شوې یم. غواړم چې اووم ټولګې ته ولاړه او شم راتلونکې کې ډاکتره شم."

په افغان نجونو د فشار او زور له لارې د زده‌کړو مخه داسې مهال نیول کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان یو ښوونیز بنسټ په یوه اعلامیه کې لیکلي، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د جدي سرغړونو ډېرې پېښې په کې ثبت شوي دي.

په کابل کې د دولسم ټولګي زده کوونکې دیانا رحیمي د نوي ښوونیز کال په پیل کې د ښوونځیو د بندېدو په غبرګون اوښکې تويوي. March 21, 2023
په کابل کې د دولسم ټولګي زده کوونکې دیانا رحیمي د نوي ښوونیز کال په پیل کې د ښوونځیو د بندېدو په غبرګون اوښکې تويوي. March 21, 2023

'تعلیم انتظار نه‌کوي' بنسټ اعلامیه چې د ملګرو ملتونو سازمان پرون په خپله ویبپاڼه هم خپره کړې تر ډېره د نجونو او هلکانو په زده‌کړو ټینګار کړی او له ټولو لوریو یې غوښتي چې دوی ته له وېرې او تاوتریخوالي پرته د خپلو وړتیاوو پر بنسټ، خپلو هیلو ته د رسېدو زمینه برابره کړي.

اعلامیه کې زیاته شوې، باید ډاډ تر لاسه شي چې هر ځای د ماشومانو بشري حقونه خوندي دي او د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون پر بنسټ، په جګړو کې له ګمارنې، وژنو، جنسي تاوتریخوالي، تښتونې او نورو ناخوالو څخه لېرې دي.

'تعلیم انتظار نه‌کوي' بنسټ اعلامیه کې د دې ادارې د مشرې یاسمین شریف له قوله لیکل شوي: "هر ماشوم د ژوند حق لري. حکومتونه باید ټول هغه څه وکړي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې ماشومان ژوندي پاتې کېږي او د دوی بشپړ ظرفیت ته وده ورکوي."

که څه هم په دې اعلامیه کې سمدستي په ماشومانو د هر ډول بریدونو او فشار راوستو د مخنیوي غوښتنه شوې، خو افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي قصدا تړل شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ځواب ورنه کړ، مګر وړاندې یې ویلي، په دې اړه وروستۍ پرېکړه د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده کوي.

د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي په ګډون، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ماشومان په کې درانه کارونه هم کوي او تر خوا یې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، په جګړو کې هم ترې ګټه اخستل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG